د افغانستان اوسنی وضعیت، پانګونه او پروژې

پوهاند محمد بشیر دودیال

648

افغانان د جګړې پایته رسیدو ته ډیر هیله من اوخوښ وو. د دوی هیله دا وه چې د سولې په راتګ به اقتصاد ښه او دباعزته ژوند بهیر به بېرته هیواد ته راستون شي. تېرو جګړو افغانانو ته زښت زیات مادی او معنوی زیان رسولی دی. زښت زیات فرصتونه له لاسه ووتل. له جګړې وروسته لومړیتوبونه؛ د اقتصاد ښه کول، د استخدام د فرصتونو ایجاد، د زیربنا بېرته رغاونه، دطبیعی منابعو ډیرښه او معقول مدیریت او ساتنه، دچاپیریالی ستونزو لپاره تدابیر او د عامه خدماتو د کیفیت ښه کول دي. دغه موخې هغه وخت ترسره کیږي چې پانګونه وشي او پروژې تر کار لاندې ونیول شي. نو پانګونه ( Investment) او پروژه (Project) یعنې څه؟

د پانګونې ډیر لنډ مفهوم داسې دی:

د وخت په یوه دوره کې د یوې شتمنی داسې تخصیص کول اوپه کار اچول چې دهغې په ارزښت کې زیاتوالی راشي. یا

Investment is the dedication of an asset to attain an increase in value over a period of time

د پروژې ډېر لنډ تعریف داسی دی: هغه اقتصادی فعالیت یا د فعالیتونو مجموعه  چی له یوې خوا د عواملو( input) غوښتنه کوي، له بلې خوا پایله( output) تر لاسه کوي. په عواملو کې پانګه، کار، مدیریت، پلان، وسایل او ډیر نور شامل دي. ښه پروژه هغه ده چې په لږ لګښت، کم وخت کې د لوړ کیفیت لرونکی پایله ترلاسه کړي.

اوس چې د پانګونې او پروژو په مفهوم پوه شولو، دا باید هیره نه کړو، چې پانګونه ډیر زیات دقت  او ژور څو اړخیز تحلیل غواړي. نورو  هیوادو کی  د اقتصاد تر ټولو تکړه ماهرین په پانګونه دقت او څیړنه کوي، پارلمان، مدنی فعالان، ګوندونه،  سیاستوال، پالیسی جوړوونکی او سیاسی او ټولنیز ستراتیژیستان د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې له تحلیل څخه ځان ډاډمن او له ګټورتوب څخه یې خپل قناعت حاصلوي.

 اوس چې ډیر بهرني او کورنی پانګوال افغانستان کې  پانګونې ته بیړه لري، باید دې برخه کې ډیر دقت وشي.  افغانستان د طبیعی منابعو له پلوه شتمن هیواد دی، تر اوسه ندی توانېدلای چې له خپلو منابعو ګټه پورته کړی، یعنی دلته ډیر اقتصادی ریزرفونه دست ناخورده دي. په همدې خاطر ګڼ شمیر هیوادونه او آن کورنی پانګوال بیړه لري چې په دغو برخو کې پانګونه وکړی او اقتصادی پروژې پیل کړي.  دا ډیره ښه خبره ده چې کورنۍ  او بهرنۍ پانګه جلب شي، خو دا ډیر باریک کار دی.  په دې کې ډیره ضروري ده چې د طبیعی منابعو( خصوصاً معدن) په ګټه کې افغانستان اصلی شریک وي، حساس فرهنکی میراث زیانمن نشي، بعدی چاپیریالي ستونزې را منځته نشي، دوام لرونکی پرمختیا( sustainable development) په پام کې وي، د معدن اصلی عنصر سره نور ترکیبی بها لرونکی اجزا محاسبه شی، اقلاً غیرمتخصص کارګر له کورني بشري ځواک څخه تامین شی، د افغانستان مالی موسسات ( مثلاً بانکونه او دمالیی وزارت) پکی قانونی رول او صلاحیت ولري، د کاریدونکې تکنالوژی او که ایجاب کوی د استملاک مسئله  او د محل د خلکو اسکان، فرصتی ګتې او مصارف هراړخیزه وکتل شي  او داسی نور.  ډیر باریک مسایل شته، چې د ملی نافعیت د تحلیل برخې دي. له دې امله چې دا بحث طولانی او هر اړخیز دی، نو په څو برخو کې  به تنظیم شي:

لومړی به  په پروژو کې د پانګونې موضوع وګورو:که خصوصی سکتور عامه طبیعی منابعو کې پانګونه کوی، طبعاً هغه صرف خپل مفاد ته ګوري، نه عامه ګټو او د منبع دوام لرونکی استفادې ته.

هر پانګه اچوونکی(کورنی او بهرنی) خپله پانګه ډیره په هوښیاری مصرفوي. زموږ لپاره  عام المنفعه او انکشافي پروژې ډېر اوچت ارزښت لري، تر څو خپلو انکشافي اهدافو ته ورسېږو، نو د دې منظور لپاره د مطلوبه پانګونو په هکله د کافي او موثقو معلوماتو موجوديت حتمي دى.

