په افغانستان کې د سياسي ټيکاو د نشتون لاملونه

لیکوال: جلال شینواری

688

په افغانستان کې د سياسي ټيکاو د نشتون لاملونه

Factors of political instability in Afghanistan

 

نېټه: ۲۴ اپریل2023

سریزه

 سياسي ټيکاو(political instability) په سياسي  علومو، نړيوالو اړيکو او نړيوال امنيت کې يو له مهمو مباحثو څخه دی چې د حکومتونو يوه له مهمو او اړينو چارو څخه ګڼل کیږي. د چارو د پوهانو له انده د هېوادونو پرمختګ، د ملتونو او ټولنو هوساينه له سياسي ټيکاو پرته شونی نه برېښي. افغانستان له ډېر وخت راهيسې د سياسي ټيکاو د نشتون له کړکېچ سره لاس او ګریوان دی، خو تر دې دمه د اکاډميکو او څېړنيزو مرکزونو او څېړونکو له لوري ياده ښکارنده(Phenomena) په هغه ډول چې اړتيا ده، نه ده څېړل شوې او نه هم په هېواد کې په دې هلکه کوم سیاسي بهیر یا د اند خاوندانو چې په هېواد کې روانو حالتو ته په اهمیت قایله دي  په دې هلکه  اغېزمن بحث او دیالوګ رامنځته کړی دی. د « په افغانستان کې د سیاسي ټيکاو د نشتون لاملونه» سکالو څېړنه به له يوه لوري تر يوه بريده هغه لاملونه(د مشروعيت نشتوالی، د واک د لېږد د سالم ميکانيزم نشتون، د ملت او حکومتونو تر منځ واټن، د خلکو د سياسي ګډون نشتوالی، اقتصادي کمزوري، کودتا ګانې او…) چې افغانستان يې د سياسي ټيکاو د نه ټينګښت سره مخ کړی روښانه کړي او له بل پلوه به د يادې اوېجې د نورو څېړونکو او متخصصينو پام يادې سکالو ته لا ډېر را واړوي. دغه مقاله له معتبرو کتابتوني او انټرنيټي سرچينو څخه په ګټنې، په توصيفي ميتود ليکل شوې ده.

 

څرګند ويې: حکومت، ټيکاو، سیاسي نظام، کودتا، اقتصادي کمزوري

 سياسي ټيکاو

د سياسي ټيکاو اړوند تر نورو خبرو د مخه بايد د ټيکاو يا ثبات (stability) د مفهوم کارونه په سیاسي پوهنو کې درک او د هغه په اطلاق باندې ځان خبر کړو. د معين ويي پانګې له مخ:« د ټيکاو کليمه د پر ځای پاتې کېدلو، دوام کولو، استقرار… مانا لري او(د سیاسي پوهنو) په اصطلاح کې په مکرر او پرلپسې ډول د هغو پېښو، کړنو او خوځښتونو نه پېښېدل چې د يوه نظام نظم له منځه وړي ټيکاو بلل کېږي.»  د سياسي ټيکاو اړوند د ټولنيزو علومو د اویجې د نورو مفاهیمو په څېر ګڼ شمېر تعبيرونه بیان شوي دي او بېلابېل نظامونه ورڅخه بېلابېل  اخستونه  (perceptions) لري، په داسې ډول چې په ځينو نظامونو کې د واکمنو په کړنو نيوکه کول، لاريونونه کول، د سياسي سياليو شتون … د دغو نظامونو د ټيکاو لامل ګرځي په داسې حال کې چې ځينو نورو هغو کې بيا يادې کړنې د ټيکاو د نشتون لامل ګرځي. امریکایي اقتصادپوهه، سیاسي اندیال او د ملي امنیت پخوانی مشاور  والت روستو(Walt Whitman Rostow) چې د مطالعاتو او  څېړنو اصلی برخه یې د درېیمې نړی اقتصاد او سویل – سهیلی اسیا کې سیاسي وضعیت دی؛ سیاسي ټيکاو داسې تعريفوي: د واکمنو شخصي مشروعي+ د بنسټونو مشروعيت = سیاسي ټيکاو.

