مذهبي بنسټپالنه د لویدیځ د امپریالیزم د سیاستونو مستقیمه پایله ده

ليکنه: مقتصد ستړی 

1,264

نننۍ کارپورېټې او بورژوا رسنۍ افغانستان د نړۍ په کچه د مذهبي بنسټپالنې، جهاد، طالبانو، جنګسالارانو او نشه يي توکو د مرکز په توګه انځوروي. که څه هم دغه وحشت نن هم د افغانستان مظلوم ولس په ټپه درولی، خو په حقيقت کې دا هر څه داسې نه وو.

په ۱۹۷۸ کال کې کله چې د ثور پرتمين انقلاب رامنځته شو، نړۍ او سيمه یې په ویره کې واچوله، دغه انقلاب نه يوازې د افغانستان بې وزله ولس د پرمختګ او سوکالۍ په لاره روان کړ او له غلامۍ يې ازاد کړ، بلکې دغه انقلاب په ټوله سيمه کې د راپيدا شويو بغاوتونو لپاره یو مشعل وګرځید.

افغانستان د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د دې سیمې په سیاسي تاریخ کې تل له بنسټیز اهمیت څخه برخمن دی.

په شلمه پېړۍ کې دغه هېواد د برتانوي امپراتورۍ او د روسېې ترمنځ buffer zone و. انګریزي امپراطوري هڅه وکړه چې افغانستان اشغال کړي خو په یوه برخه کې ناکام شول او بله برخه کې انګریزي امپریالیزم د ډیورنډ د فرضي کرښې په واسطه د یوې ژبې او کلتور واحد ملت په دوو برخو باندې تقسیم کړ او د افغانستان لویه برخه یې د برتانوي هند په لیکو کې شامله کړه.

د شلمې پېړۍ په دویمه لسیزه کې د امپریالیزم ضد او د ازادۍ غوښتونکي مشر شاه غازي امان الله خان د افغاني ټولنې د عصري او مترقي کولو لپاره ډېرې جدي هڅې وکړې خو د انګریزي امپریالیزم د پرله پسې یرغل او د ځینو مشخصو تاریخي او هدفي عواملو له امله دوی ونه توانیدل چې دغه اصلاحات په بریالیتوب سره ترسره کړي.

په افریقا، اسیا او لاتینې امریکا کې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د امپراطورۍ د غلامۍ زنځیرونو د ماتولو لپاره د خلکو لویې ډلې د بغاوت میدان ته راووتلې. د بشر په تاریخ کې دا د مظلومو خلکو د ازادۍ لپاره ستر پاڅونونه وو، په چين، کيوبا، ويتنام، مصر، افغانستان، يمن، چيلي او نورو پخوانيو مستعمرو هېوادونو کې امپرياليزم، فيوډاليزم او سرمايه دارۍ د انقلابي پاڅونونو له لارې نسکورې شوې او پرځای يې نوي اقتصادي جوړښتونه رامنځته شول.

که څه هم په افغانستان کې انقلاب د پوځي کودتا له لارې رامنځته شو، خو د ځينو نورو هېوادونو برعکس د دې پوځي کودتا تر شا يو سياسي ګوند و، چې د کارګرانو، بزګرانو او ځوانانو له منځه راپورته شوی وو.

د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند بنسټ په ۱۹۶۵ کال کې د جنورۍ په لومړۍ نېټه د نورمحمد تره کي په کور کې کیښودل شو.

مګر دوه کاله وروسته د لومړي کانګرس څخه، ګوند په دوو ډلو وویشل شو، د دې وېش په پایله کې د “خلق” او “پرچم” په نوم دوه لویې ډلې راڅرګندې شوې، چې نومونه یې له خپلو ایډیالوژیکو مجلو څخه اخیستل شوي دي، دواړه ډلې عموما د شوروي اتحاد ایډیالوژیکي کرښه تعقیبوي، مګر د پرچم ډلې ایډیالوژیکي تمایل د قوم پرستي په لور و او سیاسي او ټولنیز ملاتړ یې تر ډیره په ښاري منځني طبقه کې و او سیاسي کار یې تر ډیره په نظامي برخه کې کاوه، برعکس، د خلق ډلې ایډیالوژیکي دریځ طبقاتي و او د دوی ملاتړ د ښاري کارګرانو او کلیوالو غریبانو په منځ کې و.

