لنډۍ، د ثبتولو ستونزه / ۲۰۵

آصف بهاند

494

ياره ټوپک دې په چا خرڅ کړه

‏رباب پرې واخله غږ د امن ترې راځینه

 

زما د ښار جینکۍ ژاړي

د ښوونځي دروازې چا تړلې دینه

 

ښه په اخلاص به خولگۍ ورکړم

‏روژه دې ماته شي شپـیته به ونیسمه

یو چېرې مې د لنډیو په باب دا څو نوي توري ولوستل:

«لنډۍ، د پښتو ادب بې‌مثاله مرغلرې دي. لنډۍ، د مینې او عاشقۍ، خواږه جامونه دي، چې معشوقه یې، خپل یار ته ډالۍ کوي. لنډۍ د ګمنامو او بې‌نامو شاعرانو د زړونو څراغونه دي، چې د پښتو ادب ته نوی رنګ او نوی ترنګ ورکوي…

ژوند دې وي، مینه دې وي او پښتو لنډیو ناتمامه نغمه دې د مینو زړونو له سپین سمندره په څپو وي!»

دا هم د دې برخې لپلره یو څو نوې لنډۍ:

ښه په اخلاص به خولگۍ ورکړم

‏روژه دې ماته شي شپـیته به ونیسمه

 

دا خو مې زړه دی کابل نه دی

ډیر دې پرې کړي نور پرې مه کوه ظلمونه

 

په دولتونو پسې ورکه
ته چې خبرېـږې زه به مور د بچو يمه

 

ياره ټوپک دې په چا خرڅ کړه

‏رباب پرې واخله غږ د امن ترې راځینه

 

چې ستا د سترگو دیدن بند وي

پر ما حرام دي د ځوانۍ خواږه وختونه

 

په سپينه خوله که روژه ماته

د کفارې روژې به دواړه ونيسونه

 

پلار یې خیرات کې نه مړېږي

لور یې د زرو روپو شال پرسروینه

 

دا سر تړلې مور دې مړه شه

د ورځې خوب کړي، د شپې تا رانه ساتینه

 

د چا چې خپله مينه نه وي
نه دم چلېـږي نه جادو اثر کوينه

 

ولی به نه ژاړم عالمه
گلان کرمه، مارکونډۍ راټوکوینه

 

ته به مې غواړې زه به نه يم

ژوند رانه لارې بېلوي نور مې پرېـږدينه

 

دنيا د سود پر لور کږه سوه

آشنا د يار کوڅه پرېـږدي په بله ځينه

غوږونه دواړه کاڼه ښه دي
چې د نا مردو خلکو ناورم اوازونه

 

مخ یې په دوه جهانه تور شه

څوک چې د خپلې خاورې قدر نه کوینه

 

زما له زړه خبره خدایه

چې ته خبر یې، بل به ولې خبرومه

 

د بېلتانهٔ عذاب دې سخت دی

بلې سکروټې مې په زړهٔ نیولي دینه

 

څوک مې دیدن پسې ړندېـږي
چا مې مرگي ته صدقې منلې دینه

 

زما د ښار جینکۍ ژاړي

د ښوونځي دروازې چا تړلې دینه

 

بې مخه ښې لاړې جانانه

بيا چې راځې، پر ډېرو جوړ به وي قبرونه

 

داسې به ډېـر عیدونه تېـر شي

زما او ستا به پکې نه وي دیدنونه

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.