Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the a3-lazy-load domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121

Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the real-time-auto-find-and-replace domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121

Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the publisher domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121
د افغان ځوانانو چوپتيا خواشينوونکي ده – DawatMedia24

د افغان ځوانانو چوپتيا خواشينوونکي ده

ليکنه مقتصد ستړی 

352
افغانستان چې شاوخوا ۳۸ میلیونه نفوس لري، په داسې یوه څلورلارې کې ولاړ دی چې د ځوانانو هیلې یې د یو ځواکمن اقلیت له خوا د تحمیل شوي واقعیتونو سره په ټکر کې دي. د احصایې معلومات يو په زړه پورې حقیقت څرګندوي او هغه دا چې د افغانستان 63٪ نفوس د 25 کلونو څخه کم عمر لري چې د هيواد په راتلونکي کې کليدي رول لوبولی شي.
د افغانستان ځوانان نه يوازې دا چې ذهنونه يې له وړتیا او ځواک څخه ډک دي؛ د اکثریت په توګه د دوی غږ هم اوریدل کیږي، خو متاسفانه چې دغه ذهنونه د یوې کوچنۍ برخې په نفوذ کې ډوب شوي چې له امله يې د همدې ۶۳سلنه وګړو ټول حقونه څو زورورو خلکو چې د افغانستان د ټول نفوس یو فیصد هم نه جوړوي تر پښو لاندې کوي.
د زده کړې حق؛ هغه حق چې د ټولنې د پرمختګ یوه بنسټیز ستنه بلل شي، د‌ ځوانانو لپاره په ډېر په نازک حالت کې قرار لري‌. دغه موضوع هغه وخت لا ډېره د جدي اندېښنې وړ اوسي چې فکر وکړم راتلونکی هم په همدې ځوانانو پورې اړه لري، هغه ځوانان چې حتا د تعليم په حق کې خبره نشي کولای نو د ظلم خلاف عمل به څنګه ترسره کړي؟ په ځوانانو کې دغه بې غوري نه یوازې دا چې د اکثریت امکانات کمزوری کوي، بلکې د ټول ملت وده او ثبات هم له خنډ سره مخامخ کوي.
د افغانستان راتلونکی د همدغو ځوانانو په اوږو ولاړ دی. د خپلو حقونو د ترلاسه کولو وړتیا، په ځانګړې توګه د زده کړې حق، د سوکاله راتلونکي لپاره خورا مهم دی. ښوونه او روزنه افراد پیاوړي کوي، انتقادي فکر ته وده ورکوي او د یوې داسې ټولنې اساس رامنځته کوي چې ستونزې او ننګونې له منځه یوسي.
د افغانستان د ځوانانو چوپتيا خواشينوونکي ده. د تعلیمي حقونو، مساوي فرصتونو او د ځوانانو د نمایندګۍ لپاره یو پلیټ فارم باید د مرکز مرحله وي. نړۍ باید د دې ډیموګرافیک هیلو ته پام وکړي، ځکه چې د دوی راتلونکی د ملت له لارې سره خورا پېچلی تړاو لري.
لکه څرنګه چې نړیواله ټولنه د افغانستان د ځوانانو حالت څاري، باید په دې پوه شي چې د ټول ملت پرمختګ د دې ځوانو ذهنونو په خلاصولو پورې تړلی دی. په هیواد کې دننه او هم په نړیواله کچه یوه ډله ییزه هڅه اړینه ده چې د ځوانانو غږ لوړ کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې د دوی حقونه نه یوازې منل شوي بلکې د خوندیتوب لپاره يې هڅې هم شوي دي.
په پایله کې باید ووايم چې د افغانستان ځوانان یوازې د شمېر له پلوه اکثریت نه، بلکې د ظرفیت له پلوه هم اکثریت دي. دا یو ټولیز مسوولیت دی چې چوپتیا ماته کړي، د زورواکي اقلیت او هیله مند اکثریت تر منځ واټن له منځه یوسي او د داسې راتلونکي لپاره لاره هواره کړي چې هر افغان ځوان د خپلو حقونو په ساتنه او ارمانونو سره د ملت په وده کې ونډه واخلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.