دلته په ځينو حلقو کې دا خبره مشهوره ده چې خلق ګوند د خلکو ملاتړ نه درلود خو د ثور انقلاب جدي تاریخ پوهان له دې خبرې سره موافق نه دي، هغه وايي چې د خلق ګوند ملاتړ د ښارونو تر څنګ په کليوالو سيمو کې هم موجود و او د دې تر څنګ داسې شواهد هم شته چې خلق ګوند د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان په پښتون مېشتو سیمو کې هم مطالعاتي حلقې جوړې کړې وې.

په ۱۹۷۳ کې، سردار داود د پرچم ډلې ملاتړو افسرانو په مرسته واک ترلاسه کړ او د پاچاهۍ د پای ته رسېدو اعلان یې وکړ که څه هم سردار داود خپله له شاهي کورنۍ سره تړاو درلود او شاه یې له نږدې خپلوانو څخه و.

همدارنګه سردار داود له شوروي اتحاد سره هم نږدې اړیکې درلودې او په دې موده کې شوروي اتحاد د داود ملاتړ ته دوام ورکاوه، د داود د واکمنۍ په لومړیو کلونو کې کیڼ اړخو په خپلو سیاسي کارونو کې بشپړه ازادي درلوده‌ خو په ۱۹۷۷ کال کې د خلق ګوند دوه ډلې سره یو ځای شول او له بلې خوا په پوځ کې د خلق ګوند په چټکۍ سره مخ پر زیاتیدونکي نفوذ د داود لپاره ګواښ وګرځید.

 د ۱۹۷۸ کال د اپرېل په ۱۸مه په کابل کې یوه ډېره دردونکې پېښه وشوه، په همدې ورځ د سوداګرو اتحاديې مشر او د پرچم ګوند مرکزي مشر مير اکبر خيبر ووژل شو، د میر اکبر خیبر وحشیانه وژنې د ځوانانو او د ګوند د کارکونکو تر منځ سخته غوسه راوپاروله.

 د میر اکبر خیبر له وژلو وروسته د خلق ګوند او داود تر منځ مخالفت زور واخیسته او د میر اکبر خیبر له وژنې لس ورځې وروسته، د ۱۹۷۸ کال د اپریل په ۲۷ مه، د خلق ډلې په ملاتړ پوځي افسرانو پاڅون وکړ او واک یې په لاس کې واخیست.

د ثور انقلاب په پایله کې رامنځ ته شوی حکومت په روسیه کې د ۱۹۱۷ کال د بالشویک له انقلاب سره توپیر درلود. په روسیه کې، کارګرانو او بزګرانو د یو مشهور غورځنګ له لارې د بالشویک ګوند په مشرۍ واک ترلاسه کړ. په داسې حال کې چې په افغانستان کې د بلشویک انقلاب برعکس، د خلق ګوند پورې تړلو رادیکال پوځي افسرانو پاڅون وکړ او واک یې د خلق ګوند ته ور وسپاره، ځکه نو دې ته کودتاه نه شو ویلای او دا یو پرتمين انقلاب بلل شي.

هغه مهال چې خلق ګوند واک ترلاسه کړ، افغانستان له سختو ستونزو سره مخ و، د افغانستان ټولنیزې ستونزې ډېرې ژورې او پراخې وې، د انقلاب پر مهال افغانستان ډېر وروسته پاتې هېواد و.

دا چې شوروي اتحاد د خلق ډلې پر وړاندې د پرچم ډلې ملاتړ وکړ، په داسې حال کې چې د خلق ډلې د شوروي اتحاد د مداخلې مخالفت کاوه، روسې د فوځي مداخلت په ترڅ کې د پرچم ډله په خپلو ټانکونو کې د واک تر ګدۍ ورسوله، هغه و چې د خلق ګوند د مشرانو او کارکونکو پر ضد یې سختې کرکې پیل کړې، له دې امله په سیاست او دولت باندې د خلق ګوند نفوذ کمزوری شو.

