کابل کې د ځینو ښوونځیو مسوولانو ویلي چې د کانکور فورمې ویشل شوي

325

کابل کې د ځینو ښوونځیو مسوولانو رسنیو ته ویلي چې د ۱۴۰۲ لمریز کال لپاره په کانکور کې انجونو ته د ګډون فورمې ویشل شوي.
که څه هم د طالـبانو د لوړو زده کړو او د ازموینې ملي ادارې په رسمي ډول تراوسه څه نه دي ویلي،خو ځینو سرچینو رسنیو سره یاده موضوع تاید کړې او ویلي یې دي چې کابل او ځینو نورو ولایتونو ته د کانکور فورمې د انجونو ښوونځیو ته لیږل شوي چې په وینا یې له دولسم ټولګي فارغې نجونې دې د کانکور فورمې ډکې او دوی ته دې په کانکور کې د ګډون اجازه ورکړل شي.
په کابل کې د دولسم ټولګي یوه فارغه چې نه غواړي نوم یې خپور شي سیمه نیوز ته په خبرو کې منلې چې د کانکور فورمو ډکولو په خاطر ښوونځیو ته غوښتل شوي.
ګڼ شمیر نجونې وایي داسې مهال چې ښوونځي او نورې تعلیمي ادارې تړلي دي د دوی هیلې کانکور کې د ګډون او بریالیتوب ته نه شته او د طالـبانو له چارواکو غواړي چې لومړی دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.
په داسې حال کې چې د طالـبانو حکومت نږدې دوه کاله پوره کیږي چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او تیر کال یې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم تر امر ثاني معتل کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.