دلته خدایان خوشـاله دي(ناول)/۲

لیکوال : ع . رشــــید

583

دویمه برخه …

دلته خدایان خوشـاله دي

(ناول)

لیکوال : ع . رشــــید

(۱۹۹۵ ـ ۲۰۰۱) کــلونـــه

نـوی ډیـلی

۲۰۰۷

(۴)

په هندوستان کې دکال ښکلې ورځې، دکال ښه موسم اودمیلو موسم له سپتمبرڅخه وروسته پیل کیږي، دغه شپې ورځې لکه زموږ په وطن کې دترخه ژمې له ښکیل څخه دوتلوشپې ورځې پسرلنۍ وي،دلته له ګرمیوڅخه دوتلودموسم شپې ورځې همدغه دي… په همدغو شپوورځوکې هم ګرمي اوهم درانه برساتونه پای ته رسیږي… دډیلی په ښارکې هم دغه شپې ورځې دمیلوورځې وي، په دغه ښارکې دمیلوترټولو ښکلي ځایونه، هغه تاریخی ځایونه دي چې هغه په هندکې دمسلمانو واکمنانانو له خواجوړشوي اودهغوی تلپاتې یادګارونه بلل کیږي… اوس ټول هندوستان یوه خوا اودغه تاریخی اوهنري ارزښتونه بله خوا دي، که دهندپراخې خاورې دغه هنري یادګارونه په خپله ټنډه نه درلودای، ښایی چې هندوستان به کله دهند اونړې دسیلانیانو له پاره دپاملرنې وړسیمه نه وه، که تاج محل غوندې دمینې یادګاردغه هیواد نه درلودای، چابه ددغو درنو درنوبرساتوپه لور له لرې لرې هیوادوڅخه پردغه خوا رامخه کوله، هندوستان داسلامي دورې پردغو هنري وړتیاوو تراوسه هم اوچت دی، اوددغه پراخ هیواد ښکلادمسلمانانوپه لویی کې لکه له لمرسره مینه هرچاته څرګنده ده…

له اوږدې مودې راپدې خوا لکشمی غوښتل چې ما دډیلی په تاریخی ځایونوباندې وګرزوي، خو دایوه، دوې اوونۍ کیدې چې ویل یې زموږ ټولګیوال ټول غواړي، په ګډه دډیلي پر تاریخی ځایونو باندې راوګرځي، که څه هم ماورته وویل چې ما ددغو تاریخی ځایویوزیات شمیرتراوسه لیدلي دي، خودې بیاهم ټینګاروکړ چې ددې له ټولګیوالو سره په دغه سفرولاړشم. دیکشنې ورځ وه چې موږ اته نهه کسه يوځای په دغه نیت له کالج څخه وخوځیدو، موږ په هغه ورځ خورا ډیرځایونه ولیدل، قطب مینارته هم لاړو، دهغه ددنګې لویۍ په لمنه کې موږ اوټول سیلانیان لکه میږتانه یوې اوبلی خواته سره خواره واره شوو، لکشمی له ماسره وه، هغې ددغه پرتم لوړتیا ته وکتل، کله چې هغې دمازدیګرلمرته مخامخ ددغه سترمنارلویۍ او لوړتیاته کتل، خورا ښکلې ښکاریده، هغه سره له دې چې  دهغې لویۍ په پرتم کې ډوبه وه، ما په دغه شیبه کې خدای شته دهغې دنندارې پرتم ته کتل، دهغې اوچتو کتو دهغې دمخې خوا پیکی هم شاته ور واړاوه، داسې چې که هرچا په هغه شیبه کې هغه لیده، دهغه خورې زلفی یې لیدې نوله شکه پرته یې دمجنون ولې ښکلې ونه اودهغې دنګتیا سترګوته دریده، ماته په همدغه مهال کې هغه ښکلی پښتو شعررایادشو چې :

 ( ته چې په بام باندې ولاړه وې تا چا ته کتل

 خلک زما په ننداره وو چې ما تاته کتل… )