د خلق ګوند له دې ټول ستونزمن حالت سره، سره د مبارزې په ترڅ کې بنسټيز اصلاحات رامنځته کړل، د هیواد د سیاسي نظام دروازې د زیار کښو خلکو اولادونو ته خلاصې شوې، په دولتي چارو او پریکړو کې د نورو قومونو او ولایاتو د خلکو پراخ ګډون ته زمینه برابره شوه، د هزاره وو، قزلباش، تاجک، ازبکو او نورو استازو په دولت کې ډيرې سترې او مهمي څوکۍ تر لاسه کړې، په نظام کې د نورو قومونو د پراخ ګډون او د افغانستان د نظام په واکمني کې ددوی د ونډو لړۍ د ثور انقلاب څخه پیل شوه او دا دی تر اوسه دوام لري.

 د ټیټو طبقو د استازو اولادونو لکه موچي، بزګر، پښ، دکاندار، او کاریګرو اولادونه چې لیک لوست یې کړی وو خو په تیرو نظامونو کې یې د واکداره ګډون صلاحیت نه درلود، هیلې او فرصتونه ورته پیدا شول، تر څو د نظام او محلي ادارو په چوکاټ کې د مهمو وظیفو د تر سره کولو هوډ وکړي.

په افغانستان کې د فيوډالي نظام د انستیتوت د ختمولو او په ټوله کې د ملک او خان تاثیر له مینځه وړلو بنسټیز شرایط برابر شول، د خان او ملک رول له مینځه لاړ چې چې په ډيرو مواردو کې دغو خانانو او ملکانو د خلکو په استازیتوب ډير امتیازات ځانونو ته تر لاسه کول.

د ثور انقلاب وروسته د دولت دروازه د ځمکو د دلالانو، غاصبینو او سود خورو په وړاندی وتړل شوې، د ځمکو د اصلاحاتو په ترڅ کې د څو زرو هکتاره ځمکو په ویشلو سره بزګران په عمل کې د نوي دولت په بالفعل مرستندویه قوه بدل شوي وو او په زړه پورې خبره داده چې د ځمکو په ویش کې د خلق ډیموکراتیک ګوند غړو یو جریب ځمکه هم ځانونو ته وا نه خیستل او دغه ټولې ځمکې یې بزګرانو ته وویشلې، په پایله کې د ځینو کلیو ملایانو او اخوندانو د بهر څخه د رارسیدلو نسخو پر بنسټ ویشل شوې ځمکې حرامې و بللې.

د اساسي قانون د برابرۍ ترڅنګ ، ښځو ته د زېږون ورځې رخصتۍ ورکول په ټوله سیمه کې یو بې ساری نوښت و.

په همدې اساس که چیرې په کوم هیواد کې د پانګوال نظام د پای ته رسیدو ګواښ وي، نو د پلازمینې مشران په هغه هیواد کې د پانګوالۍ د ژغورلو لپاره هر ډول تاکتیک کاروي، په افغانستان کې هم د فیوډالیزم او سرمایه دارۍ د ژغورلو لپاره نړیوال امپریالیزم او په ټوله نړۍ کې یې پلویانو د افغان انقلاب د ماتولو لپاره په پراخه پیمانه ضد انقلاب پیل کړ.

په عمده توګه د ثور انقلاب تر ټولو لویه ستونزه دا وه چې افغانستان له اقتصادي او ټولنیز پلوه ډېر وروسته پاتې هېواد و، چې له امله یې کارګر طبقه چې په افغانستان کې ډېره لږه وه، په انقلاب کې یې خپلواک سیاسي رول نه دی لوبولی.