که په يوه ټولنه حاکم نظام د خلکو اړتياوو او غوښتنو ته د قناعت وړ ځواب وويلی شي، د خلکو ارزښتونو او باورونو سره په ټکر کې نه وي او د خلکو له لوري تأیید شي نو دغه وړ نظامونه به له ټيکاو څخه برخمن وي(golizadeh, 2002: 2).  سیاسي ټيکاو د هېڅ بدلون د نشتون او د يوې الګو(pattern) د ساتلو په مانا نه دی بلکې که بدلون او تغير هم راځي په سوله ايز ډول او د عامه نظم د نه مختل کېدو په شرايطو به مشروط وي‌(alisina, 1996: 201).

 سياسي ټيکاو د نشتون سرچينې

د سياسي ټيکاو نشتون ګڼ شمېر سرچينې او بنسټونه لرلی شي چې په ټوليز ډول د يوه نظام د ټيکاو د له منځه تلو لامل ګرځي. دغه لاملونه کېدای شي سیاسي، اقتصادي، ټولنيز او يا هم فرهنګي وي. چې دا هره برخه يې هم په ځان کې ګڼ شمېر لاملونه رانغاړي له مهمو يې په دې ډول يادونه کوو:

سیاسي: اوښتونونه، کودتاګانې، کورنۍ جګړې، د نظام د مشروعیت نشتون يا کموالی، د رژیم له لوري د خلکو ټکول او ځپل، استبداد، د قومي او نژادي شورشونو پېښېدل، بېلتونپالنه، کمزوری حاکميت او داسې نور.

ټولنيز_ کلتوري: ټولنيزه نابرابري، اداري فساد، په لوړه کچه د قومي، نژادي او مذهبي افراطي کړنو ترسراوی او داسې نور.

اقتصادي: د بې کارۍ د کچې لوړېدل، مالي فساد، د فقر او محروميت ډېروالی، اقتصادي تبعیض، د کار ګري اتحاديو اعتصاب، د نورو هېوادونو له لوري تنبيهي اقدامات لکه بنديزونه او داسې نور.

افغانستان کې د سیاسي ټيکاو د نه ټينګښت لاملونه      

د سياسي ټيکاو شتون د هېوادونو پرمختګ لپاره لومړنۍ اړتيا بلل کېږي. د سياسي ټيکاو په نشتون کې د هر ډول سياسي، اقتصادي، ټولنيز او کلتوري پرمختګ يون په ماتې محکومېږي. د ملي حاکميت پياوړتيا، د ملت جوړونې د لړی بشپړتيا، د بهرنيو پراخو پانګونو جذب، د سترو اقتصادي پروژو پلي کول، رغنيزې چارې په مخ وړل، د هوسا او متمدنې ټولنې رامنځته کول، د هېواد په راتلونکي د خلکو باوري کول ټول هغه موارد دي چې د سياسي ټيکاو په نشتون کې ورته رسېدل ناشوني ښکاري. افغانستان د سياسي ټيکاو د نشتون له امله د پېړیو راهيسي کړېږي. ډاکټر مجيب الرحمن رحيمي ليکي چې:« افغانستان په خپل ۱۳۸ کلن تاريخ کې د مطلقه شاهي ۲۸۸۰_۱۹۱۹، مشروطه شاهي او د لومړني اساسي قانون تجربه ۱۹۱۹_۱۹۲۸، مطلقه شاهي_ د دموکراسۍ لسیزه او پارلماني نظام ۱۹۳۰_۱۹۷۳، د خلق دموکراتيک جمهوري نظام- رياستي ته ورته ۱۹۷۸_۱۹۹۲، د افغانستان اسلامي دولت_ ریاستي ته ورته ۱۹۹۲_۲۰۰۱، جمهوري نظام او بیا امارت؛ سیاسي نظامونه تجربه کړي دي، دغو نظامونو د افغانستان په مختلفو سياسي وختونو کې ځينې زيانونه او فرصتونه رامنځته کړي دي چې له ټيکاو او د ټيکاو له نشتون سره يې مهم تړاو لرلی دی(رحيمي، ۲۰۰۷: ۳۰).» زموږ سیاستوال د تاريخ په اوږدو کې يو بل ته د خپلو تجربو او ښې دولتدارۍ په لېږدونه کې ناکام شوي دي. د احمدشاه بابا له واکمنۍ را پيل بيا تر وروستي جمهوري نظام پورې، نیږدې هر حکومت د دېرشو کلونو په منځ کې له منځه تللی دی او هر څه د پيل له ټکي بیا پيل شوي دي، د سياسي چارو ګڼ شمېر پوهان د افغانستان بنسټيزه ستونزه د سياسي ټيکاو نشتون بلي، د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په ۲۰۲۰ ز کال کې د سولې د ورځې په مناسبت خپلو خبرو کې د سياسي ټيکاو نشتون د افغانستان اصلي«ورکه» بللې او ويلي يې دي چې افغانستان يوازې د ثور له کودتا وروسته د بن تر کنفرانسه پورې ۲۴۰ ميليارده ډالر له لاسه ورکړي دي. دا چې د ټيکاو نشتون د افغانستان مهمه او بنسټيزه ستونزه ده، نو د دغې ستونزې د هواري او حل لپاره اړينه ده هغه عوامل څرګند شي چې افغانستان يې له نوموړې کشالې سره لاس او ګریوان کړی دی. هغه عوامل چې افغانستان يې له پېړيو راهيسې د ټيکاو د نشتوالي کندې ته ورټېل وهلی کورني او بهرني اړخونه لري.

