ګربز تخنیکي لوبغاړی دی خو هوښیار ندی

مدثر هدایت

458

سټایل،تخنيک او جرئت هغه څه دي چي ټول په رحمن الله ګربز کي سته ،خو بې ځايه جذبات او ځان ښودنه يې تر ټولو بد عادتونه دي.

يوه تجارتي لوبډله چي پر يوه لوبغاړي کروړونو پیسې ورکوي ددې لپاره ندي چي يوازي ورباندي د فیسبوک لايکونه واخلي ،بلکي هغوی يې د وړتیا او استعداد له مخي اخلي تر څو لوبډله یې پرمختللې وي.

ګربز ته دا چانس په لاس ورغلی چي تر بل هر وخت خپل راتلونکی جوړ کړي او خپله وړتيا ښکاره کړي، خو دی د تل په څېر غواړي ای پي ایل هم د نورو لېګونو په څېر ولوبوي ، هماغه هر بال شاټ وهل ،بېله فکره لوبه کول او ټوله پاړۍ په يوه شپږيزه ختمول یې لا ندي هېر کړي.

ګربزه ته لومړنی افغان يې چي د توپوهونکي په حیث دي ای پي ایل ته لار پيدا کړې شاید دا ستا لپاره يو خوب وو،خو دا یوه موقع وبوله ،په حوصله ولوبېږه،خپله وړتيا وښيه تر څو بل کال درباندي څو ټېمونه بولۍ ووهي نه داچي صرف نظر دي وګرځوي.

ګربز د پنجاب په وړاندي لومړۍ لوبه کي په ١٦ توپونو ٢٢ منډي وکړې،٤ څلوریزي او یوه شپږیزه یې ووهله،پداسي حال کي چي بیا بيا یې د شپږيزو هڅه کوله .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.