زدکړې او اوبه- د «درس» په نامه

پوهندوی آصف بهاند

467

زدکړې او اوبه

د «درس» په نامه

د بي بي سي نوې او ځانگړې روزنیزه خپرونه

د زدکړو او اوبو مخه چې هرڅومره ډب کړای شي، بیا هم ځانته لار پیدا کوي او مخ پروړاندې حرکت کوي. که په نړیواله کچه یا په ټاکلي ډول په افغانستان کې د زدکړې او معارف تاریخ ته پاملرنه وشي؛ لیدل کېږي چې د تاریخ په اوږدو کې د دې پروسې په مخ کې گڼې ستونزې پیدا شوې دي او د مخنیوي له پاره یې رنگارنگ خام او پاخه دیوالونه جوړ کړای شوي دی، خو د زدکړو لړۍ داسې یوه پدیده ده چې له ستونزو او خنډونو سره ــ سره يرمختگ کوي او بدلون په کې رامنځته کېـږي.

په افغانستان کې که نویو واکدرارانو د خپلې معلومې او نامعلومې پالیسۍ له مخې د افغانستان د څو میلیونه نجونو د زکړو مخه ونیوله، اوس د نوي نسل د روزلو پلویانو داسې لارې چارې ورته پیدا کړې دي چې د افغانستان د نوي نسل د روزلو پروسه جاري ساتي او هر کور ته د زدکړو د څرغ رڼا داسې وررسوي چې هېڅ ځواک یې مخنیوی  نه شي کولای.

د ژوند په هر ډگر کې چې له انسان نه لاره ورکه شي، پر بدیل باندې یې فکر کوي او  له ستونزو نه د وتلو نورې لارې ورته لټوي. دا دی اوس یو شمېر افغانان وتوانېدل چې له تعلیم نه د لرې پاتې افغانانو، په تېره د هغو نجونو لپاره چې د ښوونځي دروازې ورته تړل شوې وې، د رڼا یو څرک پیدا شو. بی بي سي یو نوی تعلیمي پروگرام پیل کړی دی چې له دې لارې به تر یوې اندازې پورې د افغان نوی نسل دروزلو یو څه ستونزې حل شي.

په دې باب د بی بی سي پښتو په یوه تازه رپوټ کې داسې راغلي دي:

«بي بي سي له ۱۱ تر ۱۶ کالو د عمر لرونکو افغان ماشومانو او په ځانګړې توګه د نجونو لپاره چې طالبانو یې ښوونځي تړلي، یو تعلیمي پروګرام پیل کړی دی. ‘درس ‘ چې پښتو او دري مانا یې زدکړه ده، داسې لومړنۍ تعلیمي خپرونه ده چې یې بي بي سي به یې له راډیويي، انلاین او ډیجیټل لارو د افغان ځوان کول لپاره خپروي.

دا خپرونې افغانانو چمتو کړې او هغه افغان ښځینه خبریالانې به یې وړاندې کوي چې ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې هېواد پرېښی دی…

په داسې حال کې چې تېره اونۍ افغان هلکان له رخصتیو وروسته بېرته ښوونځیو ته ستانه شول، د منځنیو ښوونځیو نجونو زدکوونکو ته اجازه نه ده ورکړل شوې، چې ښوونځيو ته لاړې شي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یونیسف مسوولین وايي، پر نجونو د تعلیمي ادارو دروازو بندولو اغېز ژور کېدای شي او یوه پایله یې ”په کم عمرۍ کې د ودونو احتمالي خطر ” هم رامنځته کوي، چې همدا اوس په افغانستان کې د کم عمره کسانو ودونو شمېر په ډېرېدو دی.

دغه سازمان وايي، درې میلیونه هغه نجونې چې ښوونځيو ته تلې، د تېر کال اوږدو کې د رسمي زدکړو له ترلاسه کولو محرومې کړل شوې دي، چې که نن هم ښوونځي پرانیستل شي، نیمايي یې ښايي زدکړو ته ستنې نه شي.»

ثنا ساپۍ چې په خپله هم  د نوي نسل د پلویانو په ډله کې، په لومړي کتار کې ولاړه ده او هرکله یې د نویو ستونزو په حل کې برخه اخیستې ده؛ په خپله فیسبوکپاڼه کې یې د بي بي سي د دې نوي تعلیمي پروگرام (درس) په باب داسې لیکلي دي:

«افغانستان کې له ۱۱ تر ۱۶ کلنو لپاره د ښوونځي درسونه پر بي بي سي پښتو او دري.

بي بي سي په افغانستان کې د تنکیو ځوانانو، پیغلوټو او په ځانګړې توګه هغو نجونو لپاره چې اوس له زده کړو محروم شوي نوې او ځانګړې روزنیزه خپرونه جوړه کړې ده.