– د سياسي ټيکاو د ټينګښت لپاره تر هر څه د مخه د نظامونو سياسي مشروعيت(political legitimacy) ته اړتيا ده، نوموتې جرمني ټولنپوه ماکس وبر(Max Weber) وایي:« يواځې يو مشروع دولت د خپل حکومت لپاره د باور وړ بنسټ لرونکی دی.» سياسي مشروعيت او د نظام سياسي ټيکاو هغه پروسې دي چې په پايله کې يې خلک حکومت خپل بولي، ملاتړ ورڅخه کوي او حکومت ځان د خلکو خدمت ته مسؤل بولي.

– د حکومت او ملت، په ځانګړي ډول د حکومت او هغو خلکو تر منځ واټن، چې د افغانستان ټولنې ته په کتو يې له ولسي سياسي نفوذ څخه سترګې نشي پټېدای، په افغانستان کې د سیاسي ټيکاو د نه ټينګښت يو بل لامل ګڼل کېږي. قومي مشران چې د تاريخ په اوږدو کې يې پراخ ولسي نفوذ لرلی او د خلکو په سياسي چارو او پرېکړو اغېز لري له شک پرته د سياسي نظامونو او حکومتونو لپاره يې ملاتړ يا بغاوت برخليک ټاکونکی دی. د افغانستان اسلامي ټولنې ته په کتو ديني عالمان او روحانيون هم له ديني او مذهبي ادرسه د خلکو تر منځ يو اغېزمن پوړ دی. دغه راز لوستی پوړ د نولسمې پېړۍ په پای او د شلمې پېړۍ له پیله د افغانستان په سياسي ډګر کې راڅرګندېږي او د سياسي نظامونو د رامنځته کولو په برخه کې د شاهي کورنۍ له علماوو او روحانيونو سره په نظرني لحاظ اختلاف لري، چې په سالم ډول د دغو اختلافاتو نه حل د سياسي بې ثباتيو لامل ګرځي. اوږد مهاله سياسي ټيکاو په ټولو سیمو، مرکزي دولت او ولايتونو کې د ځواک د انډول(balance power)  د رامنځته کولو لپاره د سمونونو په سر همغږۍ پورې تړلی دی (thier and Worden, 2017: 1).

– په افغانستان کې د سیاسي ټيکاو د نشتون بل لامل د خلکو د سياسي ګډون(political participation)  نشتوالی دی. د خلکو پراخ سياسي ګډون يو له هغو فکتورونو بلل کيږي چې له هغه سره د سياسي نظامونو بنسټونه ټينګښت پيدا کوي، په سياسي نظام او سياسي راتلونکي د خلکو باور ډېروي، د نظامونو د اړتيا درک خلکو کې پياوړی کوي چې دا هر څه په پای کې په سياسي ټيکاو منتج کېږي، خلک له خپل سياسي نظام ملاتړ کوي او په دې ډول نظام سياسي مشروعيت ته هم رسېدای شي.

