غزل

عبدالروف رفیقی

805
اې د ميني پېغامبره ضرورت دی
رارسېږه زوروره ضرورت دی
د بشر سينه ناسور، مينه ملهم که
کينه څاڅي له پرهره ضرورت دی
انسان بيرته د يزدان و لور ته سيخ که
لږ آګاه کړه دا خودسره ضرورت دی
شرق او غرب سره پخلا کړه وخت داغه دی
ويني څاڅي له بشره ضرورت دی
سمندر يار د الحاد په څپو مست شو
ږغ مي اورې قلندره ضرورت دی
مولانا له څو پېړيو خاموشي ده
ستا له بلخه له باختره ضرورت دی
احمد شاه دا ځل قلم درسره راوړه
توري کښېږده له لښکره ضرورت دی
نور خوبونه د تعبير په روح ژوندي که
له تيارو وزه سحره ضرورت دی
د ګفتار پر ځای کردار ښه په کي ښکاري
ستا د حسن مرغلره ضرورت دی
پښتون جانه د دوستيو خوند هم ګوره
دښمني کړه مروره ضرورت دی
بې له ځبېښه هم دوا دي دا ستا شونډي
راته وکه يوه خبره ضرورت دی
رفيقي پر مسيحا د تعليم ږغ که
کلی ټول شو دربدره ضرورت دی

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.