هند د افغانانو سره ۲۰ زره مټریک ټنه غنمو نوې مرسته اعلان کړه

331
راپور: محمد مبين هڅاند (دعوت مېډیا ۲۴):
نن پنجشنبه د وري د مياشتې ۲۴ نیټه په ممبۍ کې د هند د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال جي پي سینګ او په هند کې د خوړو نړیوال سازمان (WFP) د استازې الزابت موري لخوا د افغانستان سره د بشري مرستو په دوام د ۲۰ زره مټریک ټنه غنمو هوکړه لیک امضاء کړ.
یاده بشري مرسته به له ممبۍ څخه د چابهار بندر له لارې افغانستان ته ولېږل شي.
په هند کې د افغانستان لوی سفیر فرید ماموندزي د هند له دولت او WFP سازمان څخه د مننې تر څنګ د افغانستان بشري حالت ورځ تر بلې ناوړه یاد کړ. ماموندزی د سیمي او نړۍ پر شتمنو هېوادونو غږ وکړ چې په دې کړکېچن حالت کې له افغانانو سره د غذائي موادو مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده چې د هند دولت د تېر ۲۰۲۲ کال له شروع تر اخره تر ۴۰ زره مټریک ټنه غنم له افغانانو سره مرسته کړې وه.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.