د خدابخش د کتابتون د دستازنامې نسخه مهمه ده

 پروفیسور عبدالخالق رشید

695

زما په نظر؛

د خدابخش د کتابتون

د دستازنامې نسخه مهمه ده

لیکوال :

 پروفیسورعبدالخالق رشید

نهرو پوهنتون – پښتو څانګه

تراوسه پورې د لوی خوشحال د ستارنامه څوځلې چاپ شوې، د کابل د (۱۳۴۵) کال چاپ خو د هندیانوپه وینا سیده او ساده له متن څخه کاپي شوی اوچا پ شوی دی، کوریې ودان په خپل وخت کې داهم یولوی کارو.له هغې وروسته هم چې کومې نسخې چا پ شوې په هغوکې د ښاغلو عبدالشکور، پردل خټک، مغموم ، مشواڼۍ او ډاکترعبدالحکیم شاه خټک، سیدغني غني اونوروپه هڅو چا پ شوې بڼې هم زموږ مخې ته پرتې دي، چې دوی ټولو د خپلو هڅوپه ترڅ کې د پټني نسخه نه ده لیدلې اونه یې په خپلو لیکنو کې د هغې یادونه کړې ده. (*)

————————————-

(*) د یادونې وړده چې؛ د خدابخش نسخه ډیره زړه نسخه نه ده، کاغذ یی ډیرنوی اوتازه دی، کاغذ یې هم دانګریزي زمانې کاغذ دی، دنسخې دمنځ په پاڼوکې یوځای په انګریزي ژبه لیکل شوي:«له کومې نسخې څخه چې ما دغه را ولیکله اوکاپي مې کړه  دهغې دلیکنې نیټه  ۵ جمادی الثانی  (۱۱۹۰هجري) ده.»  زه فکرکوم چې دغه انګریزي لیکنه (سمه اویاناسمه) هم د نقد وړده ځکه چې دایادشوی کال له (۱۱۱۹ هجری ) کال سره سرنه لګوي اوکه چیرې دنسخې کاغذ ته سړی ګوري کیدای شي، په همدغه کال لکه چې انګریز ( لیکوال یا کوم مامور) لیکلی دانسخه کاپی شوې وي. (خدای پرعالم  دی! )

ښاغلي ډآکترخټک ښایسته خواري کړې او دستارنامه یې له سره ترپایه له خپل څیړنیز ذره بین څخه تیره کړې، اوهغه څه چې په کې د څیړنې او ګرویږنې وړول هغه یې تشریح کړي اومکمل تشریحي معلومات یې زموږ په واک کې راکړي دی. خوله دې ټولو ښیګړوسره سره داترې څرګنده ده چې ده هم د خدابخش کتابخانې نسخه نه ده لیدلې. ښاغلي داکترخټک چې بل ښه کارکړی هغه دادی چې دټولوهغوچاپي نسخوچې ده لیدلې اولوستې یې دي د سراوپای عکسونه هم له خپلې چاپي دستارنامې سره راوړي اومل کړي دي چې دغه کاریې د دستارنامې اړه دڅه لیکنې له پاره ډیرمهم مرستندوی دي.

 په قلمي نسخو کې یې د میاطارق شاه کاکاخیل اود پښتواکاډیمۍ پیښورپوهنتون قلمي  یادې کړې اودهغودسراوپای عکسونه یې هم مل ورسره راوړي دي.چې یوه یې هم دلیک له مخې د خدابخش له نسخې سره ورته والی نه لري. کیدای شي ترې مخکې وي اویا وروسته، ماته د پښتواکاډیمۍ پیښورپوهنتون نسخه په لومړی سرکې له دې امله چې په نستعلیق خط باندې لیکل شوې وه جالبه او د پاملرنې وړنسخه ښکاره شوه خو وروسته  وروسته مې چې وکتله راته څرګنده شوه چې هغه که په نستعلیق خط هم لیکل شوې بیاهم د خدابخش له نسخې سره په ډیروبرخوکې توپیرلري،خونستعلیق لیک یې ترخدابخش اونورو ټولونسخوفکرکوم ښکلی دی.

 له بلې خواکومه نسخه (نسخې) چې ډآکترعبدالحکیم شاه خټک صاحب دځان له پاره معیارنیولې، اوپه هغې با هغوکې یې یولړ نیمګړتیا وې په نښه کړې هغه زیاتره په خدابخش نسخه کې په هم هغه بڼه لکه چې ده تصحیح کړې سمی راغلې دي، چې یومثال یې په پیل کې دسم او ناسم په جدول (پنځم مخ ) کې  داسې راغلی دی : نا سم (دهجرت په دریم کال دبدرجنګ وه)  سم (دهجرت په دویم کال د بدرجنګ وه) داډول تیروتنې چی ګران ډآکتررا پورته کړې دی هغه ټولې په خدابخش نسخه کې په سمه بڼه لیکل شوې دي لکه : ( دهجرت په دویم کال دبدرجنګ و – خدابخش نسخه ) .

