پر ښځو باندې روانې نادودې بل نسل ته انتقالوئ، که یې دروئ؟

آصف بهاند

653

پر ښځو باندې روانې نادودې بل نسل ته انتقالوئ،

که یې دروئ؟

د مارچ اتمه، د ښځو نړیواله ورځ

ښخو ته په ټیټ نظر کتل اوس د ډېرو خلکو په عادت او کلتور بدل شوی دی، له ښځو سره ښه کول، بېغیرتي ورته ښکارېـږي. د ښځو خبره چې یاده شي، یوازې هغه دودیز قوانین پېژنو چې ښځه پکې وهل کېـږي، رټل کېـږی او په تیټ نظر ورته کتل کېـږي، په هېڅ ډول هغه مدني قوانین نه پېژنو چې د ښځو درناوی په کی شوی وي، که کوم نفر د ښځو درناوی کوي او په ورځنیو چارو کې د مرستې لاس ورکوي، هغه د «دوس» او «بېغیرت» په نامه پېژندل کېږي او…

زه نه پوهېـږم چې دا حالت به تر څه وخت پورې زموږ د خلکو پر افکارو باندې حاکم وي او تر څو پورې به ښځې یعنې خپل نیم بدن په خپله زوروو او په تیټ نظر به ورته گورو.

اوس چې بیا د مارچ اتمه یعنې د ښځو نړیواله ورځ ده، په نوره نړۍ کې دا ورځ په ښو شاندارو مراسمو سره لمانځل کېـږي، ښځو ته ډالۍ ورکول کېـږي، د کارونو او په کورنۍ ژوند او ټولنیز ژوند کې یې د کارونو او دریځ په باب خبرې کېـږي، مقالې او کتابونه لیکل ورته کېـږي، خو زموږ په ټولنه کې له ښوونځي، پوهنځي، تعلیم او کار نه راگرځول کېـږي او د کور په نامه په یوه زندان کې ساتل کېـږي او بده یې لا دا چې موږ تراوسه نه یو توانېدلي چې د ښځې لومړني حقونه په رسمیت وپېژنو او د پوره انسان په سترگه ورته وگورو. که یې لمانځو هم، یوازې یوه ورځ د ښځې توصیف کوو، خو په سبا یې بیا نه درناوی وي او نه هېڅ.

اوس خبره دې ته رسېدلې ده چې ښځې چغې وهي چې د مارچ اتمې تر لمانځلو نه تېره یم، درناوي هم مه راته کوئ، وهئ مې مه ــ ښکنځل مه راته کوئ او د انسان په سترگه راته وگورئ.

تېر کال د مارچ د اتمې د یادونې په پار، د ښځو په درد یو درمن قلموال (عصمت قانع)  په ډېره تنده لهجه زموږ په ټولنه کې د ښځو نه درناوی او هغې ته په ټيټه کتل، داسې نقد کړي وو، چې د په خبره پوه خلکو هډوکي سوځوي. دا یې د لیکنې بشپـړ متن دی:

«دا خبرې مازي خبرې دي چې ښځه مور ده، ښځه ترور ده ، ښځه انږورده  پښتانه ښځه پېغور ګڼي

ميرمني ته د شرم په سترګه ګوري

چې پوښتنه ترې وکړي څو اولاده لري پرملا به را نيغ شي او وايې به مال د خداى درې زامن لرم بيرته به يې پر مخ د شرم څپه خپره شي او وايې به ستا له مخي دي حيا وي څلور مې لوڼي دي

د پښتانه نيم وجود شل دى

کوړاخ کوړاخ بريتونه به د جومات مخي ته ناست وي وايې به چې ډيزدوګل بيخي غيرتي دى سياسرو يې دا دري کاله کيږي د کور مخي ته ولاړ شنډ توت نه دى ليدلى

خو دهمدغه ډيزدوګل زوى به په هره بدفعلي اخته وي افتخار به پرې کوي

پښتانه ښځه د بنيادم چپه پښتۍ بولي، په خونبها کې يې ورکوي

په ولور کې يې خره ، پسونه ، غوايې او اسان هم قبلوي

په ميراث کې د ښځې غوښتنه بېشرمي ګڼي

د ورور له مرګه وروسته ورينداره تر ټولو حساس ميراث ګڼي که خپله شل کلن وو څلويښت کلنه ورينداره ځان ته کښينوي که خپله شپېته کلن وو شل کلنه ورينداره د خپل شهوت په هينداره بدلوي

که يې ورينداري د خپل انتخاب شرعي حق استعمال کړ  لس تنه پرې وژني او بيا ځان هم پرحق ګڼي

که يې اوس درته شميرم نو د پښتانه جفا به د ښځموني ذات له وجود سره ټول حدود مات کړي.

ماته د پښتانه دننى بدي ورځي تر شا له ښځو سره جفا مخې ته دروي

نن د مارچ اتمه ده را ځئ چې ښځي ته په هغه نظر وګورو چې الله او د الله رسول ورته کتلي دي.»

نو اوس چې ته په دغسې یوې ټولنې کې زېـږېدلی او رالوی شوی اوسې او د پاسنیو یادو قوانینو په چوکاټ کې دې په لسگونو ځلې په خپلو سترگو یادې نادودې لیدلې وي. ته به د ښځو د حقونو د برابرۍ لپاره مبارزه کوې که نه؟ او که به ټیټ سر گرځي او خپله به هم له پـېـړیو راپه دېخوا پر ښځو باندې دا روانې نادودې بل نسل ته انتقالوې؟

د هو او نه ځواب په تا پورې اړه لري.

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.