غزل

عبدالروف رفیقی

586
غوږ مي ونيو و فلک ته په فرياد وو
فرياد څه له نامرادو نامراد وو
له پېړيو له حيرته پټه خوله وو
تش وياړلي څو کسان تاريخ ته ياد وو
چي پر نس و نفس په بېړه تله و مرګ ته
پر دېوال هغه وګړي زندآباد وو
لوړ مقام يي د لوړ شان وو خدای ټاکلی
د هغو چي د مخلوق په خوښي ښاد وو
د هغويو په حسد کې مقام بائيلو
چي د خدای باندي نظر ورباندي داد وو
فقير کشف د دنيا جاه و جلال کړ
په دوږخ کي هم بې کوره خوار شداد وو
رفيقي ستا به پاکي وه کښته پورته
کنې ډک له لوړ تاثيره ټول اوراد وو
کوټه ۲۶مارچ ۲۰۲۳م

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.