همداسې مې د مشواڼي صاحب او نورې چاپ شوې دستارنامې یوه یوه لږ او ډیرې ترنظرتیرې کړې خوټولود خدابخش له قلمي نسخی سره په ډیرو برخوکې څرګند توپیردرلود، مشواڼي صاحب خود قلمي نسخی پرځای د عبدالشکور چاپی نسخه معیار کړې او خپله هڅه یې دهغې نسخې په پام کې نیولوسره پرمخ بیولې ده. زه نه پوهیږم چې ښاغلی عبدالشکوراویاهم مشواڼي صاحب څنګه اوولې ددستارنامې اصلی بڼه په خپل چاپ کی په پام کې نه ده نیولې؟  آیا عبدالشکورصاحب هم (ش) په (ښ) ا و (ژ) په (ږ) اړولې ده؟ اوکه یې اړولې نوزه چې دادبیاتوزده کونکی اوڅیړونکی یم ولی له اصلي متن څخه په لوی لاس لرې پاتې کړل شم؟ له موږڅخه خونه (ش) ورک دی اونه هم (ژ) اونورآیا موږکولای شوڅلورسوه کلن سم متن په اوسني ژبه (چې ګواکي سموویې ) ولیکواوخلکوته یې په اوسنی ډول اوطرزسره وړاندې کړو؟ که یې کولاشونوبیا به دهغه اثرکلاسیک توب ته زیان نه وي رسیدلې ؟

 دغو ستونزو زه دغه ټکي ته ځیرکړم چې په دغه اړه باید یوبل خټکوال متن چې له خدابخش سره نږدیوالی اوورته والی ولري وګورم نومې لاس ته ترهرڅه دمخه دخوشحال خان د دیوان نسخه هغه چې ویل کیږي خوشحال خان په خپله لیکلی دی مخې ته کیښوده اود لیکنې ډول مې په سرسري توګه سره پرتله اومقایسه کړخوراته معلومه شوه چې دخدابخش دنسخې املا له هغې نسخې سره یوشان وه اوهم هغه لیک دود چې هلته کاریدلي دی، دلته هم کټ مټ ښکاري، په نسخه کې سرترپایه نه (ښ) ښکاري اونه (ږ یا ګ) پرځای یې (ش) او( ژ)  او (ک) کاریدلي دي خوپه چاپي نسخوکې نه دکوزو لیکوالوپه چاپونوکې دغه اصلي توري ښکاري او نه هم د برنیو، دوی ټولوپه یوه اتفاق دا په خپله رایه سمه بللې چې (ش)  (ژ) او (ک ) اونورحذف کړي اوخپل معیار؟ پرته له دې چې دخټکود لیک دود چې دکلاسیکې دورې زیات شمیرآثارپرهمدغه لیک دود لیکل شوي اصالت چې په پښتو لویدیز وینګ (لهجه) کې اوس هم ژوندی دود دی په پام کې ونیسي، په ټولوچاپي نسخوکې د(کشې ) پرځای (کښې) او د (کیژي ) پرځای (کیږي) لیکل شوی دی چې زه فکرکوم اړتیایې نه وه.

دویم ټکی چې زه یې دخدابخش د نسخې اوږدواولنډوته متوجه کړم، هغه ددغې نسخې وروستۍ پاڼه ده، لکه چې په لاندې عکس کې یې موږټول لوستای شو، دلته اصل متن په توررنګ لیکل شوی،خوکومه متحده الماله لیکنه چې په ټولوچاپونوکې یوشان راغلې، کاتب هماغه لیکنه پراصل متن پسې په بل رنګ ورزیاته کړې ده، دغه چلند ماته دغه پوښتنه را وټوکوله چې کیدای شي لیکوال اصل متن له داسې نسخې څخه نقل کړی چې هلته نه دافضل خان دتشویق خبره لیکل شوې اونه هم هغه نسخه عبدالحلیم لیکلې ده، کیدای شي کوم بل کاتب اویاهم فرمایش ورکونکي چې دغه نسخه بشپړه کړې بیایی دغه یادونه ورزیاته کړې اوورنښلولې وي، دا یو نظر دی حتمی نه دی چې سم به وي اویا ناسم .

دغه لیکنه پرنوروځانګړنو دا ټکي هم په ګوته کوي، تراوسه چې د دستارنامې کومی نسخې له موږسره شته، داټولې له یوې نسخې څخه چې کیدای شي دخدابخش نسخه وي اویا کومه بله کاپی شوې دي، ځکه چې په ټولوکې دخطاط نوم عبدالحلیم راغلی دی، خودابه اوس ګرانه وي چې پوه شودعبدالحلیم په خط لیکلې دستارنامه کومه یوه ده؟ له موږه دګوړۍ (کلاوې) سر ورک شوی، خبره دڅونسخوکوو، خو زه پردغه اندیم چې دغه شته نسخی چې تراوسه زموږپه واک کې دي سمې نه تدقیق شوې اونه سمې پرتله شوې دي.ټولې ناقصې دي باید چې پردغوتوټولویوه نوې علمي کتنه وشي اویودقیق دخټکوپه لیک دود لیکل شوی متن په خپله اصلي بڼه له یوې دقیقې انتقادي پرتلې اوڅیړنی سره چې دخوشحال اوخوشحال پوهنې له شان سره برابروي رامنځ ته کړو.

داهم د خدابخش د نسخې وروستۍ پاڼه .

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.