زما وروستی لیک

لیک: سرتیری دیګ بهار (میرین بلوچ) - ژباړه: سمسور ودان

590
بلوچ، کرد او پښتون د نړۍ درې ځپلي او ویشلي قومونه دي، نن مې د یو بلوچ سرتیري د وروستي لیک په ژباړلو خواري وکړه، اوږد دی، خو ستړی کوونکی او بې ګټې نه دی!

زما وروستی لیک

لیک: سرتیری دیګ بهار (میرین بلوچ)
سرچینع: دي بلوچستان پوسټ
ژباړه: سمسور ودان
دا زما وروستی لیک دی. چې ته یې لولې دا به د مودو زوړ لیک وي. هیله لرم چې تاسې ټول به ښه یئ! رب مو تل خوشحاله او روغ لره.
کله چې زما لیک ستاسې په لاسونو کې وي؛ زه به په خپل مقصد کې کامیاب شوی یم. زه دا نشم ویلی چې زما له مړینې وروسته به ستاسې په انګړ کې د خوښۍ او خوشحالۍ جشن پيدا شي؛ خو هو… ستاسې هرې اوښکې او د زړه د زخم په هر څاڅکي وینې کې به شریک یم.
زما باور دی چې که ژوندی یم یا نه؛ ستاسې په خیالونو کې به هره ورځ موجود یم. که ممکنه وي وروستی لیک مې ضرور ولولئ! شاید د نیکمرغۍ کوم شی به پکې نه وي؛ خو دا زما وروستۍ کرښې دي.
زموږ د ځمکې د ساتونکي په نوم!
زه ستا د افسانو هغه کرکټر یم چې هر وخت به سرکشۍ کې و. همدا ستا وجود زما بغاوت دی؛ خو د کوم فرض اداء کولو پسې چې زه راوتلی یم، پوهېږم هغه ستا د افسانو پور پرې کولی نشي.
ساتونکیه! زه پوهېږم چې ته له زرګونو غمونو، تکلیفونو، کړاونو او د دښمن د ظلمونو او بې عدالتیو باوجود له خپل ټول قد و قامت سره دنګ ولاړ یې. زه بې وسه دې تل په همدې شکل کې وینم.
ساتونکیه! ته زما په دې هم خوښېږې چې لومړۍ او وروستۍ مینه مې یې. ستا مینې زه له ادب سره یوځای کړم. ما ته یې د عبادت کولو سلیقه را وښودله.
ساتونکیه! اوس خو مې بیخي په عشق بدل شوی یې او ستا ښکلا زما عبادت ګرځېدلی. له تا پرته هر شی راته بې معنا شوی؛ ځکه خو وایم: ته کله هم وژل کېدلی نشې، ته په هر شي کې یې!
ته او ستا د کیسې هر کږلیچ په ما کې ځای پر ځای شوي. زه څه؛ بلکې د ځمکې هر اوسېدونکی تا په خپلو خیالونو کې ساتي او د سترګو په پردو کې د سنګلاخ هغه غرونه انځوروي چې تا پکې قدم واهه. دوی هم ستا په مینه کې بغاوت کوي.
زه ډاډه یم چې هیڅوک به هم ستا په مینه کې فناه کېدو کې ځنډني نشي؛ ځکه چې کله اراده کلکه وي د انسان په ذهن کې هیڅ د ناممکن فکر نه وي او زه باوري یم چې باطل همېشه ماتې خوري.
ته زما وجود یې بولانه!، تقدیر مې یې، ستا د زړه ټکان زما په ساه کې او ساګانې دې زما په روح کې دي.
بولانه! زه شرمینده یم چې ستا لپاره مې څه ونشو کړای او ته مې سینې پورې و نه نیولې.
