د پاکستان کړکیچ کوم لور ته روان دی؟

اصف ننګ

383
که څه هم د عمران خان نیول کیدو ته سترې محکمې د یوه جایز اقدام په حیث اعتبار او تایید ورکړ، خو د عام ولس «میلیوني محکمه» دا پریکړه او د خان نېول له قانون سره په مغاییرت، ظالمانه، غیرعادلانه او سیاسي توطئه یې بولي…
همدا دوه تفاوتونه، دسرکاري او ولسي محکمي ترمېنځ، په «تصادم او تقابل» منجر شوې، طبعاً د ولس مظاهرې له تشدد، غصې، تاوان او بې احتیاطۍ سره ترسره کیږي، اما زمینه ورته چا ایجاد کړه؟! هغه سوال چې پخپله پاکستانیان یې په جواب پوهیږي…
پر عمران خان د ګڼو اتهامونو ترڅنګ درې هغه یې (له توشه خانې څخه غلا، د القادر ټرسټ د املاکو او دارايې په قضیه کې تسهیل کاري او د ملک ریاض د پیسو په انتقال کې د فساد او بډو اتهامات) اما د ګرفتارۍ اصلي عامل یې د پاکستاني تحلیلګرانو په باور، پر پوځي مشرانو تورونه او دا چې ګویا د نیازی صاحب یوکلن اعتراضي کاروبار د هېواد سیاسي او اقتصادي ثبات او نړیوالو اړیکو ته زیان رسولی دی.
حالات حاضره:
له سېمي د امریکا او متحدینو د وتلو اغیز، همدارنګه د اوکراین د جګړو اغېز خامخا پر پاکستان پروت دی خو له تېر یو نیم کال، له کوم وخت چې عمران خان نیازی له واک ګوښه کړی شوی، پاکستان په مسلسل ډول په سیاسي او اقتصادي لحاظ راپرځي… د کرنسۍ تبادلوي قیمت یې سخت رالوېدلی، په نړیوال تجارت کې یې بیلانس او اعتبار شدیده صدمه لیدلې، د IMF د ټولو سختو او بدو شروطو با وجود یې مطلوب قرض ترلاسه نکړ… نتیجتاً که حالات کنترول نشي نو دوه انجامه یې مخې ته پراته دي (اقتصادي ورشکستګۍ یا دیفالت کیدل او د منقسم شوې اقتدار په سبب په هېواد کې سیاسي انارشي!؟)
نتیجه:
• تېر یونیم کلن جنجالونه او ټکرونه باعث شول چې د پاکستان هغه دوه ادارې «عدلیه او پوځ» چې په ۷۵ کلونو کې یې «حیثیت او اعتبار» پر خلکو او وطن حاکمیت کاوه او د ثبات اساسي ارکان بلل کیدل، اوس ورته شدیده صدمه رسیدلې…! دمظاهره چیانو په شعارونو کې ټوله کرکه، اعتراض او غصه پر پوځ او د محکمې پر پرېکړو ده، بخصوص د خان د ګرفتارۍ په اړه…
• تر نیمې پېړۍ وروسته د «خاموش ملت» د کلونو کلونو «وېره» په «نفرت» بدله شوې، اصلي والا سرکار پدې خوشبینۍ کې و چې قوم یې له دوی کاملاً «مطیع او راضي» دی، اما که په فرق یې پوهېدلی چې د دې «اطاعت او خاموشۍ» دلیل وېره او د وطن عافیت!! ده نو خامخا به یې خپله رویه بدلوله، اوس د بدلون د ایجاد او اقتدار د ولسي کیدو لپاره د امید یواځنې مرجع همدا یو سړی پاتې دی، د پاکستان اکثریت دیموکرات، ملتپال او اسلامي گوندونه موروثي او فامیلې شوې دي، ولس په یوې شدیدې مایوسۍ کې دی، دوی د تحریک انصاف په لمن کې خپل ورک انصاف لټوي!! امکان لري چې د «تحریک انصاف» مبارزه د انصاف لپاره په حرکت تبدیله شي!
• اما امکان یې ډېر کم دی، البته که محاکم تر سیاسي فشار لاندې رانشي چې د القادر ټرسټ او توشه خانې په هکله پر عمران خان وارد شوې تورونه اثبات او د عدلي تعقیب وړ وګرځي، نو خان به برائت اخلي، هم د حالاتو د قابو کیدو او هم د سیاسي مصلحتونو د ساتنې په مقصد به ورته برائت ورکول کیدای شي… نو په بل ستیج کې به د خان تر خلاصون وروسته یې هم وزن، اعتبار، شدت او جسارت لازیات شوی وی، هغه څه چې موجوده سرکار او اصلي واکمنان ترېنه وېره لري…
• امکان لري د همدي تاواني مظاهراتو په سبب، چې ښکاري په لوی لاس او په کنترول شوې توګه همداسې نامسالمت آمیزه کیدو ته بېول کیږې، امکان لري چې له مخې یې د PTI ډله په دهشتګردو ډلو (کالعدم) کې شامل کړې شي، یا به یی د ګوند جواز ملغا کیږي، یا به کم له کمه په انتخاباتو کې له ګډون محروم کیږي…اما د تحریک انصاف د قناعت وړ به نګرځي چې بیا به یې په ځواب او اعتراض کې د ګوند پېروان ددې بې انصافۍ په وړاندې څه کوي…؟؟