– د سياسي چارو کارپوه محمد اکرام اندېشمند د سياسي ټيکاو د نه ټينګښت يو لوی لامل اقتصادي کمزوري ګڼي او وايي چې دغه کمزوري د دې لامل شوې چې افغانستان خپل د اړتيا وړ لګښتونه پوره نشي کړای او له امله يې په بهرنيو مرستو متکي شي‌. او دغه اقتصادي تکيه تر دې کچې ده چې د سياسي نظامونو او اقتدار د بدلېدو لامل ګرځي. نوموړی زياتوي چې دغه بدلون په وروستۍ نيمه پېړۍ کې په دوه بڼو څرګند شوی دی:

لومړی د کودتا له لارې؛ بهرنيو نظامي مرستو پورې د افغانستان مطلقې تړلتيا، د مرسته کوونکو هېوادونو تر نفوذ لاندې کودتاچيانو ته د کودتا زمينه مساعده کړه، د سردار محمد داود خان او خلق دموکراتيک ګوند کودتاوې چې د شوروي پلوو له لوري رامنځته شوې په نظامي او امنيتي برخو کې په بهرنيو مرستو پورې د افغانستان تړلتيا څرګندوي. دويم په بشپړ ډول د سياسي نظام له منځه تلل؛ په بهرنيو مرستو پورې د امنيتي او نظامي برخو تړلتيا د دې لامل ګرځي چې د دغو مرستو په قطع کولو سره نوموړی نظام هم له منځه لاړ شي، د ډاکټر نجيب الله په مشرۍ د خلق دموکراتيک ګوند حکومت د شوروي اتحاد د مرستو په قطع کېدو سره ړنګ شو

– د سرطان کودتا، د افغانستان د اوږدې بې ثباتۍ پیلامه) کتاب ليکوال پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ) د سردار محمد داوود خان له لوري د مشروطه شاهي نظام ړنګېدل په افغانستان کې په اوږدمهالې ډول د سياسي ټيکاو د نشتون پيل ګڼي او ليکي: له بده مرغه د دغه نظام (شاهي نظام) په نسکورېدلو سره د هېواد وضعه دغومره ګډوډه شوه چې امنيت تر اوسه ( ۲۰۰۹ل) پورې هم ټينګ شوی نه دی او افغانستان په پرلپسې ډول د فرد، ډلې او ملت په توګه په ډول ډول مصيبتونو اخته شوی دی. په افغانستان کې له هغه وخت څخه تر اوسه پورې ډول ډول نظامونه په پښو ودرول شول او له پښو نه وغورځول شول، تر دې چې په هېڅ يوه نظام کې هغه ثبات خوندي نشو کوم چې په قانوني پاچايۍ کې خوندي شوی وو، د دغې اوږدې بې ثباتۍ سرچينه د سردار محمد داوود خان په سروالي د سرطان کودتا وه(کاکړ، ۱۳۸۸: ۴۳،۵۷).

سرچينې

۱. بېلابېل ليکوالان (۱۳۹۲ز). د تحول او تداوم منشور، کابل

۲. ثبات سیاسی گمشده اصلی افغانستان است، ۲۰۲۰ ، https:///www.defapress.ir

۳. رحيمي، مجيب الرحمن (۲۰۰۷ز) نقد بر ساختار نظام در افغانستان، کابل، انتشارات عازم

۴. زرقانی، هادی(۱۳۹۳ل). بررسی و شناسایی متغیر های موثر بر بی ثباتی نظام سیاسی، فصلنامه ژيوپولیتيک

۵. کاکړ، محمد حسن(۱۳۸۸ل). د سرطان کودتا؛ د افغانستان د اوږدې بې ثباتۍ پیلامه، کابل، دانش خپرندويه ټولنه

۶. محمد اکرام اندېشمند، رابطۀ ثبات سیاسی و فساد در افغانستان، ۲۰۱۴، https:///www.kabulpress.com

۷. محمود، سید احمد نجيب او نور(۱۳۸۶ل). عوامل بی ثباتی سياسی در افغانستان، کابل، دهکده چاپ

https:///report/afghanistan/afghanistans-legitimacy-crisis , 2009

.۹ https:///www.usip.org, political stability in Afghanistan: A 2020 vision and roadmap, allex thier and Scott Worden, 2017

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.