د ۳۰ کلونو لپاره ۱۰ اقتصادي درسونه

ژباړه: صفي الله حسنزی

352

که تاسو تېر شل کلونه په اقتصادي مسائلو کې له خیال او تصور پرته تېرکړي وي، نو په دریمه لسیزه کې باید بانکي حساب ولرئ او د هغه په مدیریت کولو پوره وړتیا ولرئ. په دې برخه کې پر هغو مواردو خبرې کوو چې د ژوند په دې دوره کې باید هغه مراعات او او مدیریت شي.

اول: یوه اندازه پيسې باید ذخیره کړئ

شاید په دریمه لسیزه کې تاسو کسب او کار میدان ته نوي راوتلي یاست، او تراوسه مو پیسې نه وي ذخیره کړې، مګر له اوس څخه باید د پیسو ذخیره کولو خوۍ ولرئ، لازمه نه ده چې تاسو ډېرې پيسې ذخیره کړئ؛ کافي ده چې لږه اندازه پیسې ذخیره کړئ. له لنډې مودې ذخیره کولو وروسته به وګورئ چې تاسو د اړتیاوړ پیسې ذخیره کړي.

دوهم: تل دغوره کار په لټه کې واوسئ

شاید تاسو له اوسني کار څخه راضي واوسی او نه غواړی چې کار موتبديل شي، مګر زموږ وړاندیز تاسو ته دا دی چې تر اوسني کار د غوره کار په لټه کې واوسئ ترڅو مو خپل ارزښت او توانایي لا پیاوړې شي او د کار له حقوقو څخه برخمن شئ.

دریم: پرخپل ځان لګښت وکړئ

څوسلنه عاید مو د نوي مهارتونو په لاسته راوړلوکې په مصرف ورسوئ، دا به په اوږده موده کې د خپل ځان پرتوانایي لوړولو کې ترټولو په ښه بڼه لګښت وي.

څلورم: زیات مصرف مه کوئ

ستاسو د استعداد او مهارتونو په لوړوالي سره به ستاسو مالي لاسته راوړنې هم زیاتې شي، اما دا د نورو خلکو لپاره د ځان ثابتولو دليل نه شي کیدای، تاسو په هیڅ ډول باید له خلکو سره ځان پرتله نه کړئ، که هغوی لوړ ماډل موټر لري مهمه نه ده چې لوړترین قیمت موټر ستاسو ترپښو لاندې وي. تاسو باید هغې موخې ته پام وکړئ چې مخکې مو ځان ته ټاکلې، د ژوند کولو لپاره پروګرام ولرئ او پانګونه وکړئ.

پنځم: پرمختګ وکړئ

دا چې تاسو اوس د ژوند په دریمه لسیزه کې یاستی باید هڅه وکړئ، په یاد ولرئ چې پرمختګ یو له هغه عواملو څخه دی چې باید په جدي ډول ورته پاملرنه وشي، د مثال په ډول که تاسو اوس شل زره ډالر لری باید دغه مبلغ په راتلونکي کې څلوېښت زره ته پورته کړئ، نو په دې اساس پرمختګ کول د ژوند له لومړیتوبونو څخه دی.

شپږم: کور واخلئ

یو له غوره پانګونو څخه چې تاسو یې په دریمه لسیزه کې کولی شی د کور اخستل دي، شاید کور اخستل تاسو ته یو تصور وي اما باید هغه یو له مهمو موخو څخه وشمیرئ، که چېرې تاسو قرضدار وی نو د قرض له خلاصون وروسته دکوراخستلو لپاره پیسې ذخیره کړئ.

اووم: په مالي مسائلو کې د ژوند له ملګري سره خبرې وکړئ

که چېرې تاسو واده کړی وي او د ژوند ملګري لری نو په مالي مسائلو کې له هغه سره خبرې کول نه دا چې ستونزه نه لري بلکې یو له هغه موضوعاتو څخه دي چې باید د ژوند له ملګري سره شریک کړئ، دا کار نه یوازې ستاسو ترمنځ صمیمیت بلکې ستاسو بانکې حساب کې زیاتوالی هم راوستلی شي.

آتم: د اولادونو غوښتونکي شئ

که چیرې تاسو تراوسه کوم اولاد نه لرئ نو د اولاد غوښتونکي شئ، د هغې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یوه اندازې پیسې ځانګړي کول ستاسو پر ګټه دي، دا کار نه یوازې دا چې تاسو هڅوي بلکې تاسو په ژوند کې د لوی تغییر لپاره آماده کوي، نو له همدا اوس څخه د اولادونو ترڅنګ د ښه ژوند کولو لپاره آماده واوسئ.

نهم: د نورو لپاره نمونه واوسئ

تاسو باید نورو ته په ځانګړي ډول خپلو اولادونو ته وښایاست چې څه ډول پیسې مصرف او مالی مسائل مدیریت کړي، په حقیقت کې دوی باید په مالي مسائلوکې مسولیت زده کړي.

لسم: ژوند په خوښۍ تېر کړئ(تفریح وکړئ)

دا چې په دریمه لسیزه کې باید تاسو ښه کار وکړی او د راتلونکي لپاره کافي اندازه پیسې ولری اما په دې کارکې افراط یوه لویه اشتباه ده، له یاده مه باسئ چې تاسو پیسې دژوند کولو لپاره لاسته راوړی نو یوه اندازه پیسې تاسو پرخپل ځان مصرف کړئ او خپله ستړیامولرې کړئ، که نه نو تاسو به له لنډې مودې کارکولو وروسته د ستړیا او ناتوانایی حس وکړی، که نه غوړائ چې په څلورمه لسیزه (۴۰ کلنۍ) کې دکارکولو ستړیا او ناتوانايي حس کړئ نو خوشاله ژوند تېرول له یاده مه باسئ.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.