هغې ترډیرو پورې دهغه مینارلویۍ اولوړتیاته وکتل اووکتل، کله چې دهغه له کتووزګاره شوه، ماته یې وکتل، سترګې یی له اوښکو نه پوهیږم چې ولې راډکې شوې، غبرګې غبرګې اوښکې یې لکه دبرساتي باران څاڅکي مړې مړې توې کړې، په داسې حال کې چې زما پراوږه یې خپل لاس نیولې و، په ژړغونی اکریې راته وویل:

ـ ما دلومړي ځل له پاره دغه لویی د دغه لوی اوګڼ ډیلی په زړه کې نن ولیده…

ددې دغې خبرې ما ته هم پوښتنه را پیداکړه، خو وروسته راته څرګنده شوه چې هغه په خپل دوه وشت کلن ژوندکې دالومړی ځل و چې دلته راغلې وه، دایوازې لکشمی نه وه، زموږ په ډله کې چې دډیلی ښار اوسیدونکي مسلمانان هم وو، هغوی هم تراوسه نه قطب مینارلیدلی و اونه پوهیدل چې داکله اوچا جوړکړی دی. بشیراحمدخان زموږ په ډله کې یوبل کاکه ځوان و، کله چې ما له هغه څخه ددغه لوی میناردجوړیدوپه اړه پوښتنه وکړه هغه خپل ټول معلوما ت په دغه جمله کې راخلاصه کړل: ( ماته مې مشرچاچا ویلی چې داد انګریزانو په دوران کې یوه مسلمان جوړکړی دی… )

لکشمی په دغه شیبه کې بدله شوې وه، له هغې سره اوس یوبل شان احساس مل شوی و، هو، یوبل شان داسې چې سړی پرې پوهیده ددې دغه دروند احساس له یوه درانه افسوس اوارمانجن دریغ سره ملګری دی، داسې احساس چې زه هم نه پرې پوهیدم… په دې چې هغې په خپل هغه احساس باندې خپله خوله پټه نیولې وه…

 له ماسره دمنار په شمالی لور روانه شوه،هلته دډیلي دیوه لوی واکمن التمش قبرو، کله چې ما دالتمش وران شوی قبرته لاسونه پورته کړل، دې هم دواړه لاسونه لکه زما په شان پورته ونیول، ما خپله دعا وویله، خوددې لاسونه لاهم داسې په هواکې پاتې وو، راته موسکۍ سوه، اوهیله یې راڅخه وکړه، کوم څه چې ما په دعاکې وویل هغه دې ته هم ووایم: زماله پاره دهغې دغه شیبه په ځانګړې توګه خورا مهمه وه، هغه شیبه، هغه انځور: ښکلې دنګه ونه، ژړغونې تورې سترګې، اوچته پزه، ښکلی غاښ، هماغه شان لکه چې دپښتونومیالی شاعرحمید ماشوخیل کله چیرې له چا سره لیدلی وو، اودا اوس یې دالله دربارته دواړه لاس نیولي دریدل، ما ته دغه انځور یوبل شان انځور راکړ، هیڅ مې ورته ونه ویل، یوازې مې ورته کتل چې دې بیا راته وویل:

زریوڅه راته ووایه، لاسونه مې ښوری، ستړې شومه…

مابیاهم له یوڅه کتو وروسته ورته وویل چې له پاک خدایه دډیلي دغه سترټولواکمن ته دبښنې غوښته وکړه اووایه چې ددغه لوی پاچا ځای دې جنت وی… هغې په خپله نازکه ویناکې دهغه لوی پاچا لپاره همدغه دعا وکړه…

ـ ای لویه اوبښتونکیه څښتنه….