• دعمران خان د وژل کیدو تحلیل ماته سخت ضعیفه ښکاري هغه هم په داسې توګه چې دی سرکاري محبوس دی، د مرموزه و‎ژلو لپاره هلته ګنجایش ډېر زیات دی نو د میداني وژلو اقدام د توجیه وړ ندی او نه هم په عدلي فیصلو سره هغه د دار تختې ته خیژول کیدای شي… د دې ټولو قیمت سنجول شوی، حاکمان یې دومره ساده اقدام ته قطعاً لاس نه اچوي، ځکه دوی پوهیږي چې که د محکمې د حکم په اساس او دقانوني ګرفتارۍ قیمت یې دومره لوړ دی نو د وژلو بیه به یې څومره وی…!؟
• کیدای شي حالات د یوڅه مودې لپاره نور هم ترېنګلي دوام وکړي، عجالتاً خو یې پنجاب د پوځ په کنترول کې ورکړ، اجتماعي محدودیت یا (دفعه ۱۴۴) هم وضع شوی چې د وګړو تجمعات او بنډارونه محدودوي…انترنیت بند دی، خواله رسنۍ بندې دي او… قوی احتمال لري چې مارشلا حاکمه شي او د دولت واګې پوځ په خپل لاس کې واخلي…دا به یو ډول کودتا او د دیموکراسۍ شکست وی…استبدادي حاکمیتونه معمولاً د یوه غوره بدلون په مقصد حاکم شوې وی، بله چاره نه وی، لکه نن چې په پاکستان کې حالات له کنترول وتلې دي؛ نو د چارو واګۍ د یوې عسکري کړۍ په لاس لویژي چې دا بیا د یوې لوی خپګان، له ولسي ملاتړ بې برخیتوب، اختناق او خطرناک ستیج ته د ورتګ زمینه مساعدوي.
عواقب به یې څه وي؟
• په امنیتی او سیاسي لحاظ به د نړۍ لخوا ددغه ټولې سېمې (پاکستان، ایران، افغانستان او…) اعتبار په یوې ناآمنه او خطري سېمې اعلان او تسلیم کړی شی، چې طبعاً ډېر بد عواقب، مزید تحریمونه او تر فضایی او استخباراتي نظارت لاندې به راوستل کیږي.
• منفی تحلیل: د پاکستان ثبات او بې ثباتۍ عمیقاً پر افغانستان، پاکستان، هندوستان، منځنۍ آسیا، چین، ایران او ځینو عربي خلیجي هېوادونو اغېز لرلی شي…طبعاً له حالاتو سره تعامل او له اغېزو یې د خوندیتوب په خاطر د ټولو مجاورو دولتونو د مدیریت او امنیت مصارف لوړیږي، سرګردانې یې زیاتیږي، دوی ته اضافي بوختیاوی (داوکراین ترڅنګ) ور د غاړې کیږي، هغه څه چې نړیوال قدرتونه یې د عمده رقیبانو لپاره غواړي او پدې توګه جغرافیا یوې جنګي جغرافیا ته ورټېل وهل کیږي…
• نسبتاً مثبت تحلیل: دا احتمال هم شته چې، پاکستان به په کم وخت کې دغه روان کړکیچ قابو کړې، دوی لاهم ډېر هغه ابزار، وسایل او توان لري چې دا ګډوډ حالات تر کنترول لاندي راولي…پاکستان به د خپل ملک په کنترول برلاسۍ شي، اما له خپل ملک دباندې به یې د لوبو کولو، مداخلو او نیابتي رول د ادا کولو قوت ډېر کم شوی وی، اعظمي تلاش به یې دا وي چې له حالاتو یې «رقیبان» منفعت اوچت نکړې! اعظمي تلاش به یې دا هم وي چې د افغانستان باتلاق له ثبات برخمن وساتي، افغانستان ته به یې نیاز نورهم لوړ شي، نو به هڅه کوي چې دلته شرایط سازنده او سالم پاتې شي او…
خو که یې پدې نامصئونه دلدل کې بیا هم قماري لوبو ته زړه ښه کړې، یا خدای مکړه بیا یې ناعاقبت اندیشه لوبو او د جګړو قرارداد ته غاړه یوړه دا به د سېمي او په بل قدم کې د پاکستان لپاره سخت تاواني تمام شي…
• د افغانستان مشرتابه او سیاسیون دې د حالاتو روزمره جاج اخلي، د هرې احتمالي سناریو لپاره باید آماده ګي ولري، مستقلانه تدبیر او تدابیر دې خامخا ورته ولري، دا تدبیر او تدابیر له همدې ساعت باید تر کار لاندي وي، حالات په کرزماتیکه توګه مجهول نه بلکې سرنوشت ټاکونکي لور ته روان دي…
• افغان پانګوال دي هم د خپلو تجارتي مالونو د ترانزیتي مسیر لپاره او هم دې د کلدارو خزانه داران دې دخپلو نقدو کلدارو په هکله ځان د حالاتو له جزئیاتو خبروي هسې نه چې د ناخبرۍ په سبب د حالاتو له عواقبو غافل پاته شي. ځکه چې خوبوړې اوبو وړي دي!!

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.