د شرق اقتصادي فورم

 حميدالله بسيا 

1,172

لکه څنګه چې پوهېږو نړۍ تر بل هر وخت په سياسي او اقتصادي لحاظ د پاڼ پر ژۍ ولاړه ده او په ځانګړي ډول د بې وزلو هېوادونو وګړي له بېشمېره ستونزو سره لاس و ګريوان دي ،ځکه دولتونه یې نشي کولای په دې نړيوال اقتصادي بحراني حالت کې د خپلو خلکو بنسټيزې اقتصادي اړتياوې پوره کړي، کار او اشتغال ورته پيدا کړي او د خپلو کورنيو توليداتو ته نړيوال بازار پيدا کړي او يا له نورو نړيوالو کمپنيو سره په ښه او فايده منه لار سوداګريزه همکاري ترسره کړي، نو سوداګر او هېوادونو مشران چې تر بل هر وخت د نړيوالو اقتصادي فورمونو چې  د سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو لخوا سپانسر کېږي او کوربانه يې هم همدا هېوادونه وي ګډون کولو ته لېوال وي، تر څو د نړيوالو شرکتونو له استازو  او سوداګرو سره ګوري او د راکړې ورکړې او د صادراتو او وارداتو په برخه کې تړونونه ورسره لاسلیک کړي چې د همدې اقتصادي مشراکت په برخه کې مشهور نړيوال پلټفارم (شرقي اقتصادي فورم Eastern Economic Forum) دی چې د اقتصاد ، ورزش او فرهنګي تبادلې په برخه کې کار کوي دی.  په ۲۰۱۵ کې یې بنسټ اېښودل شوی دی ، د سږکال ناسته به یې  چې پرلپسې اتمه ناسته ده د سپتمبر له ۱۰ مې څخه تر ۱۳ پورې د روسيې په ولاديوستوک ښار کې ترسره شي. پکې به د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه په زرګونو مېلمانه، سوداګر، سیاستوال، او تيوريسن د خپل منځي سوداګريزو اړيکو، متقابلې راکړې ورکړې، اقتصادي پرمختګ او همکاري پر مسايلو خبرې وکړي او په دې برخه کې به بېلابېل اقتصادي تړونونه لاسليک شي.

دا فورم چې په اقتصادي برخه کې د هېوادونو او نړيوالو سوداګرو تر منځ د همکاري پلټفارم دی او له بنسټ اېښودلو څخه یې يوازې لس کاله کېږي په دې وروستيو کلونو کې يې خورا شهرت موندلی دی . تېر کال د لوېديځو هېوادونو له بنديزونو او فشارونو سره سره د ۶۸ هېوادونو ۷۰۰۰ مېلمنو او خبريالانو په دغه فورم کې برخه اخيستې وه. چې پکې د  ۷۰۰ نړیوالو شرکتونو ۱۷۰۰ استازو پکې ګډون درلود. د فورم ګډون کوونکو د ۵۱ ملیارد ډالرو په اندازه ۲۹۶ د اقتصادي راکړې ورکړې تړونونه لاسليک کړل. چې عمده  یې د زیربناوو، ترانسپورت، ساختماني، صنعتي ، کرنې او کانونو د پروژو په اړه وو.

سږنی د فورم ناسته په دې راڅرخې چې نړۍ تر بل هر وخت اوس وخت کې د بحرانونو له امله خپل منځي مشارکت ته اړتيا لري او افتصادي ټيکاو تر بل هر وخت خورا مهم دی او که هېوادونه لاس سره ور نه کړي، وضعيت نور هم پېچلی کېدلی شي او ددې لپاره صادقانه، پرانیستې او دوه اړخیزو ګټورو خبرو اترو لپاره بيخي ډېره اړتيا ده.  او ددې ناستې عنوان یې (د همکاري، سولې او سوکالي پر لور) دی  چې څنګه په تغييرېدونکې نړۍ کې نړيواله همکاري ټينګه شي؟.

د خبرو اترو ګډونوال به د یو بدیل نړیوال پولي او مالي سیسټم د جوړولو، د ساینسي ډیپلوماسۍ د پراختیا او د همکارۍ په نویو بڼو باندې خبرې وکړي. د چين او نورو اسيايي هېوادونو سوداګر او سياستوال به د خپلمنځي همکاري په دوام او ټينګښت سره کېني  ، ټيکنالوجيک پرمختګ د حاکميت تضمين نر عنوان لاندې به بحثونه وشي. دا ناسته د ځوانانو برخه هم لري چې په پراخه کچه د معلوماتي ټکنالوجي، سوداګرۍ او د ځوانانو همکارۍ، رضاکارانه نوښتونو او د هیواد پالنې پر مسايلو په اړه خبرې پکې کېږي. د اوراسيا، شانګهای سازمان او بریکس هیوادونو ځوانان به په روسیه کې د ځوانانو د نړیوال فستیوال په اړه چې د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې ترسره کیږي بحث وکړي او يو لړ تصميمونه او اجنډاوې به سره شريکې کړي. ياده دې وي چې دا فورم په فرهنګي او ورزشي برخه کې هم حاشيوي ناستې لري چې په دې برخو کې د هېوادونو، شخصي پانګوالو په کچه، بېلابېل تړونونه او د همکاري ژمنې ترسره کېږي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.