لکه په لاندې بيت کې :
په دارو د طبيبانو نه جوړېږم
پرې جوړېږم چې د ميني بيمار وينم
په پورته بيت کې شاعر جوړېږم او نه جوړېږم دوه متقابلې کلیمې راوړي دي او د طباق صنعت يي منځ ته راوړى دى. کله چې شاعر په خپل کلام کې داسې دوه متقابل الفاظ چې د يوې مادې ځيني وي او د مثبت او منفي يا امر نهې په صورت سره راوړي نو په طباق کې سلبي او ايجابي طباق جوړوي.
همدارنگه وگورى چې شاعر دغه لاندې بيت ته صنعت په څومره هنرمندانه انداز کې راوړى :
څه که ته يې ناقرار زما همدمه
زه په دې ناقرارۍ کې قرار وينم
په پورته بيت کې شاعر دوه الفاظ چې البته يو د بل پر ضد واقع شوي او عبارت دى له اقرار او ناقرار ځيني راوړي دي.
دا چې دغه الفاظ دوه متقابل صفتونه دي او د يوې مادې ځيني خو د امر نهې په راغلي نو سلبي او ايجابي طباق يې منځ ته راوړى او يا لکه په لاندې بيت کې :
سوى مې د سترګو ړندوي چې درته نه ګورم
که ډير در ګورمه خو دا رنګه زينت کوم دى
پورته بيت کې شاعر دوه متقابل فعلونه (در ګورم ، نه ګورم ) د مثبت او منفي په شکل سره راوړي دي ، کله چې شاعر په خپل کلام کې دغسې ادبي نزاکت راوړي نو د ښايست په لحاظ ورته سلبي او ايجابي طباق وايي.
او يا لکه په لاندې بيت کې :
داسې راته ګورې لکه نه چې راته ګورې
نېغ مې د زړګي وځې کاږه چې راته ګورې
په پورته بيت کې شاعر بيا د ګورې او نه ګورې دوه متقابل فعلونه راوړي دي خو د يوې مادې څخه دي او د مثبت او منفي په شکل راغلي دي ، نو کله چې په يو بيت کې داسې الفاظ سره راوړل شي نو سلبي او ايجابي طباق جوړوي.
مراعات النظير :
لکه په لاندې بيت کې :
دا ستا مخ لکه افتاب پټ په ورېځ کې
پرې را خور د زلفو جال وو ته اوده وې
په پورته بيت کې مخ د مخ سره مناسبې کلیمې لکه زلفې او د زلفو جال را خوره ول او بيا په خپله مخ د افتاب سره په روښانايۍ کې مساوي کول چې ورېځ هم ور سره تړلي وي ډېرې مناسبې کلیمې دي ، يعنې کله چې شاعر په يو بيت کې څو الفاظ ذکر کړي او بيا ورته په دوهم نيم بيتي يا دوهم بيت کې د هغې سره مناسبې کلیمې يا مناسبات او ملايمات راوړي نو د مرات النظير ښايست جوړوي.
سپوږمۍ په شپه ښايسته ده توره شپه هم په سپوږمۍ
ستا مخ د تورو زلفو د غنچو سره جوړيږي
په پورته بيت کې اول سپوږمۍ او بيا ور سره شپه چې شپې کې سپوږمى وي همدارنګه مخ د مخ سره تورې زلفې او بيا د زلفو غنچې چې ډېرې ښکلې او مناسبې کلیمې راغلې دي او مراعات النظير صنعت يې منځ ته راوړى ، همدارنګه يوه ښکلې تشبیه هم په کې شته چې هغه د تورو زلفو غنچې کې موجوده ده او موکده تشبیه بلل کېږي.
ستا محبت دى لکه اور داسې
زما يې رنګ کړو لکه سکور داسې
په پورته بيت کې محبت ذکر شوى چې د محبت سره مناسبې کلیمې اور هم راغلى ده يعنې محبت خامخا اور وي او وروسته د دغې اور په واسطه د سړي رنګ تورېږي اور د سکور په شان گرځي ، نو کله چې شاعر په خپل کلام کې داسې مناسب الفاظ سره راوړي د مراعات النظير صنعت جوړوي.
کور او کلى همېشه په غټو زړو شي
هم په ښه ډېره دونيا او په سړو شي
ريښتيا خبره ده چې د کور او کلي دودونه رواجونه چې بعضې مشکل هم وي هغه څوک کولى شي چې ښه غټ زړه ولري ښه دونيا ولري او مېړونه هم موجود وي د کور او کلي دودونه د هغې سره مناسبه کلیمه ښه سړى د ښو سړيو غټ زړه د غټ زړه سره ښه دونيا ټول هغه کلیمات دي چې يو د بل سره مناسبت لري نو په يو بيت کې د دغسې مناسبو کلیمو راوړل د مراعات النظير ښايست منځ ته راوړي.
