بریا په “جدیت”کې ده

683


بریا کار غواړي، حرکت غواړي، چا چي د عمل پر ځای یوازي پر خیالونو تکیه کړې ده، هغوی همداسي ناکام پاته دي.
-زموږ محبوب نبي صلی الله علیه وسلم د اسلام دعوت ته دونده جدي وو، چي خواری او زخمونه ئې و ګالل، سفرونه ئې وکړل، ملګري ئې شهیدان سول، خو بیا ئې هم د اسلام دعوت پرې نه ښودی. و موږ ته ئې دا درس پرېښود، چي بریا په دې کي ده، چي یو کار ته به جدي درېږې. زحمت او ستړیا به ګالې.

-آډیسن د برېښنایي څراغ جوړولو لپاره تردې اندزې جدي وو، چي تر زر ځله زیات ناکام سو، خو بیا ئې هم خپله هڅه پرې نښودل. ځانته ئې موخه ټاکلې وه، د موخي لپاره ئې حرکت وکړ او په خپل حرکت کي جدي وو. د بریالیو او ناکامو خلکو تر منځ همدا جدیت لوی توپیر دئ.

د Richest man in Babylon لیکوال وایي: که زه له ځانه سره دا ووایم، چي هره ورځ سمندر ته ځم او بیا یوه دانه ریګ را اخلم او سمندر ته ئې اچوم، نو بیا همداسي کوم. که څه هم زما دا په وسه ده، چي په یو وار یو موټ ریګ و سمندر ته واچوم او د زیات وخت لپاره ځان بیغمه کړم، خو زه داسي نه کوم، ځکه ما ویلي، چي هره ورځ به دا کار کوم. دا جدیت دئ او کله چي حرکت کي جدیت پیدا سو، نو بیا برکت خامخا راتلونکی دئ.

-یو ځوان له سقراط څخه د بریالي کېدو راز و پوښت. سقراط ورته وویل: سبا زما سره د سمندر پر غاړه ووینه.
ځوان سبا وختي حاضر سو. سقراط، ځوان له ځان سره روان کړ او په اوبو ګډ سو. اوبو کي دومره ولاړ، چي اوبه ئې تر غاړي پوري ورسېدلې. سقراط ناببره ځوان تر غاړه ونیو او اوبو کي ئې دننه کړ. ځوان ډېري هلي ځلي وکړې، خو بریالۍ نه سو. سقراط، ځوان له اوبو څخه راپورته کړ، ځوان ترټولو مخکي اوږده ساه واخیتسل.
سقراط پوښتنه ځني وکړل: کله چي ستا سر په اوبو کي وو، تر ټولو اړین څه شي وه او تا څه غوښتل؟ ځوان جواب ورکړ: ”هوا“
سقراط ورته وویل: د بریا راز همدا دئ. که دي دومره په جدیت او د زړه له کومي د بریا تلاښ وکړ، لکه په اوبو کي چي دي د هوا غوښتنه کول، نو بریا به سل سلنه ستا په برخه وي. ولاړسه! د بریا لپاره بل کوم راز نسته. د بریا ترلاسه کولو لپاره یوازي حرکت او جدیت بس دئ.

کارونه مو په ښه جدیت سره وکړئ، بریا ستاسو ده. ان شاء الله

***************************************

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.