د دغې خپرونې نوم درس دی چې په پښتو کې یې وړاندې کوونکي شازیه حیا او ملائکه احمدزۍ دي. په درس خپرونه کې د انګریزي ژبې زده کړه، له تاریخه تر جغرافیې او له ریاضۍ تر هندسې په زړه پورې مطالب، معلوماتي خبرونه او د ښځو ژوند اړوند الهام بښوونکي کیسې خپرېږي.

د درس لومړۍ ګڼه شازیه حیا وړاندې کوي.»

شازیه حیا د بي بي سي د «درس» نومي تعلمي پروگرام په لومړنۍ ویدیو کې داسې وویل:

«د بي بي سي نوې او ځانگړط خپرونر «درس» ته ښه راغلاست،

تاسو تنکیو ځوانانو او پېغلوټو ته هره اونۍ په «درس» کې د انگریزۍ ژبې زدکړه، له تاریخه تر جغرافیې او له ریاضۍ تر هندسې په زړه پورې مطالب او معلوماتي درسونه لرو.»

زموږ هېوادوال، ټوله نړي او په تېره د نوي نسل د روزلو پلویان په دې ښه پوهېـږي چې همدا اوس په افغانستان کې د پوهنې وضعیت څه ډول دی، څومره ستونزې او خنډونه د معارف او زدکونکو د زدکړو لپاره رامنځته شوې دي؟ ان تر دې پورې چې:

«په هیڅ یوه هېواد کې د پوهنې وضعیت د افغانستان په څېر کړکېچن نه دی»

همدا نن بي بي سي تر پاسني سرلیک لاندې یو رپوټ خپور کړ، د دې رپوټ په یوه برخه کې د افغانستان د پوهنې د وضعیت په باب داسې راغلي دي:

«د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا خبرداری ورکړی، چې له زدکړو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو بي برخې کول، تعلیمی نصاب کې بدلون او د طالبانو د ایډیالوژۍ تدریس د افغانستان راتلونکي نسلونه له خطر سره مخامخ کوي.

سویس کې د بشري شورا د دوه پنځوسمې غونډې په څنډه کې د شوې ناستې په اعلامیه کې ویل شوي، چې د نړۍ په هیڅ هېواد کې هم د پوهنې وضعیت د افغانستان په څېر کړکېچن نه دی.

د افغان نجونو پر زدکړو د طالبانو د محدودیتونو په تړاو جوړې شوې دې ناستې ته ”له محدودیتونو د راتلونکي افغان کول د بالقوه وړتیاو ازادول او افغانستان کې د زده کړې د حقونو ملاتړ” نوم ورکړل شوی و…

د رپوټونو پر بنسټ ټاکل شوې وه د افغان نجونو او هلکانو د زده کړې فعال مطیع الله ویسا چې اوس د طالبانو په بند کې دی، هم دې ناستې ته وینا وکړي…»

اوس یې موږ په رڼو سترگو وینو چې زموږ په هېواد کې څه روان دي او د ژوند په بېلابېلو برخو کې له څومره او کومو ستونزو سره لاس گرېوان یو؟

دا ستونزې که له یوې خوا موږ خپله د خپلو ناپوهیو او سواد نشتوالي له مخې رامنځته کړې دي، له بلې خوا لرې او نږدې بهرنیانو هم د خپلو رنگارنگ موخو او غوښتنو د ترلاسه کولو په خاطر دا ورځ پر موږ باند راوستې ده.

ایا کله چا دا پوښتنه په رسمي ډول په میډیا کې مطرح کړې ده چې:

په ټول کې کومې ستونزې چې همدا اوس د تعلیم په برخه کې افغانان ورسره لاس گرېوان دي، دا ولې او کله پیل شوې؟ دا ستونزې په افغانستان کې په دې شدت هغه مهال پیل شوې چې د ۲۰۲۱ کال په اگست کې د امریکا په مشرۍ نړیوالو د افغانستان واک او ځواک، په دوهه کې د شوي تړون له مخې طالبانو ته وسپاره. د امریکا په مشرۍ نړیوال ولې ځانته د ملامتیا گوته نه نیسي، چې اوس له طالبانو څخه نلېـږي او نوې حللارې ورته لټوي.

افغانان، د افغان کوچنیانو او زلمکو ــ پېغلوټو د تعلیم لپاره د بي بي سي رادیو دې او دې ته ورته پروگرانوم هرکلی او ملاتړ کوي او غواړي چې  د دوی د نوی نسل اړیکې له تعلیم سره ونه شلېـږي.

 موږ له بي بي سي نه مننه کوو چې په داسې کړکېچن حالت کې یې زموږ د هېواد افغانستان د نوي نسل د روزلو په برخه کې داسې گام پورته کړ چې له تعلیم نه محرومو او لا ټولو کوچنیانو، پېغلوټو ــ زلمکیانو لپاره یې دا تعلیمي خپرونه پیل کړه.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.