لف او نشر :
لکه په لاندې بيت کې :
چا سره يو ځاى ليدل شپه او ورځ
زلفې يې تيارې مخ يې رڼا ګوره
په پورته لومړي نيم بيتي کې شاعر شپه او ورځ راوړې ، خو وروسته بيا په دوهم نيم بيتي کې د هغې مطابق ماناوې يا کلیمې لکه تياره او رڼا راوړي دي ، يعنې کله چې شاعر په لومړي نيم بيتي يا لومړي بيت کې ځیني کلیمې د اجمال په صورت راوړي او بيا وروسته په دوهم بيت يا دوهمه نيم بيتي کې د هغې متعلق څه نورې ماناوې راوړي د ښايست په لحاظ ورته لف او نشر وايي ، بل دا چې په نوموړي بيت کې د طباق البته اسمي طباق صنعت هم موجود دى.
لف او نشر صنعت هم په دوو برخو وېشل کېږي چې يوه يې مرتب او بل يې غير مرتب لف او نشر دى.
د مرتب لف او نشر مثال په لاندې ډول دى :
١_ مرتب لف او نشر :
چې دې ګورم تورو زلفو سپين رخسار ته
توره شپه ده سپين سبا را يادوي
په پورته لومړي نيم بيتي کې شاعر تورې زلفې او سپين رخسار راوړي دي خو وروسته د هغې متعلق توره شپه او سپين سبا په دوهم نيم بيتي کې راوړي يا ذکر کړي دي ، خو دا چې د دوئ تر منځ يا تفصيل يې د اجمال سره په ترتيب کې برابره ده مرتب لف او نشر دى ، يا لکه په دې لاندې بيت کې :
مرګ او بېلتون دواړه جوړه راغلي
خاطره دا واخلم که دا واخلم
په پورته بيت کې مرګ او بېلتون ذکر شوي خو بيا وروسته يي د مرګ لپاره لومړى (دا) کلیمه او بېلتون لپاره يې دوهم د (دا) کلیمه ذکر کړى دا چې ترتيپ يي سره سم دى نو مرتب لف او نشر يي بولي.
٢_ غير مرتب لف او نشر :
لکه د خاطر په لاندې بيت کې :
راته ښکارېږي مخ او زلفې د يار
په تورو شپو کې سپين سحر ګډ شوى
په پورته بيت کې لومړى مخ او زلفې ذکر شوي او بيا وروسته د مخ لپاره تورې شپې او د زلفو لپاره سپين سحر راغلى دى ، دا چې ترتيب کې برابر نه دى يعنې اجمال په تفصيل سره په ترتيب کې برابر نه دى نو غير مرتب لف او نشر يي بولي.
توريه :
١_ مرشحه توريه :
لکه په لاندې بيت کې :
چې يو يو غم دې را په زړه کړم اشنا
د سمندر غوندې چې تېرې شوې
په پورته بيت کې د سمندر حکم شاعر په خپل شعر کې راوړى ده او سمندر دوه ماناوې لري چې يوه مانا يې هغه د اور چینجى دى او بله مانا يې لوى سيند دى ، دا چې داسې کلیمې يا الفاظ په يو بيت کې راوړل شي نو خامخا سړى په وهم اچوي او دغسې دوهم حالت يادوي توب حالت توريه ده خو دا چې د ظاهري مانا سره متناسبې کلیمې په وينا کې موجودې وي مرشحه توريه بلل کېږي.
٢_ مجرده توريه :
لکه په لاندې بيت کې :
ستا د ښايست په تصور کې يي ژوندون جوړ دى
چې په ريښتيا خو سمندر وي له انګار نه وځي
په پورته بيت کې د سمندر ځیني هغه لرې مانا چې د اور چينجى دى مراد ده او د هغې سره مناسبې کلیمې لکه انګار هم موجودې دي او د ظاهري مانا سره مناسبې کلیمې نشته نو مجرده توريه بلل کيږي.
حسن تعليل :
لکه د مصري خان افريدي په لاندې بيت کې :
يار چې خوب کا په سپين مخ زلفې خورې کا
توره شپه شي په تمام جهان تيارې کا
په پورته بيت کې شاعر وايي کله چې يار ويده کيږي نو خپلې زلفې په مخ باندې را غوړوي خو کله چې دغه زلفې په مخ باندې ولوېږي د دې سبب کېږي چې ټول جهان د هغې ځيني تياره شي ، خو په حقيقت کې داسې نه کېږي بلکې يو مناسب غير حقيقي مګر لطيف علت يې راوړى دى.
