غزل

عبدالروف رفیقی

425
ځه راځه زياتي پخلا سه ژوند روان دی
زړه و ژوند ته په خندا سه ژوند روان دی
دی روان که ته روان دا به بيا ګورو
دا ګړي ته ورله راسه ژوند روان دی
و تقدير ته د تدبير دستار پر سر که
ګډ په دغه مسته ورا سه ژوند روان دی
دغه ساوي مفتي نه دي حساب غواړي
يا خو سور سه يا سودا سه ژوند روان دی
په ميړانه يا په عقل ځان ثابت کړه
يا مېړه سه يا دانا سه ژوند روان دی
څه يې غوښته څه دي ورکړه اوس همت کړه
لږ يي پوه په تمنا سه ژوند روان دی
په نيم کښو سترګو ولي ورته ګورې
همت وکړه توانا سه ژوند روان دی
يوه نخښه را روان نسلو له ورکړه
ياد هغو لره په دا سه ژوند روان دی
په ابد به تر ابده لاس ګريوان ياست
زړه یی تور شو له فنا سه ژوند روان دی
دا منم چي کښته پورته په کي راغله
خاطر جمه له سودا سه ژوند روان دی
د ځان عمر دي په وخوړ پای به تېر شي
غم يې مه کوه حساسه ژوند روان دی
ښکاري ده هم کومه لوبه ده بائيللې
بيخي ډوب دی له وسواسه ژوند روان دی
کائنات يې له فتوره ساته خدايه
بې لګامه بدحواسه ژوند روان دی
هر سړی په به په خپل نيت آخر اوبه شي
ګيله مه کوه د چا سه ژوند روان دی
چيري تلمه ، چيري راغلم کوم پړاو دی
درک وپوښتم له چا سه ژوند روان دی
ژوندي ښه دي د ژوند مړو ته ووايه
ځه کاغذه په هوا سه “ژوند روان دی”
ستا يواځي هډ و پوست نه خاورې کيږي
دی هم ګوره په ژړا سه ژوند روان دی
په مات زړه ،په درنو پښو، څټ په ځړيږي
راشه سر په تماشا سه ژوند روان دی
ته يواځي له نابودی روان نه ځې
لږ د ده د درد دوا سه ژوند روان دی
د ده هم وروستۍ سلګۍ ستونی يې ډک دی
حق ورخپل که په دعا سه ژوند روان دی
د ابد پر حافظه مي نغمې نقش کړه
وه ربابه همنوا سه ژوند روان دی
دی اذان د رفيقي کاروان ويده دی
وه جرسه په صدا سه ژوند روان دی
کوټه 31مارچ 2023

*************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.