سود او ټولنیز تاوان یې

شفیقه فرامرز

352

سود څه دی او اخيستل يې کومې ټولنيزې ستونزې لري؟
په اقتصاد او سوداګرۍ کې سود هغه راکړې ورکړې ته ويل کيږي چې د پور د ورکړې پر وخت له اصلي پيسو سره نورې پيسې هم په بيلابيلو سلنو پور ورکوونکي ته ورکول کيږي. دا چې سود اخيستل کومې ستونزې زیږوي په دغه ليکنه کې به پوه شئ
د سود اخيستلو ټولنيزې ستونزې:
د کار د پرېښودو او پور نه ورکړې سبب کيږي، خلک د کار کولو پر ځای خپلې پيسو نورو ته ورکوي او له کار پرته ګټه ترلاسه کوي او دا چې خلک نور قرض حسنه نه ورکوي تل کوښښ کوي چې دې قرض په بدل کی سود واخلي ځکه چې دا ورته فایده لري.
د اقتصادي فعاليت او توليد د دريدلو سبب کيږي، کله چې موږ سرمایه ګذاري کوو په هغه کیدې ګټه او تاوان دواړه شته خو کله چی سود اخلو بیا تاوان نه لري موږ سل په سلو کی مطمين یو چې مقابل طرف که تاوان کوي که ګټه باید موږ ته خپل سود راکړي نو زیاتره وخت په اقتصاد کې د خلکو داسې سرمایه ګذاري خوښیږي چی خطر منل يې کم وي او هم کوم زحمت نه ورباندې راځي دې همدې لپاره زیاتره سرمایه ګذاران کوشش کوي سرمایه ګذاري و نه کړي دا د اقتصاد دې دريدلو سبب ګرځی.
د طبقاتي فاصلې ډېروالی، په خلکو کې لرې والی مینځته راځي هغه چې وایي سرمایه دې لس فیصده خلکو په لاس کېده یو دلیل یی همدا دی چې کله سود اخلي نو دوی سرمایه دار کیږي او سود ورکوونکي مجبور دي سره له اصلو پیسو سود هم ورکړي نو دا د دې سبب کیږي چې نور هم غریب شي او هغه پيسه دا لا پيسه داره شي.
د تورم يا د پيسو د زياتوالي سبب کيږي، کله چې د سود پیسې زیاتې شي نو طبعا سود ورکوونکي مجبوریږی چې د موادو قیمت لوړ کړي، ځکه چې سود هم باید ورکړي چې دا بيا د تورم يا د پيسو د زياتوالي سبب کیږی.
سود په اقتصادي او سوداګريزو راکړو ورکړو کې کله رواج شو
د دويمې نړيوالې جګړې وروسته د دې لپاره چې خلک بیا عادي حالت ته راستانه شي، بانکونو پورونه ورکول او دا پورونه دې سود په بدل کې وو، دوی په پورونو کې نوآوری راوستلې وه. د ضمانت پرته يې هر چاته پورونه ورکول، دې ضمانت په فکر کې نه وو. دوی به دا ویل چې که سود راکړي خو ښه ګټه ده او که رایي نه کړي کولی شو چې د دولت له بیمه څخه یې واخلو چې دا خپله دی سبب شول چی د بانک درآمد کم شي او د بانکونو د ماتې سبب شي چې بیا اقتصادي کړکېچ رامنځته شو بانکونه وتړل شول تر څو بيا ځينو دولتونو بانکونه تقويه کړل او ډېر وروسته حالت عادي حالت ته راغی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.