د دغه انقلاب په وړاندې د امريکا د امپرياليزم د مداخلې په اړه يوه نظر دا ده چې امريکا د شوروي اتحاد له مداخلې وروسته په افغانستان کې مداخله پيل کړه، په داسې حال کې چې نړيوال امپرياليزم د شوروي اتحاد له پوځي مداخلې ډېر مخکې مداخله پيل کړې وه.

 د امریکا د مداخلې په وخت کې امریکا په دې فکر کې نه وه چې شوروي اتحاد به په افغانستان کې پوځي مداخله وکړي، د شوروي اتحاد له پوځي مداخلې څو میاشتې مخکې، سي آی اې د ۱۹۷۹ کال د مارچ په میاشت کې د امریکا ولسمشر جیمي کارټر ته یو پټ کیبل واستاوه چې د انقلاب پر ضد د انقلاب ضد عملیاتو د تنظیم سپارښتنه یې کوله.

امریکايي امپریالیزم د سعودي عربستان او پاکستان سره په ګډه د انقلاب ضد ستراتیژي جوړه کړه، ډالر او غربي لیبرالیزم د سعودي عربستان له وهابیزم او د پاکستان له وحشیانه دیکتاتور سره د ناپاک اتحاد له لارې یې د افغانستان د سپېڅلي انقلاب پر وړاندې خونړی ضد انقلاب پياوړی کړ.

 د جیمي کارټر ادارې ته سي آی اې پنځه ميليونه ډالر منظور کړل څو د انقلاب پر ضد رجعتي او مذهبي بنسټپالي ځواکونه تنظيم کړي، د وخت په تیریدو سره د نړۍ نورو سرمایه دارۍ هیوادونو هم د انقلاب په وړاندې د مذهبي بنسټپالنې په مسلح کولو کې مرسته وکړه، اوس مهال په غربي رسنیو کې مذهبي بنسټپالنه داسې وړاندې کیږي چې ګواکې امپریالیستان له بنسټپالنې سره هیڅ تړاو نه لري، په داسې حال کې چې مذهبي بنسټپالنه د لویدیځ د امپریالیزم د سیاستونو مستقیمه پایله ده.

د شوروي اتحاد له وتلو وروسته د شهيد ډاکټر نجیب الله حکومت ورو ورو د انقلاب ضد مبارزې او له ظالمو مجاهدینو سره د خبرو اترو په موخه د ثور انقلاب ډیری بنسټیز اصلاحات پای ته ورسول.

دا د شهيد ډاکټر نجیب تاریخي تېروتنه وه چې غوښتل یې له دښمن سره د تش په نامه روغې جوړې له لارې ولس ته سوله راولي.

د همدې کمزورۍ پر بنسټ په ۱۹۹۲ کال کې له واکه استعفا ته اړ شو، چې وروسته په ډېر وحشيانه کردار سره مجاهدینو کابل ونیو او افغانستان یې په کنډواله بدل کړ.

 په هر کیلومتر کې یو جلا حکومت رامنځته شو او په ټول افغانستان کې د وحشي جنګسالارانو ظلم او ستم دوام پيدا کړ.

 په دې وحشتناکه تباهي کې امپریالیزم او د پاکستان دولتي ادارو په ۱۹۹۶ کال کې د طالبانو په نوم یو بل رجعتي او ضد انقلابي ځواک تنظیم کړ او ټول افغانستان یې اشغال کړ.

کله چې د استبدادي دورې دا وسله وال ځواکونه کابل ته ننوتل، پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب الله او ورور یې د ملګرو ملتونو له دفتر څخه وایستل او په خورا وحشت سره یې شهیدان کړل او جسدونه یې د کابل په اریانا چوک کې نندارې ته وړاندې کړل.

نړیوال امپریالیزم او د هغه لاسپوڅي دولتونو د مذهبي بنسټپالو پراکسۍ له لارې ټوله سیمه په اور او سکروټو کې واچوله، د کلاشینکوف کلتور یې عام کړ، د ملیونونو بې ګناه خلکو وینې توی شوې او یو بشپړ نسل یې ټوټه، ټوټه کړ.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.