نن د تیڅو ناکامورا څلورم تلین دی

آصف بهاند

282

د افغانانو او افغانستان له‌پاره د ډاکتر تیڅوناکامورا نوم نه هېرېدونکی دی، افغانان یې د دې له‌پاره هم باید په یاد وساتي چې د افغانستان د ابادولو ترڅنگ یې دا ستر خدمت هم کړی دی چې زموږ اوسني نسل او نورو نسلونو ته یې دا عملاً وښوده چې کار کول څومره اړین دي، دا کار دی چې د انسان ژوند بدلوي. ناکامورا موږ ته دا ستر میراث پرېښود چې هرڅه د کار په پایله کې بدلېـږي، نه لاس‌تر زنې کېناستل.

د دې ستر خدمتگار حق دی چې موږ یې یاد کړو او درناوی یې وکړو. دا دی د ده د څلورم تلین د درناوي په پار خپله یوه پخوا نشر شوې مقاله یوځل بیا خپروم:

 

«اې پردېس کاکا مراده!

 اې نامراده  بامراده!

 تا ته چا ویل افغان سه؟

 او تربور د تور شيطان سه

 مړو دښتونو ته ساه ورکړه

 اوبه ورکړه، رڼا ورکړه

 اې نامراد کاکا مراده!

 ته خبر نه یې چي دلته

 د باروتو باران اوري

 د گلونو کښت گناه ده

 د غنمو کر جفا ده

 د یزید او شمر جنګ دئ

 د فرنګ، اورنګ نیرنګ دئ…»

(عبدالهادي عطایي ملا)

دا لنډې کرښې د افغانستان د ابادۍ او افغان انسان د نیکمرغۍ ارمانجن تیـڅـوناکامور د دریم تلین په مناسبت لیکل کېـږي:

جاپانی ډاکتر او د افغان مظلوم انسان او افغانستان خواخوږی تیـڅـو ناکامورا، د افغانستان دوښمنانو د دې لپاره وواژه چې د افغانستان د ابادۍ او ښېرازۍ تخم یې د افغان انسان د ذهن په کرونده وکاره او عملاً یې د افغانستان ځینې مهم ځایونه د افغان انسان پر مټ داسې اباد کړل چې هم ابادي وه او هم د نړیوالو او افغانانو لپاره یو لوی درس؛ خو د افغانستان دوښمنانو د ابادۍ د فکرکرونکی بزگر وواژه او د پرمختگ او ابادۍ پیل شوې لړۍ یې په ټپه ودروله.

د ناکامورا وژنې ټوله سیمه ولړزوله، د افغانستان د ابادۍ او ښېرازۍ میـینان ـ پلویان هم هک حیران دي چې دا څه وشول؟ موږ خو یوه ستره هستي له لاسه ورکړه او… او قاتلین به یې هم حیران وي چې دا خو ډېره قیمتي متاع وه، موږ ولې په ارزانه وغورځوله.

بس هر څه چې وشول اوس شوي دي، خواره خواري د افغانستان او افغانانو ده چې خپل یو داسې خدمتگار یې له لاسه ورکړ چې بیا یې ځایناستی موندل یا ناشوني دي او یا به ستونزمن او د ډېر وخت غوښتونکی وي.

د افغانستان د دې خواخوږي پرمرگ د افغانستان د هر بادرکه بچي زړه غوڅ او ویرمن دی، د خپل وطن او خپلې کورنۍ یو غړی یې گڼي او داسې اوښکې پسې تویوي لکه خپل سکنی ورور یې چې له لاسه ورکړی وي.

زموږ د «مراد کاکا» او زموږ د «ناکامورا» د ککرې په گومبزه کې د انسانیت نغمې غـږېدې او د فکر کرونده یې د مینې په گلانو ډکه وه؛ خو د قاتلینو د ککرو په گومبزو کې یې د شهوت او حورو ته د رسېدو غږونو انگازې کولې، پرتلنه او قضاوت به یې بیا خدایتعالی کوي.

زموږ د «مراد کاکا» او زموږ د «ناکامورا» یاد به تل تر تله د هر با درده او د افغانستان پر ابادۍ او ښېرازۍ مین افغان له پاره؛ یو غمجن نستالژیک یاد وي چې هر کله به مو د ده دا یاد سوځوي، خو په هر پل کې به موږ ته یو پند او لوی درس هم وي، د مراد کاکا یادونه به له درد سره مل وي، خو د دې وطن هر وکړی به د کار، ابادۍ او ښېرازۍ له پاره نور هم هڅوي.

د تیڅوناکامورا د دریم تلین د درناوي په پار خپله هغه څلویزه بیا رااخلم چې د ده د مرگ خبر د اورېدلو په شېبه کې مې لیکلې وه:

مـــــراده نـــا مــــــراد شـوې، ملامـت یو موږ

تیـڅـو ناکاموراته، کاکا مراد ته

مـــــراده نـــا مــــــراد شـوې، ملامـت یو موږ

ښه ښاد وې اوس نا ښاد شوې، ملامت یو موږ

پــر پـل بـه دې پـل کـېـږدي ډېــر نـسـلـونه بیا

تـــه ټـــولــو تـه بـنـیـاد شـوې، ملامت یو موږ

۰۴/۱۲/۲۰۱۹

هيدرسلیف

ډنمارک

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.