 څوشیبې یې دهغه سترواکمن قبرته په ځیرځیروکتل، هغه دزما نې دیوه لوی واکمن مزار و، خوهلته اوس کراره کراري وه، هلته اوس له موږ دواړو پرته نورڅوک نه وو، اوهلته نن هیچا هم چا ته نه ویل چې دلته اجازه نشته… دلته مه ګرځۍ… چې دادهندوستان دسترټولواکمن قبردی…اودلته دهغه لوی واکمن په دربارکې اوس له مجنونوملنګانو پرته دبل چا ټییکه نه وه، اوهغه اوس دلته له ځان سره نه زور درلود اونه هم زر… لکشمی ته ددغه لوی پاچا په باب دخپلې انۍ هغه خبره وریاده شوه چې دې ته یې کړې وه:

( داهغه لوی واکمن دی چې دده په زمانه کې به دډیلی ښارته پرته له اجازې په هواهم څوک نه شول نه راننوتلای… ) خواوس دومره یوازې دی چې زاړه قبرته یې زموږ ژړا راځی اوموږ  یوازني څوک یو چې  دعا ورته کوو…

زما هم زړه اوس دغې سړې فضاته راتنګ شوی و، ځکه مې لکشمی ته وویل:

ـ ما مې له موره داخبره اوریدلې وه چې په دنیاکې له یوه خدایه پرته نورڅوک لوی نشته، لویی یوازې له هغه سره وړده، دانورې لویی دڅوورځودي، وګوره دادنړې دوخت لوی پاچا و، خو نن یی هغه خواخوږي،لویي او هغه پرتم چیرې دی چې دغه نړیدلې ګومبزه یې ورجوړه کړي… ټول کال دهند برساتونه ورباندې اوری، له یوه خدایه پرته یې نورڅوک نه غږ اوری اونه یی هم څه پروا لري… هرانسان باید هروخت له ځان سره په دې باوری وي چې یوه ورځ داسې ورباندې راتلونکې ده چې یوڅوک ورته ویلای شي:

 یووخت پاچا وم اوس ملنګ ددنیاشومه…

 موږ دواړه دهغه مزار له څنګه راپه دې خوا شو، روان وو، چې په زړه کې یی یوه بله ورتیره شوه او له مایی پرته له مقدمې پوښتنه وکړه چې:

 ـ دولته… راته ویلای شې چې کله سړی مړشی سوځیدل یی ښه دی که ښخول؟

ددې دغې پوښتنې یوپه یو له اوریدنګ سره سم حیران کړم،نه پوهیدم چې څه ورته ووایم،په دې چې دانوپه خپله څه ساده پوښتنه نه وه اونه هم ده خو زرخدای راجوړوله اوترخوله مې ورته راووتل:

ـ تاسې ته سوځیدل اوموږ ته ښخیدل ښه دي… تاسې ته دامنظوردی اوموږ ته هغه…

ما نورڅه دې ته نه شوای ویلای، په دې چې زه تردې زیات په دغه اړه نه ږغیدای شوم اونه مې نورڅه ذهن ته راتلل، خودې بیاهم له ماهیله لرله چې زه باید یوڅه ورته ووایم، دې غوښتل زماله خولې دا واورې چې داغوره دی اویاهغه… خوماهمداورته ویل چې ستاسې یې هغه اوزموږ یې دغه…

خو ددې زړه لاهم له ما څه غوښتل، هغه چې دم ګړې له ماسره نه وو، زه په همدغه سوچ کې وم، چې ددې له خولې په موسکا موسکا کې راووتل:

ـ نه سول ښه وي…

په دې خاطر چې ددې دلیل مې اوریدلی وي، غوږ مې ورته ونیو، خو داسې څه چې زماترهغه دې ښه وي له دې وانه وریدل، هغې همداویل چې کله انسان له ژوند سره خدای پامانی وکړي هغه له (اپروالا) سره یوځای کیږي، چې وروستی سرمنزل هماغه دی…

یوڅه نورې هم یې راته وویلې، خو زما له پاره بیاهم ډیرڅه نوي په کې نه وو، راته موسکۍ شوه اوپوښتنه یې رانه وکړه چې ته ولې په دغه برخه کې څه نه راته وایې، تا خوتل زما یوه خبره هم بې له ځوابه نه ده پریښې، اوس څنګه چوپ شوې، زه پوهیږم چې ته له سوځیدو څخه ډاریږې، وګوره زموږ هندوان څومره میړني، څومره زغمونکي دي چې اورتروروستې لمبې پورې هم په خپلوهډوباندې اخلي اوتروروستۍ لمبې پورې یې له مینۍ سره یوځای زغمي…

