جګړه او سوله؛

مقتصد ستړی

221

جګړه او سوله؛

د دوکتور لطیف بهاند‌ روانه ژباړه او د ليف نيكولايوويچ ناتاشا !
هغه اثر چې د لوستونکي په ذهن کې يوه پراخه نړۍ، د مينې او مبارزې،‌ تاوتریخوالي او بحران‌ يو لوی داستان په تېره بیا د ناتاشا آرام او له مينې ډک چلند‌ او د هغې کوډګر غلچک‌ د تل پاتې یاد‌ په توګه پرېږدي، د ليف نيكولايوويچ تولستوی ‘جګړه او سوله’ دی.
جګړه او سوله چې يو نړيوال رومان دى، په نولسمه پېړۍ كې نامتو روسي ليكوال ښاغلي ليف نيكولايوويچ تولستوى ليكلى او دوكتور لطيف بهاند له روسي ژبې نه پښتو ته راړولى دى. تولستوی چې د هر وخت یو له غوره لیکوالانو څخه شمیرل کیږي دغه رومان يې په نړیوال ادب کې د یوې لویې لاسته راوړنې په توګه لا هم په خپل ځای ولاړ دی.
د ‘ناتاشا’ په نوم يو څوک چې د کوډګر او غلچکي نظر درلودونکي او پر نورو د باور او مينې ډکه څېره ده، په دغه ستر او اوږد رومان کې له ليکوال سره د ناپليون لخوا د را پيل شوې جګړې او ګډوډۍ د پس منظر په وړاندې کولو کې د يوې پراخې ټولنې، مینې، جګړې او سولې داستان ته خوندور وجود وربښي‌. همدارنګه د کوډګر نظر درلودونکي دغه نجلۍ (ناتاشا)، پییر بیزوخوف او اندري بولکونسکي هغه کرکټرونه دي چې برخلیک یې د دوی د ملت له برخلیک سره تړلی دی.
په رومان کې لیکوال د روسي ملت هېواد پالنې‌، جګړې او سولې ترڅنګ د مينې، کرکې او بیا د مرګ او ژوند په موضوع هر اړخيزه ليد وړاندي کوي، ليکوال د پییر له وجودي کړکېچ څخه نیولې بیا د انډري ستویک انټروسپیکیشن او د نتاشا له جذباتي روح څخه څو داسې کرکټرونه جوړ کړي چې د يوې نړيوالي مبارزې پر مهال د انساني ژوند او شرايطو سره په هر حالت کې سمون لري.
ليف نيكولايوويچ په خپل دغه پراخ تاريخي داستان کې، د جګړې او سیاسي ناکراریو ترڅنګ د بشري اړیکو څو اړخیز طبیعت په وړاندې کولو سره نه يوازې دا چې لوستونکی د ناپليون لخوا د را پيل شوې جګړې او ګډوډۍ څخه باخبر وساتي، بلکې په ټولنه، افرادو او اجتماعي شعور باندې يې د جګړې اغېز هم تشريح کړی دی.
په دې اثر کې لکه څرنګه چې دوکتور لطیف بهاند يې يادونه کړې د يوه ملت د رجحاناتو، ویاړنو، غم، ښادۍ او غرور هر اړخيزه سپړنه شوې ده. دغه راز په رومان کې سیاسي دسیسې، د واک لپاره مبارزه او د ایډیالوژیو ټکر داستان لا پسې خوندور او غني کړی دی چې په داستان کې موجود کرکټرونه يې د بهرنیو شخړو سره، سره په خپل چارچاپېر کې د داخلي ستونزو او کړاوونو سره هم مخامخ اوسي، د لوستونکي په ذهن کې د ژوند اصل، هدف او بیا د مرګ په اړه د بېلابېلو پوښتنو سربېره د ځوابونو په را پيدا کولو کې مرسته کوي.
‘ليف نيكولايوويچ تولستوی’ د تاریخ او برخلیک په اړه د دودیزو نظریاتو په ننګولو سربېره په دغه داستان کې ښکېل کرکټرونه دومره عالي تشريح کړيدي چې هر یو يې په جلا جلا توګه د لوستونکي د پام وړ ګرځي، يعني د کرکټرونو هر کردار او عمل يې د هغه په ذهن کې د حقیقي ژوند‌‌ رنګ او شرنګ پرېږدي. باید ووایم چې د ښاغلي ليف نيكولايوويچ تولستوی له هنري او ادبي ځانګړنو يې يو هم دغه ده چې په خپل داستان کې د غم، ښادي، بریا او ناکامۍ په بیانولو او تشريح کولو سره په دې هر يوه کرکټر کې د ژوند ساه پوکي.
د داستان په پای کې‌ چې د کوډګر او غلچکي نظر درلودونکي دغه نجلۍ (ناتاشا) او پییر، د دوی د مینې او فکري تړاو په سبب پخپلو کې سره يوځای کېږي، په ګډه سره دې پايلي ته رسي چې ریښتینې خوښۍ د شتمنۍ یا موقف په درلودلو سره نه، بلکې د هغو کسانو سره د اړیکو په هغو ساده‌ او غیر معمولي شېبو درلودلو کې ده چې په واقعي مانا دوی ته ګران دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.