ایران په پاکستان کې توغنديز او بې پيلوټه بريدونه ترسره کړي 

270
 راپور: محمد مبين هڅاند – دعوت میډیا
ایران ادعا کړې چې د پاکستان په خاوره کې یې د جیش العدل ډلې دوه مرکزونه په توغندیزو بریدونو او بې پیلوټه الوتکو په نښه کړي دي.
د ایران تسنیم خبري اژانس د سه شنبې په ماښام (د جنورۍ ۱۶) د دغو بریدونو په اړه خبر ورکړی دی.
د راپور په‌اساس نښه شوې سیمه د پاکستان په بلوچستان ایالت کې زرغون غر دی هغه ځای چې د ایراني چارواکو د ادعا له مخې د جیش العدل ډلې یو لوی مرکز پکې پروت دی.
ایراني چارواکو ادعا کړې چې په توغندیزو او ډرون الوتکو بریدونو سره یې د جېش العدل ډلې دوه مرکزونه په نښه او له منځه وړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ایران دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې په دغه برید کې دوه ماشومان وژل شوي او درې نجونې ټپیانې دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا کار د دغه هېواد له فضایي حریم او حاکمیت څخه سرغړونه بللې ده.
دا برید وروسته له هغه شوی چې جیش العدل ډلې د ایران د سیستان و بلوچستان په راسک کې په ایراني پولیسو د یوه برید مسوولیت په غاړه واخیست.
په هغه برید کې یو ایرانی پولیس وژل شوی وو.
تر دې مخکې هم جېش العدل ډلې تېر ډسمبر د ایران په راسک کې د پولیسو یو مرکز تر برید لاندې نیولی وو او لږ تر لږه یوولس ایراني ځواکونه یې وژلي وو.
د ایران سپاه پاسداران له خوا د عراق د کردستان په ایربیل کې بریدونو تُند عکس العملونه یې پارولي.
ایراني رسنیو د سه شنبې په سهار راپور ورکړ چې د ایران سپاه پاسداران ځواکونو هغه څه چې دوی د عراق په کردستان کې د اسراییلي جاسوسانو هدفونه بللي په توغندیو وویشتل.
د دغو بریدونو په غبرګون کې بغداد له ایرانه خپل سفیر ور وغوښت او د ایران سفیر یې هم احضار کړ.
امریکا متحده ایالتونو او ناټو سازمان د عراق په خاوره کې د ایران راکټي بریدونه په کلکه غندلي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.