هغه سرمايه ګذاري چې په انکشافي پروژو کې کېږي، د ټولنی پرژوند، ملی شتمنیو، چاپیریال، استخدام، عوایدو او نورو برخو باندې محسوس او غیرمحسوس، مثبت او منفی تاثیرات لري، نود پانګونی د مشخصاتو او د پروژو  تحلیل مهم دی ترڅود منابعو تخصيص معقول وي. دغه رازد يوې پروژې مورد نظر حاصل چې په هغې کې سرمايګذاري د انکشافي اهدافو د ترسره کېدو په منظور کېږي، د بېلابېلو تخنيکي، اجتماعي او سياسي عواملو تابع وي. په يوه پروژه کې بايد د منابعو تخصيص داسې صورت ونيسي چې د پورتنيو عواملو موجوديت، شرايط، کميت او کيفيت د امکان تر حده مطالعه او ارزيابي شي.

 له بده مرغه، د ناوړه وضعیت له امله زموږ یو شمیر پانګوال له هیواد بهر دي او پانګه یې هم بهرنیو بانکونو کې ده، دا وضعیت زموږ د اقتصاد او په هیواد کې دپانګونې لپاره ښه ندی، بهرنی پانګوال لازیات خپلې ګټې لټوي، نه زموږ ګټه چې پانګونه را سره  کوي. دلته پانګوال څو مشخصې تحلیلوی :

پانګه اچوونکی د پروژو ګټه  د بانکی بهرې سره مقایسه کوي، دوی ته ممکن خپل هیواد، نورو هیوادو او ډیرو نوروځایو کې د پانګونې امکانات وي، خو دوی تر ټولو هغه ښه ګټه لرونکی پریتو( parito optimum) یا مساعد حالت تحلیل او پیدا کوی، چې د بانکی تکتانی او ربح له ګټې ورته کمه نه، بلکې زیاته وي. له دی امله چې دوی بانکي سیستم لري، بانکی ربح/تکتانه او نور امکانات په نظر کې نیسي، خو موږ متاسفانه دا ډول تحلیلونه نشو کولای او بانکي سیستم مو هم ثابت او میعاری فعال ندی، آن داچې بانکی انتقالات په ټپه ولاړ دي. دا حالت کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته ستونزمن او زموږ لپاره اقتصادی تحلیل ناممکن کوي.

په تیره بیا؛ بهرنی سرمایګذاران اوس ډیر هوښیار دي، چې په هوښیارۍ ورسره قرارداد کې خبرې ونشي، دوی خپله خالصه ګټه لوړول غواړي، مثلاً دوی دغو مشخصو ته نظر کوي:

  • د خپلې پانګې نهایی مولدیت په ډیره هوښاری او حسابی طریقو سنجوي،
  • د ساده بهرې پایه( Sample Rate of Return) سنجوی،
  • د بازدهی یا جبران مشخصه(Pay Back Period/Recovery Period /PBP) ورته معیاردی،
  • د حاصل – مصرف مشخصه تحلیلوی،
  • د وسطی بهری پایه(Average Rate Return) او دهغی پایله ګوري،
  • غواړی د پانګونی او د پروژو په جریان کی خپل کسان په آزاد لاس وګوماري،
  • دوی پوره تجربه او ځان سره نړیوال مشاورین لري…  .

د افغانستان لپاره د پانګې اچونې او د پروژو ملی نافعیت سنجول او د CBA تحلیل او د مربوطه پانګونې او پروژې د موثریت د پایې مشخصه تحلیل کول مهم دي. له نیکه مرغه لویو پروژو او پانګونو کې نړیوال بانک او د هغه متخصصین ډیره ښه مشوره ورکولای شی. اوس د ملګرو ملتونو د چاپیریال ساتنی او طبیعی منابعو سازمانونه، یو شمیر نړیوال کنوانسیونونه، میثاقونه او یو شمیر بنسټونه شته چې د پرمختیایی او جګړه ځپلو هیوادو د اقتصادی وضعیت د ښه کیدو اود دوی د ملی انکشافی پروژو او بهرنیو پانګونو د مساعد حالت په اړه ورسره مرسته کوی.  خو افغانستان سره ورځ په ورځ  د دې ډول  بنسټونو روابط پرې کیږي او تجربه لرونکي، پوه او متخصص تحلیلونکی نلرو. اقتصادی عمومی پالیسی هم څرګنده نده. نو په داسې حالت کې  چې موږ خپله د پانګونې او پروژو تحلیل ونشو کولای او مشوره ورکوونکی هم ونه لرو، دا به زموږ د راتلونکی لپاره لویې ستونزې راته جوړې کړي.  د دې بدحالت او مجبوری یو مثال دادی  چې؛ همدا اوس له دې ډول تشیال څخه په استفادې، یو شمیر ګاونډیان غواړي د افغانستان د اوبو د منابعو  وضعیت د خپلې اوږدې راتلونکې  د ګټو سره سم اغیز لاندې راولي، یو شمیر نور غواړي په کانونو او نورو برخو باندې کار پیل کړي. همدا اوس له تحلیلی مرام او چوکاټ پرته دلته لکه د یوې بی څښتنه جغرافیې د ترانزیت مسیرونه پرانیستل شوي، ډېر خام توکي، ځنګل، نایاب الوتونکی، تاریخی آثار، بی مارکه لاسی صنعت او نور له مدیریت کولو وتي دي.

موږ وایو چې: د اقتصادی پروژو پیل کول او د پانګې جلبول مُبرمیت او ضرورت دی، خو تحلیل تر دې هم مهم دی. موږ تیر وخت کې هم نه بخښونکی اشتباهات کړي چې راتلونکو نسلونو ته یې ځواب نلرو،  که دې ډول اشتباهاتو ته دوام ورکړو، موږ به خپلې  راتلونکی ته زیان اړولی وي( بحث دوام لري).

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.