بولانه! زه دې هغه مرید نشوم، چې ۱۵ مخونو کې یې ستا لپاره یو اوږد خط لیکلی وای. د کوم لیک ټوله شاعري چې د هانل او ستا په اړه وه. خو ته دا ګیله مه کوه چې ما هیڅکله یاد کړی نه یې. ته زما د زړه ضربان یې، چې همېشه درزېږې. که دې باور نه راځي؛ نو زما له نیږدې ملګرو یې پوښتنه وکړه، ما هر وخت او هرې خبرې کې ستا ذکر کاوه. زه یقیني یم چې له مرګ وروسته به مې هم زړه ټکان کوي؛ ځکه په دې کې ته یې.
د والدینو به نوم!
له ژونده را ګرانې مور او مینه ناک پلار جانه!
هیله لرم چې د خدای په امان کې به یئ، دعاګو یم چې خدای مو خوښ او خوشحال وساتي.
ابا جانه! څو کاله وشول چې لیدلی مې نه یې او نه مو په موبایل خبرې شوې. خبر یم چې را نه خفه یې او پوهېږم چې دا سفر زړه تنګی دی، خو حوصله غرونه هم لړزولی شي. زه یقین لرم چې که خپل هدف کې بریالی شوم ته به زړه زړه کې راباندې ویاړ کوې. ته به فکر کوې چې زوی دې سر ښکته نه کړ، بلکې اوچت سر لاړ او ستا سر یې هم اوچت کړ.
هو! ستا خفګان حق دی؛ ځکه زه په داسې لارې راغلی یم چې د بېرته ګرځېدو لوری نه لري. زه په خپل دې عشق کې دومره غرق لاړم چې هیڅ مې پام نشو چې یو بوډا پلار او یوه زړه مور مې د کورنۍ له نورو غړو سره انتظار کوي.
زه د زړه له تله ستاسې منندوی یم، تاسې تل په خیالونو کې یاد ساتلم؛ خو ما وبښئ چې ستاسې په هیلو پوره و نه ختم. تاسې غوښتل چې واده وکړم، کور اباد او پرسکونه ژوند پيل کړم.
پلار جانه! نن په شدت سره د خپلې کم علمۍ احساس راته کیږي. ما د یوې علمي او ادبي مقالې لپاره چې د خپلو عزیز ترینو هستیو لپاره یې لیکم، هغه لازم الفاظ راټول نه کړل چې دوی یې حقدار وو.
پلار جانه او مور جانې! زه په هر څه خبر یم، خبر یم چې تاسې د ژوند ګوزاره څنګه کوئ؟! خو مور جانې او ګران ابا جانه! موږ چې څنګه فکر کوو، ژوند هغه نه دی؛ هغه څه چې موږ سره پېښيږي، همدا ژوند دی.
ابا جانه! مور په کایناتو کې هغه ستره هستي ده چې تل یې په تندي نور ځلیږي، په سترګو کې یې ما تل خپل ځان لیدلی، د هغې له خولې راوتونکو الفاظو کې مې د ټولې دنیا سکون، لاسونو کې شفقت او تر پښو لاندې د جنت او ځمکې خوشبو موندلي دي. چې هر چیرته ځم؛ د هغې خوشبويي زما په جسم کې څو ډوله ځای پر ځای کیږي او په دې هم پوهېږم چې که دواړه شونډې سره یوځای نه کړم د (مور) لفظ نه اداء کیږي.
اې مورې!
که زه خپل ټول ژوند ستا په نوم کړم، بیا دې هم حق نه پوره کیږي، حق څه چې د یوې شپې د فرضو بدله دې هم نه اداء کیږي. پوهان رښتیا وايي، چې: د مور مینه هغه ژور سمندر دی چې ژورتیا یې تر ننه چا اندازه کړې نه ده او نه به یې اندازه کړي. د مور مینه هغه پسرلنی ګل دی چې کله هم پرې خزان نه راځي.
مورکۍ!
ته زما لپاره جنت یې، خو زموږ ساتونکی سرتیری، پر هغه خپور اسمان، د ګوادر ساحل زرخېزه ځمکه، چې څپې یې تر ننه د غیرت ګواهي ورکوي، د چاغي سیمې سوځېدلې سینه، د شوال بې مثاله موسم، د کیږدۍ یادونه، زما د خاورې هره تیږه، دا درې، غرونه، چمن، سهارنۍ لړه، بلوچی کلتور او د وطن هر شی له ټولې نړۍ راته ډير ګران دي.