لکه په لاندې بيت کې :
په ما شپه شي چې شانه په مخ زلفان کړې
د سبا په انتظار مې سپين چشمان کړې
په پورته بيت کې شاعر وايي کله چې يار خپل زلفان په مخ باندې شانه کوي نو په ما باندې شپه شي او د سبا په انتظار کې ناست وم خو په حقيقت کې داسې نه کېږي مګر غير حقيقي لطيف علت يي راوړى دى.
لکه په لاندې بيت کې :
شمېرلی چې دې نه شمه خالونه د جبين
بېلتون مې ډېر ګردونه په چشمانو ايښي دي
په پورته بيت کې شاعر وايي ستا د جبين يا تندي خالونه چې زه نه شم شمېرلى دا علت د دې دى چې بيلتون زما په سترګو ډېر ګردونه غورځولي نو ځکه د هغې د شمېرلو نه زه عاجز يم يو لطيف علت دى.
عارفانه تجاهل :
دا ستا باڼه وو او که غشي د چا
شکمن په دغو ګذارونو کې يم
په پورته بيت کې شاعر د يار په بڼو باندې ځان نا ګمانه اچولى او وايي چې نه پوهېږم ستا باڼه دي او که د چا غشي وو چې ګذارونه يې کول نو ځکه وايي چې زه په دې باندې نه پوهېږم خو په حقيقت کې پرې پوهېږي چې څه شی دی. کله چې شاعر په خپل کلام کې دغسې ادبي نزاکت مراعت کړي نو د ښايست په لحاظ ورته عارفانه تجاهل وايي.
سوال اوځواب :
لکه په لاندې بيتونو کې :
ما وې ځان راته اشنا دا ستا په څير دى
دې وې وروسته به ته پوه شې سوى خير دى
دې وې زړه به دې کا څيرې زما زلفې
ما وې ستا هر يو کليپ ورله کوشير دى
دې ويل ته خو بيا رامخ شه که پښتون يې
ما ويل هر پښتون پخوا د سره تېر دى
ما ويل زه خاطر دې يم هر وخت په طمع
دې ويل دلته راشه کښينه غم خو ډير دى
په پورته بيتونو کې شاعر خپل کلام د سوال او ځواب په توگه راوړى دى ، يعنې کله چې يو شاعر خپل کلام کې په لومړي نيم بيتي کې پوښتنه وکړي او په دوهم نيم بيتي کې وروسته بيا د هغې ځواب هم راوړي سوال او ځواب صنعت جوړوي.
حسن مطلع :
لکه په لاندې بيت کې :
سپينه خوله خو يوځل راکړه په پرده کې
ما يې کړى دى ارمان په يوه موده کې
لکه بلبل په نوبهار کې چې ګلانو له ځي
زړګى مې دغسې صحنه ستا لبانو له ځي
بېګاه ستا په انتظار مې هسې ستړې ټوله شپه کړه
خندل را پورې ستورو سپوږمۍ راته ګيله کړه
پورته بيتونه په داسې شکل سره شروع شوي چې ويونکى مجبور کېږي ټول شعر تر اخره ولولي ، کله چې شاعر خپل کلام په داسې ډول شروع کړي چې ويونکى يا لوستونکى دې ته مجبور شي تر اخره يي بيا پوره ولولي نو دغسې صنعتونو ته د ښايست په لحاظ حسن مطلع وايي.
يا لکه په لاندې بيتونو کې :
ګرځېږي راهزنان د بدرګو سره راځه
هم تا راته ويل چې د جرګو سره راځه
منظر مې شو جانانه دا کاږه واږه کاته ستا
مسکى لکه نرګس شه د غمزو سره راځه
قاصده چې خفه يې نن څه شوي زر وايه
که يار وي مرور د خنديدو سره راځه
د لوږې تندې مړ شمه نو هله راشې ته
اختره که تکړه يې د روژو سره راځه
خاطر به ورته ګوري ځیر ځير ووايه چې ښه
اشنا ته د مېږي په قدمو سره راځه
تکرار حسن :
لکه د خاطر په لاندې بيتونو کې :
درېغه درېغه چې يو خړ خوشې ميدان وای
څه به ښه واى چې يو زه او بل جانان واى
دا چې اوس په زحمتونو باندې نه شي
دا مشکل مشکل به څه راته آسان شي
يا لکه :
چې مين په سترګو سترګو کې حيران شي
د هغو نه پس په زړه کې سره ګران شي
يا لکه :
اننګي دې داسې سره لکه مڼې
زما اوښکې تويوي رڼې رڼې
يا لکه :
که خبر واى د بېلتون له سختو سختو
ما به نه واى د وصال په ټال زنګلي
په پورته بيتونو کې په ترتيب سره (درېغ درېغ ، مشکل مشکل ، سترګو سترګو ، رڼې رڼې ، سختو سختو) هغه ادبي الفاظ دي چې شاعر د يو ځل په ځاى دوه ځله راوړي دي کله چې شاعر داسې کلمات دوه ځله يا زيات سره راوړي د دې لپاره چې خپل کلام پرې ښايسته کړي نو تکرار حسن يې بولي.
