د قدرت بلاک هول

لیکوال: یووال نوح هراري - ژباړه: نقیب احمد عزیزي

430

د ګډ فکرۍ او فردي نااګاهي ستونزې یوازې عادي رایه ورکوونکي او مشتریان نه، بلکې رييس جمهوران او د کارګرو مدیران هم تر پزې راوستي دي. ممکن یو شمېر مشاوران او د محرمو اطلاعاتو يو لویه اندازه په واک کې ولرئ، مګر دا لزوماً مسألې نه هواروي. کله چې پر دنیا حکومت کوې، د حقیقت فوق العاده کشف سخت دی. ستاسې پر سر تر اندازه زیات شلوغ دی. ډېری سیاسي رهبران او بانفوذه سوداګر، تر ابده په منډه دي. که غواړئ چې د هرې موضوع په عمق کې پرمختګ وکړئ، زیات وخت ته اړ ياست، په تېره بیا وخت وژلو ته. تاسې د بې حاصله لارو تجربه کولو ته ضرورت لرئ، د بن بست پېژندلو ته، د زړه نازړه توب او زړه تنګۍ د فضا ایجاد ته او داسې اضافه وخت موندلو ته مو کار ور بند دی چې هلته د بصیرت کوچني زړي ورو ورو وده کوي او بیا ثمر ته رسېږي. که دغو چارو ته اضافه وخت نه شئ ځانګړی کولای، هيڅکله به حقیقت په ګوتو در نه شي.

تر دې بدتره دا چې مطلق قدرت په اجتناب ناپذره بڼه حقیقت تحريفوي. ډېر قدرت، معنا د واقعیت بدلون؛ د هغه څه هغسې نه لیدل په کوم ډول چې دي. که مو څټک په لاس کې وي، هر شی مېخ درته ښکارېږي. مطلق قدرت چې لاس ته درشي، نېغ په نېغه د مداخلې لړۍ ته ننوځئ، حتی که په یو ډول پر دې میل باندې غلبه هم وکړئ، تر تاسې را چاپېره خلک ستاسې په لاس کې د قدرت هیولايي مارتول نه هېروي. هر څوک چې خبرې درسره کوي، په اګاه یا نااګاه توګه يوه برنامه لري او پر دې بنسټ تاسې هيڅکله نه شئ کولای چې بشپړ باور پرې وکړئ. هيڅ مشر او سلطان پر لاس لاندې کسانو باور نه شي کولای چې ده ته دې حقیقت ووايي.

په همدې وجه، مطلق قدرت د (black hole) يا فضايي تور غار غوندې خپله شاوخوا سره پېچي او منحرفوي. څومره چې هغه ته ور نږدې کېږئ، ټول شیان لا ډېر تېز څرخېږي. هره کلمه چې ستاسې مدار ته در واردېږي، دروند بار زغمي او هر څوک چې وینئ، هڅه کوي چې د تملق په اغېز يو څه درته ووايي یا مو یو شی وستايي.

هغوی پوهېږي چې تاسې نه شئ کولای پر دوی یوه یا څو دقیقې وخت ولګوئ او ډارېږي چې نامناسب یا مغشوشوونکی شی یې تر خوله را و نه وځي؛ نو په نهایت کې یا خالي شعاري خبرې درته کوي او یا کليشه يي مسایل په ژبه درته تاووي.

دوه کاله مخکې يو ماښام د بنیامین نتانیاهو يوې مېلمستیا ته ور وبلل شوم. ملګرو سکونډلم چې مه ورځه، خو و مې نه شوای کړای چې پر خپله وسوسه غلبه وکړم. فکر مې کاوه چې شاید یو داسې لوی راز واورم چې يوازې د مهمو غوږونو او بندو دروازو تر شا پاشل کېږي. څومره مايوس شوم! هلته شاوخوا ۳۰ نفره وو، ټولو کوښښ کاوه چې د لومړي وزیر توجه ور جلب کړي، په بذله خبرو یې غوښتل چې هغه تر تاثیر لاندې کړي، ځان خوږ وښيي او یا له هغه څخه څه واوري. که په مېلمنو کې څوک له لویه رازه خبر هم و، د هغه د پټولو لپاره یې فوق العاده کار وکړ. دا اصلاً د نتانياهو تقصير نه و یا په واقعيت کې د هيچا هم نه و. د قدرت د جاذبې تقصير و.

که واقعاً حقیقت غواړئ باید د قدرت له سیاهچالې وتښتئ او هلته دلته ځان ته یو څه وخت ورکړئ. انقلابي پوهه ډېره په ندرت د قدرت مرکز ته لاره کوي، ځکه چې مرکز د موجودې پوهې پر بنیاد جوړ کړل شوی وي. معمولاً د مخکېني نظم حافظان تصميم نیسي چې څوک دې د قدرت مرکز ته ورسېږي او تمایل یې دا وي چې د مزاحمو ايډياوو څښتنان او د عرف خلاف خلک کمزوري کړي.

Davos world economic forum یا ډاووس نړیوال اقتصادي مجلس ته په نه دعوت هيڅ شی هم نه بایلئ، ځکه خو کوم وخت چې هغه ته ورکوئ له ځانه یې پر پوښتلو تېر کړئ: داووس په داسې حال کې چې ممکن له یوې اندازې رڼو انقلابي لرلیدونو ډک وي، خو زیات له جاهلانه حدسیاتو، پینه پینه نمونو، خرافي تعصباتو او د توطیې د تيوري له مسخرو هم مالامال دی.

په دې ډول، رهبران د دوه طرفه بن بست په دام کې نښتي دي. که د قدرت په مرکز کې پاتېږي، په شدت د منحرف نړۍلید په کنده کې لوېږي. که پر غاړه خطر اخلي او حاشیې ته ځي، ډېر وخت خپلې خورا قیمتي شېبې ترې تلف کېږي.

ستونزه تر دې بترېږي. په راتلونکو څو لسیزو کې، نړۍ حتی تر اوس څو ځله نوره هم پېچلې کېږي. په پایله کې به يوازې شوی انسان «څه پیاده، څه پاچا» د ټکنالوژيکي ابزارو، د نړۍ د اقتصادي جریانونو او سیاسي محرکونو په باره کې تر اوس لا لږ پوهېږي. هماغسې لکه سقراط چې تر دوه زره کاله لا مخکې نظر ورکړ چې په دې شرایطو کې بهترین کار چې کولای یې شو، تش د خپلې فردي ناپوهۍ منل دي.

خو اخلاق او عدالت به څنګه کېږي؟ که خپله نړۍ نه شو درک کولای، څنګه هيله من کېدای شو چې د سهي او غلط پر توپیر پوه شو او عدالت او بې‌عدالتي تشخيص کړای شو؟

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.