یو تحلیل ستاسو نظر

اسحاق احساس

580
یو تحلیل ستاسو نظر……
په افغانستان کې په خپلې ژمنې وفا، اعتماد او نېک نوم ځانګړې پانګه کڼل کیږي .
زموږ په ټولنه کې له پخوا راهسې دوه طبقې دنیک نامه او لوو عزت څښتنې وي .چې یوه یې دینې او مذهبې عالمان وه او دویمه طبقه خلک قومې مشران او سپین ږیرې وو.
پر هیواد د بهرنې تجاوز په وړاندې دې دواړو طبقو ډیرې سترې کارنامې کړي هغه وخت چي دایران رژیم دهرات له ښاره محاصره تاوه کړه د هرات خلکو کفنونه په سرونو وتړل او د دښمن په وړاندې یې مبارزه وکړه دبلخ یو نامتو دیني مشر چي صوفي اسلام نومیده له ترکمنو، ازبکو، هزاره ګانو سره یو ځای دهرات په لور وخوځید او هغې جګړې ته یې چي مشري یې یار محمد خان الکوزي کوله د خپلو وروڼو به مرسته ور ودانګل صوفې اسلام په همدغه مقدسه او هیواد پاله جګړه کې شهید شو چې مزار یې اوس هم دغیورو هیراتیانو دعقیدت مرکز ده .
کله چې انګریزانو په هیواد حمله وکړه او افغان دولت ماتې وخوړه . نو د جهادي لښکر مشري ملا (مشک عالم) په غاړه واخسته چي هغه وخت یې عمر 90 کالو ته نږدي وه . نوموړی وتوانیده چې انګریزان مات او هغه طرحه چې افغانستان يې تجزیه کاوه له منځه یوسې.
خو اوس مهال هغه طبقه چې خلکو ورته ډیر احترام درلود دعالمانو طبقه وه چې خورا ډیر  زیان يې لیدلی او هغه دا چې موږ اوس د هرات ،او کندهار دزړي مدرسې په څیر دعلم لوی مرکز نه لرو او دغه قشر دعلم دترلاسه کولو په خاطر ګاونډيو هیوادونو ته ځې چې بدبختانه هلته  دهغوی له استخباراتو اویا ظالمو اوتند لارو سره مستقیماً او یا غیر مستقیم اړیکه پیدا کوې (ولې استثناأت شته) چې زموږ په ګټه  نه ده . او نړیوال اعتبار هم له لاسه  ورکوو او یا مو هم ورکړی.
دویم هم ملکان وه چې اوس یې یواځې نوم پاته ده اولامل یې هم دا ده چي د تیرپه څیر ستونزې او مشکلات حل کوي یې نه، بلکې جوړوي یې . ځکه ډیری يې له اسلامې شریعت څخه اګاهې نه لرې. څپلسرې، ړندې او غیر عادلانه پریکړې کړي .
 چې په سل هاوو نه بلکې، په زرهاوو پیښې شته .
*(بیا هم وایم ځینې استثناأت شته)
حــــــــــــــــل لا ره :
افغان ملت باید ددي دواړو طبقو له بیځایه قیوداتو او ملاتړ څخه لاس په سرشې په ځانګړی ډول ځوان او تعلیم یافته قشر او خپله باید ددې وړتیا ولرې چې خپله داصولو  او منل شویو معیارونو سره سم تصمیم ونيسې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.