د جرمني هیواد Schmalkalden ښار کې د مارتین لوټر کینګ جایزې ګډونوالو ته د ظريفه غفاري د وینا پښتو متن:
اغلو او ښاغلو سلامونه، ورځ مو پخیر،
خوشحاله یم چې دلته یم او د میلیونونو نورو ژمنو او زړورو افغان ښځو په نمایندګۍ له تاسو سره خبرې کوم.
باید ووایم، د دې جایزې حقدارې هغه افغانې ښځې دي، چې له کار او تعلیم څخه محرومې دي، چې د ط/نو په ظالم او غیر عادلانه نظام کې د خپلو حقونو لپاره جګړه کوي او کوم چې د یو افراط ي نظام تر چتر لاندې د غلام په توګه ژوند تېروي.
دا جایزه زه ټولو هغو میرمنو ته ډالۍ کوم چې د افغانستان په سړکونو کې د جاب ر نظام تر سیورۍ لاندې هم د حقونو لپاره مبارزه کوي ترڅو د نړۍ د میرمنو د حق او مبارزې غږ تت نشي، او هغو افغانو میندو ته یې ډالۍ کوم چې په لرې پرتو سیمو کې اوسیږي او خپل بچیان د هیواد او نړۍ خدمت ته روزي.
قدرمنو؛ تاسو به د افغانستان په تاریخ کې لوستي وي، چې ابوریحان البیروني او سید جماالدین افغان د اروپا له صنعتي انقلاب څخه وړاندې، د ریاضي، جغرافیه او فلسفې په برخو کې تحقیقي ریکارډونه جوړ کړي دي.
دا په دې مانا چې افغانان له تروریزم سره نه، بلکه له علم، سولې او پرمختګ سره مینه لري.
له بده مرغه، افغانستان په ۸۰مه لسیزه کې د نړیوالو سیاسي مشرانو د غلطو سیاستونو قرباني شو، چې تر ننه یې درد نه یوازې افغانانو ته، بلکه د ټولې نړۍ خلکو ته رسیږي.
لسیزې وړاندې افغانستان د ټولې نړۍ لپاره د ګرځندوی، پوهنې، کلتور او موسیقۍ بندر وو. حداقل دوه کاله وړاندې؛ نجونې او هلکان یې په زده کړو او کار بوخت وو. له بده مرغه، چې د ۲۰۲۱ د اکوست په ۱۵ موږ یو ځل بیا د دیموکراسۍ د دعوه دارو نړیوالو سیاسیونو له خوا په دوحه کې د یوه نامعلوم قراردا په وسیله وپلورل شوو.
د دې ننګینې معاملې په ترڅ کې زموږ جمهوري نظام په افراط ي نظام بدل شو، له موږ ښځو څخه د کار، زده کړو او بیان د آزادۍ حق واخیستل شو او موږ ټولې په کورونو کې زنداني شو.
مګر نړۍ لا هم زموږ غږ نه اوري، د نړیوالې ټولنې مشران لا هم د افغانستان، اوکراین او ایران د خلکو تر منځ توپیري چلند کوي او نړۍ لا هم د جنګ ځپلي افغان ملت د نجات لپاره ښکاره برنامه نلري.
دا واقعا زموږ لپاره ځورونکې ده چې زموږ مبارزه په غربي ټوپک ګواښل کېږي او موږ به هېڅکله د دې ناوړه بدلون عاملین ونه بښو.
ځای لري، چې د نړۍ له خلکو، مدني ټولنو او غیر سیاسي ټولنېزو سازمانونو څخه مننه وکړو چې افغان محکومې ښځې یې په یاد دي او له افغان ښځو څخه خپل ملاتړ کوي. اما دا کفایت نه کوي، ځکه چې ترورې زم د نړۍ د خلکو مشترک دوښمن دی او تروری ز م قطعا سرحد نه پېژني. که موږ او تاسو همدا نن په افغانستان کې د ترورې ز م د پیاوړتیا مخه ونه نیسو، په اوږد مهال کې به ستاسو مېرمنې او بچیان هم له زده کړو او سولیز ژوند څخه بې برخه شي.
پکار ده چې غربي رایه ورکونکي خلک په خپلو مشرانو فشار راوړي او له هغوی وغواړي تر څو په افغانستان کې د دیموکراتیک او ټول شموله حکومت په رامنځته کولو کې جدي همکاري وکړي.
او که یوازې مو پرېږدئ هم ډاډه اوسۍ چې موږ ستاسو له مرستو پرته هم بریا ترلاسه کولای شو، ځکه چې موږ افغان مېرمنې هم خپل نن او سبا ته هیلې لرو، هغه هیلې دا دي چې په لویه قربانۍ سره به تروری ز م ته شکست ورکوو، چې یوه ورځ به خپل ټولنیز مشروع حقونه تر لاسه کوو، چې یوه ورځ به د تل لپاره د نجونو د ښونځیو دروازې پرانیزو، چې یوه ورځ به په اقتصادي لحاظ د افراطي او غیر افراطي نارینه له وابستګی څخه نجات مومو.
موږ هیله لرو چې یوه ورځ به په سیاسي او ټولنیز مشارکت کې تر مساوي زیاته ونډه ولرو. موږ هیله لرو چې یوه ورځ بشپړه آزادي ترلاسه کړو او موږ هیله لرو چې یوه ورځ به ستاسو په شان د خپلو وزرو په زور د کائناتو په لور الوتنه وکړو او د نړۍ پرمختګ کې به خپله ونډه ادأ کوو.
په نهایت کې، نن زه دلته ولاړ یم چې له نړۍ څخه غواړم چې افغانستان ته د جګړې پر عوض سوله خپل آجنډا وګرځوي، د افغانانو لپاره د ټولنیز، سیاسي او اقتصادي عدالت ته کار وکړي.
که چیرې بیا نړۍ دې کار کولو ته چمتو نده، موږ یوه اجنډا لرو چې موږ به یې په کلکه تعقیب کړو او زموږ اجنډا دا ده چې د افغان میرمنو، افغان ماشومانو او افغانستان لپاره د یو هیواد په توګه د عدالت لپاره مبارزه کوو، زموږ اجنډا دا ده چې چې موږ نه ماتېږو او ډاډ درکوو چې دا جګړه به موږ ګټو او د نړۍ په تاریخ کې به د ډیموکراسۍ، اجتماعي عدالت او برابرۍ د بریالۍ مبارزې نوی ریکارډ جوړ کړو.
Comments are closed.