یو شمېر مدني ټولنو د دوحې د غونډې په اړه اندیښنه څرګنده کړې

388
7 ساعتونه مخکې

په افغانستان کې شا او خوا ديرشو مدني او د ښځو د حقونو ملاتړو ټولنو د دوحې د غونډې ګډونوالو ته د يوه ليک په استولو سره دغې غونډې په تړاو خپله انديښنه څرګنده کړې او خپلې غوښتنې یې له هغوی سره شريکې کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش نن او سبا (د می مياشتې لومړۍ او دويمه نيټه) په دوحه کې د افغانستان په تړاو د یوې غونډې کوربه دی.

د همدې غونډې په اړه ديرشو مدني او د ښځو د حقونو ټولنو له «زموږ سره خبرې وکړئ، نه زموږ په اړه» تر سرليک لاندې يو خط د ملګرو ملتونو سازمان او د دې غونډې ګډونوالو ته ليږدولی دی او د بندو دوازو تر شا او د افغانستان د ښځو د استازو پرته ترسره کيدونکې دې غونډې په تړاو یې پکې خپلې انديښنې بيان کړي دي.

د دې ليک په يوه برخه کې راغلي: «موږ په ځانګړي توګه په دې اړه ډېر انديښمن يو چې دا غونډه به په راتلونکي کې د نړيوالو له خوا د طالبانو په رسميت پيژندو ته لاره پرانیزي.»

دې مدني او د ښځو د حقونو بنسټونو په دې ليک کې په افغانستان کې پر ښځو محدوديتونو ته په اشارې سره ويلي دي چې طالبان د ښځو د نجونو د هغوی له بنسټیزو بشري  حقونو څخه له محرومولو سره د نړۍ پر داسې يوازني رژيم بدل شوی چې له «جنسيتي اپارتايد» څخه ملاتړ کوي.

دا ليک د يو شمير سازمانونو لکه «د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې»، «د بدلون له پاره د افغان ښځو ائتلاف»، «د افغانستان د ښځو انقلاب»، «د افغانستان د عدالت غوښتونکو ښځو خوځښت»، «د افغانستان د سولې کور» او «د افغانستان د مبارزو ښځو حرکت» په نوم ټولنو او يو شمير نورو سازمانونو له خوا لاسليک شوی دی.

په دې خط کې راغلي دي چې د ماضي تجربو ښوولی ده چې د بشري حقونو په اړه د جوړجاړي له لارې د دې ډول رژيمونو غوښتنو ته تسليمېدل يوازې د هغوی د واک د پياوړي کيدو او د افغانستان د خلکو د کړاو د اوږديدو باعث ګرځي.

په دې ليک کې ټينګار شو دی چې «طالبان اصلاح غوښتونکي نه دي. موږ له طالبانو سره د ديپلوماتيکو اړيکو د عادي کولو هر ډول هڅې ردوو او غندوو یې.»

په دې ليک کې مشخصه شوې چې د ملګرو ملتونو سازمان بايد د دې تضمين ورکړي چې د ټولو افغانانو په ځانګړي توګه د ښځو او د نجونو د بشري حقونو د رعايت او ملاتړ خپله دنده به سرته رسوي.

د ليک په يوه بله برخه کې راغلي دي: «موږ له ملګرو ملتونو څخه غواړو چې سملاسي دې ټولې طرحې لغوه کړي حتی په هغه صورت کې هم چې که چېرې دا طرحې د نامشروع رژيم په رسميت د پيژندلو «کوچني ګامونه هم وي.»

دا مدني او د ښځو د حقونو فعالان په دې آند دي چې د طالبانو پر مشرانو نړيوال همغږي شوي محدوديتونه لکه د سفر بندیز، د طالب مشرانو د شتمنيو کنګل کيدل او د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې د لوړپوړو طالب چارواکو د نومونو له نوي سره ور اضافه کيدل د خلکو له بشري حقونو څخه د ملاتړ او د هغه د تضمين له پاره اړين ګامونه دي.

د دوحې دوه ورځنۍ غونډه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتېرش په کوربتوب چې د افغانستان له پاره د يو شمیر هېوادونو ځانګړي استازي پکې ګډون کوي، ترسره کيږي.

تر دې مخه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د يوه پريکړه ليک په صادرولو سره له طالبانو غوښتنه کړې وه چې د افغان ښځو پر کار بندیز لغوه کړي. خو طالبانو دا غوښتنه له پامه غورځولې او ويلي یې دي چې دا بندیز يوه «کورنۍ ټولنیزه مسئله» چې پر نورو هېوادونو هیڅ اغیز نه لري.

ملګرو ملتونو طالبان دې غونډې ته نه دي ور بللي. د دوحې د غونډې په درشل کې په کابل، پاکستان او يو شمیر نورو اروپايي هېوادونو کې د مدني او د ښځو د حقونو فعالانو په دې غونډه کې د طالبانو په رسميت د پيژندل کیدو په اړه د احتمالي خبرو اترو پر ضد مظاهرې ترسره کړي دي.

دویچه ویله

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.