مورې! کله هم چې ته زما مخې ته راځې، ما ته د نامتو جنګسالار ناپیلیون بناپارت تاریخي جمله را په یادیږي، چې وایي: «ما ته سترې میندې راکړئ، زه به یو لوی ملت درکړم.»
مورې! نن داسې یو عمل ترسره کوم چې د بېرته درګرځېدو لاره نه لري. ته، پلار، وروڼه او خویندې ښايي زما په دې فیصلې خوشحاله نشي؛ خو ما دا پریکړه په خپله خوښه او اراده کړې. کله چې زه په خپل مقصد کې بریالی وم، تاسې باید فخر وکړئ؛ خفګان او ماتم ته هیڅ اړتیا نشته.
ستاسې کوچنی زوی
د مینې په نوم!
ګلانې! ستا (هلک) ویل به راته له ټولو کایناتو کم نه و. کله کله به مې داسې احساس کاوه چې زه یوازې ستا لپاره پیدا شوی یم او ته یوازې زما لپاره جوړه یې. ما چې له تا څومره ژوند زده کړ شاید له بل چا مې نه وي زده کړی.
ګلانې! غوښتل مې ستا په تورو زلفو خپله څېره پټه کړم او د یو نوم ورکي سرتیري په څير ژوند وکړم. ستا په رخسار کې مې داسې غرقېدل غوښتل چې له تا پرته هیڅ شی نه وای راپاتې شوي. ستا بادامي سترګو ته کتل مې غوښتل او غوښتل مې چې زما سترګې نشه شي.
ګلانې! کله به چې موسکۍ شوې، نو داسې مې محسوسوله؛ لکه ټول کاینات چې ستا له ښکلي مخ څخه رخه وړي. داسې به راته ښکارېده چې ته هم راسره مینه کوې؛ شاید مینه ستا نصیب کې وه او زما په برخه صرف ستا نوم.
ګلانې! زما په یاد دي؛ کله مې چې د لومړي ځل لپاره ولیدلې؛ ته د آواران په بېګانه درو کې وې، ما فکر کاوه چې دا درې پردۍ او لارې اجنبي دي؛ خو ته ولې پردۍ نه را لګېدې. نن زما د یو اړخیزې مینې څو کلونه تېر شول؛ خو لا مې هم په زړه کې یې او په هر حالت کې به تا یادوم؛ ځکه ستا په هغو سوځېدلو، ځلېدونکو او بېرته مړو کېدونکو سترګو کې خدای خبر د طبیعت څومره رنګونه لیدل کیږي، ما په همدې سترګو د ټول بلوچستان سفر کاوه. زما یقین و چې ته زما مینه یې؛ خو زما مینه خو بل څوک و. زما له وطن سره کله هم مینه یو اړخیزه نه وه او وطن مې یوازینی عشق و! په پای کې د خپلې ګوډې ماتې شاعري یو بیت سره خدای پاماني در نه اخلم:
د جدايي اور دې په عشق کې زما بدن وسیزي
چې ټپ مې پریږدي نښان، ستا دې خوښي ووژني
د ملګرو په نوم!
زما همفکره ملګرو! له تاسې ډیرې هیلې لرم، د کوم لوی مقصد لپاره چې قربانۍ ورکوئ او جګړه کوئ! زه پرې ویاړم. خو نن د یو زده کوونکي، یو ملګري او یو همفکر په توګه درته وایم، چې څنګه استاذ اسلم او ملګرو یې د خپلو ګران بیه قربانیو په مرسته مبارزه یو نوي لور ته بوتله؛ تاسې دا مبارزه جاري وساتئ! زه مو له دې خبرې سره هم موافق یم چې د منظمېدو لپاره باید له ډيرو ستونزو تېر شو او زیات وخت ته هم اړتیا وي؛ خو زه باوري یم ملګرو! چې تاسې به د بلوچو قومي ځواک سره یوځای کړئ او نړۍ ته به دا وښایئ چې بلوچ قوم یو دی، هدف یې یو دی او ټول په ګډه د خپل سنګر سمبالولو ته هر وخت تیار دي.