پرې یې نه ښودم، څومره مې چې ځان یوې اوبلې خواته ناګارکړ، ونه شوه، هغې په دغه اړه له ما هم یوڅه ویل غوښتل ځکه مې زړه نازړه ترخوله ورته ووتل:

ـ زما لپاره  نه سوځیدل مهم دي، اونه هم ښخول، کاشکی دایوهم نه وای، دادواړه ښه نه دي، دواړه هغه څه دي چې انسان له خورا ناکامۍ هغو ته ځان سپاري،که رښتیا مې پوښتې زما دادواړه له همدې امله نه خوښیږي او دواړو ته په ښه سترګه نه ګورم… هو، زما نه داخوښیږی اونه هم هغه…

دواړه انسان اوژوند دابد له پاره د ورکې اوپای پرسرمنزل باندې سپاري، داسې چې بیایی کله هم پردغه خوا نه راپریږدی او نه یې په زړونو کې دومره رحم شته چې دیوه درنګ له پاره اجازه ورکړي چې هسې یوځل خپلې سترګې شاته ور واړوې… دوې زموږ دزمانې تراتوم لرونکوواکمنانانوهم ظالم اوبې رحمه دي…

په دوې کې ښه نشته، دواړه بد دي دواړه، که ستاسې دی اوکه زموږ… دوی دواړو ته دنیمې لارې ناځوان ملګري ویلای شو ځکه چې دوی له موږ سره زموږ دخوشالۍ په پای کې ډیره سخته ناځوانی کوي… زه خو له دغو دواړو سره مینه نه لرم… ستایې خوښه…

په فکرکې راته ډوبه وه…نه پوهیږم چې په زړه کې به یې څه ورتیریدل، مخکې تردې چې له ملګرو سره یوځای شو اوچالان موټرته ورپورته شوو زما داخبره یې ومنله اوراته ویې ویل:

ـ ته رښتیا وایې، څوک اوڅه شی چې  له اذله  مخکې  ژوند په ورکه اونابودۍ سپاری، هغوی تل بد وي، هغوی ښه نه لري  اونه په ښویادیږي …

 (۵)

زما اولکشمی ناسته پاسته ورو ورو یوه پرله پسې سلسله شوه، یوه غمیزه شوه، موږ دکالج په شاوخواکې له یوه بل سره لیده کاته درلودل.له هغې سره زما ناسته پاسته هم د ځان ساتي پرپوله باندې روانه وه، په دې چې که رښتیا ووایم، ددې نوروتودو خبرو خو زه چندانی زمری نه وم، هغه هم په دغه حال اوله داسې چا سره چې ژوند یې لکه آینه په تودو اوسړو دواړو کې راته خولې خولې کیده. خودهغې دغه حالت هم نه شوای کولای چې زما داحساس لیونتیا راوپاروي، ځکه مې دځان له پاره امن اوخوندیتوب په دوراندیشۍ کې لیده. ما دهغې داحساس لمبې نه احساسولې، په دې چې تراوسه پورې دهغې دژوند سکې ماته یوازې خپله یوه خوا راښوده. دهغې په کړو وړوکې، دهغې په ښکلاکې شهوانی اوشیطانی تلوسې زما فکراو احساس نه بدرګه کاوه، ان چې دهغې په تودو تودو تلوسو کې زما احساس سړیده خولاتودیده نه…