التفات :
په لغت کې د سترګو په کونج کې کتلو ته وايي او په اصطلاح کې عبارت لرې روانۍ ته تغير ورکول دي.
التفات په شپږ ډوله دي چې د هغو ډولونه په لاندې ډول واضيح کيږي :
١_ د غائب څخه مخاطب :
لکه په لاندې بيت کې :
نن يي چې خالونه تازه کړي دي
زړه جوړې داغونه دې زاړه ښکاري
په پورته بيت کې شاعر غائب ته اشاره کوي او وايي چې نن دې بيا خالونه تازه کړي خو وروسته په دوهم نيم بيتي کې بېرته د هغې لوري ځيني ګرځيدلى او مخاطب ته یې اشاره کړې.
کله چې شاعر د غائب په هکله خبرې کوي او سم د لاسه مخاطب ته راګرځي نو دغه التفات ته غائب څخه مخاطب ته التفات وايي.
٢_ متکلم ته مخاطب ته :
لکه په لاندې بيت کې :
همداسې را يادېږي چېرته ته مې نه شې هېر
چې بيا د ننۍ غوندې اداء سره را نه شې
په پورته بيت کې شاعر د متکلم په لاره باندې خبرې کوي خو سم دلاسه د هغې ځيني ګرځي او خپل مخاطب ته اشاره کوي او وايي چې د ننۍ غوندې اداء سره را نه شې نو دغسې ښايست ته د متکلم نه مخاطب ښايست وايي.
٣_ د متکلم نه غائب :
لکه په لاندې بيت کې :
بيا مې سېزي لکه اور هسې ستا مينه
چې يې ستايم هغه وخت راته ګلزار شي
په پورته بيت کې شاعر وايي چې ستا مينه بيا رادريشان سېزي يعنې ځان نه خطاب کوي خو په دوهم نيم بيتي کې هم غائب ته اشاره کوي او د خپلې لارې نه بېرته ګرځي دغسې ښايست ته د متکلم غائب التفات وايي ، يعنې په لومړي نيم بيتي کې (مې) ضمير نا خپلواک دى او ځان لپاره استعمالېږي خو په دوهم نيم بيتي کې (مې) نا خپلواک ضمير د دريم شخص (غائب) لپاره راوړل کېږي نو د دغو ضمايرو په واسطه موږ دا حکم کولى شو چې د متکلم نه غائب ته التفات دى.
٤_ د غائب څخه متکلم ته التفات :
لکه په لاندې بيت کې :
زه تماشه شوم چې وحشي يي کړمه
اشنا مې نورې تماشې څله کا
په پورته بيت کې هم شاعر د غائب په پله روان دى او سم دلاسه متکلم نه خپل ځان ته راګرځي او وايي ما تماشې کړې چې وحشي شوم اشنا مې ولې تماشې کوي ، نو دا چې د غائب د صيغې نه سم د لاسه متکلم ته راګرځي د غائب نه متکلم ته التفات جوړوي.
٥_ د مخاطب نه متکلم ته التفات :
لکه په لاندې بيت کې :
په ليونتوب دې زما نشي اشنا سود تر اوسه
ژوند مې اختيار په بيابان کړو بل هجرت کوم دى
په پورته بيت کې شاعر د مخاطب په طريقه خبرې کوي يعنې د هغې په پله او لاره روان دى خو د هغې ځيني بيرته ګرځي متکلم ته (ځانته) اشاره کوي چې دغسې التفات نه د مخاطب نه متکلم ته وايي.
٦_ د خطاب څخه غياب ته التفات :
لکه په لاندې بيت کې :
يوې خندا دې وړى زړه وو زما
لکه ميږى ډېرې پېرې نه کړې
په پورته بيت کې شاعر د مخاطب په لاره روان دى سم دلاسه غائب ته ځي د سياق بدلولو ته التفات او دا چې د مخاطب نه غائب ته وګرځي د مخاطب نه غائب ته التفات جوړوي ، يعنې (دې) د مخاطب لپاره نا خپلواک ضمير دى په مخاطب باندې دلالت کوي او د هغې ځيني وروسته غائب ته ګرځي چې (يې) د غائب لپاره ضمير دى.
Comments are closed.