زما د قوم ځوانانو!
له کومې ورځې مې چې د شعور په دهلیز قدم ایښی، وینم چې زما له قوم سره ډیره ناروا کیږي. هره ورځ په لوی لاس ځينې ناترسه او بوږنونکې پېښې رامنځته کیږي. زه چې د وخت او حالاتو ترڅنګ د ژوند په لوړو ژورو پوی شوم؛ نو فکر مې وکړ چې نور باید د ظلم خلاف له هرې لارې تیار شم.
موږ باید د خپلې ژبې، ننګ، ناموس، عزت او د وطن د هر شي ساتنې لپاره په ذهني توګه تیار شو او هر ناممکن ممکن کړو؛ ځکه چې ارادې پخې وي؛ نو د ناممکن کېدو هیڅ چانس نشته.
زما ځوانانو! په غورځنګ کې چې هر کار کولی شئ، ویې کړئ! دا لازمي نه ده چې ټوپک را واخلئ او غرونو ته لاړ شئ، موږ سره د دښمن مقابلې ته زرګونه طریقې شته. شاعر د خپلې شاعرۍ، هنرمند د خپل هنر او بل هر تن د خپلې مناسبې لارې له مخې دا حق اداء کولی شي. اوس له عمل پرته نور هیڅ راپاتې نه دي.
موږ باید په هر شي کې ژوندي پاتې شو، په اسمان کې، اب و هوا کې، د منهاج، میر احمد او میرل په سندرو کې، د برز کوهي، سفر خان، بابل او ډاکټر جلال په لیکنو کې، د ماه رنګ، سمی او مهلب په راتلونکي کې، د قاضي په شاعري کې او د تیارې ماتونکې روښنايي په وړانګو کې، زما په روح، د یاسمین مورجانې په څيرې ګریوان او ټولو شیانو کې باید ژوندي پاتې شو.
زما د قوم ځوانه!
ته زما پسرلی وې او یې! ځکه چې پسرلی له ټولو موسمونو خوندور وي. په غرونو، دښتو، چینو او درو کې ډيرې زړه راښکونکې منظرې پیدا کیږي. ګلان غوړیږي او ونې شنې کیږي؛ په همدې سبب مې ګل او پسرلی خوښ دي. له دوی پرته ټول کاینات راته نیمګړي دي.
وروستۍ خبره به دا درته وکړم چې دا مبارزه خپله وګڼئ! هر څه ستاسې تر مخ لکه رڼې اوبه داسې شفاف دي. پوهېږئ چې موږ په کوم جنګي حالت کې یو، پر موږ د ظلم قیامت را تپل شوی، چې مقابله یې یوازې په مزاحمت کولی شو.
زموږ جګړه د دغه تش په نوم الحاق پر ضد ده، له غلامۍ او استبداد څخه د ازادۍ لپاره ده او زموږ جد و جهد د بلوچ قام د بشپړې ازادۍ، خپلواکۍ، قانوني حقونو، انسان و انسانیت، لیک و لوست، شاعرۍ، فن و فنکاري، رنګ، نسل او برابري په اړه ده.
په پای کې د سنګت بشیر زیب د خبرو په استناد وایم: نن ورځ چې بلوڅ قوم له کومو ناخوالو تیریږي، هیڅکله به بې نتیجې نه وي، یوازې ستاسې ګډون لازمي دی. ستاسې ګډون به یوه ستره جذبه، سوچ او د دې مبارزې عظیمه کارنامه وي. د شیردل غیب په وینا: «زه تاسې ته الوداع نه وایم، ځکه تاسې زما د وجود برخه یئ!»
لیک دې د ارواښادې شاري بلوچ په څیر هرې زړورې بلوچې او بلوچ ته ډالۍ وي.💐

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.