په هندوستان کې هم لکه دلویدیز غوندې دجمعی ورځ رخصتی نه وي، ښوونځی اوپوهنتونونه خپل کارلکه دنورو ورځوپه شان په عادی توګه ترسره کوي، همداسې دمني دجمعی یوه ورځ وه، سخت شمال لګیده چې موږ دواړه دیوه کتابتون په زړه ورننوتو، په لومړي پوړ کې مو څه دویلو له پاره ونه موندل، همداوه چې مخامخ پنځم که شپږم منزل په بریښنایی زینه کې ورپورته شو، په بریښنایی زینه کې مخامخ لویه هنداره وه، موږ دواړه هغې ته مخامخ ودریدو، خو داسې ښکاریده چې هغې هندارې هم زماشډلې اوزیږې ځوانۍ ته دلکشمی د پی مخې اوښایسته ځوانې په پرتله هرکلی نه وایه… دزینې داشارې تڼې دپنځو پرتوري باندې ودریده… موږ ترې راووتو، مخامخ دلوستنې دالان ته ورغلو اوهلته پریوه میزباندې یوه اوبل ته مخامخ آرام کیناستو…

شمال یې ویښته داسې ګډوډ کړي وو، چې هرچا فکرکاوه، همدا اوس څوشیبومخکې دچا دمینې لاس دهغې د زلفوله تاو راتاوڅخه را وتلي دي، ډیلی په کال کې یوموسم همداسې لري چې په جنکیوباندې سړی ګمانی کوي اوډول ډول پوښتنې دسړي ذهن ته ورولي… خو ښه والی په دې کې دی، چې دلته څوک څوک نه پوښتي، دلته لکه زموږ په ملک کې څوک په چا پسې پلته اوڅراغ نه وي، دلته ژوند په رښتیاهم لکه جمنا غوندې ټول عمر په پټه خوله روان دی، اوهرڅه یې یوازې په زړه تیریږي، دلته ژوند له چغوسره ملګری نه دی، بلکی دلته ژوند له خوند اودرد سره درازونو سندرې وایی اوځان داورپه لمبوکې دمرګ تردمه ځایه رسوي، هلته له سندرو لویږي… خوانګازې یی زربیا نه آرامیږي…

لکشمي ته په داسې حال کې چې په خپلونازکو ګوتویی دمجلې پاڼې اړولې رااړولې وریاده شوه:

ـ هو، رښتیادانۍ کره مې له مورسره تللې وم، هغې راته وویل چې دولت خان ته مې سلام وایه…

ماورته وخندل،په زړه کې راتیره شوه، نه لیدلي، نه کتلي، سلامونه تللی رغلي…

ـ ډیره مننه، دهغې یې له سلام سره څه دي، ولې یې نمستی نه ویل؟

ـ تاسې سلام وایاست، موږ نمستې، هماغه یې وایه…

ـ مننه، زما سلام نمستی دواړه ورته وایه… یوه ورځ به یې لیدو ته ورځم… اوځان به ورښیم…

ـ هو،هغې هم وویل چې یوه ورځ یې راوله…

په لکشمي هغه په رښتیاهم ډیره ګرانه وه ددې په وینا هغه ددې هرڅه وه له هغې سره به تل کیناسته اوپاڅیده، ځکه هغې به تل ویل چې دا له هغې څخه تل دپخوا په اړه پوښتنې کوي اوهغه یې هم ورته وایی… یوه له هغوتیرویې په دغه ورځ ماته هم وکړه:

ـ زه هغه تل ګړوم، دپخوانو زمانو پوښتنې ترې کوم، دپخوانو په خاطر له هغې سره مینه لرم، داچې پرما تیریادونه ښه لګیږي دهغې لیدو ته ورځم اوپه شپوشپویې اوږدو اوږدو خبروته غوږ نیسم اویایې ترې لیکم…

زما له پاره هم ددې داخبردپاملرنې وړوه ځکه مې پوښتنه ترې وکړه:

ـ په لیک لوست پوهیږي؟

زما دغې پوښتنې دهغې حیرانتیا راوپاروله ځکه یې په جدي توګه ځواب راکړ:

ـ هو، هغې ډیرڅه ویلي، هغې  کمبریج  هم پاس کړی، ډیرڅه یې لیکلي دي اوهغه په ډیرو خبرو باندې ترډیرخلکو ښه پوهیږي…

ددې دغې خبرې زما غوږونه راوکړنګول، په دې چې تردغې شیبې پورې ما فکرکاوه چې دهغې انې به هم لکه زما دانې غوندې په پټوسترګو دپخوانو کیسې په تورو شپوکې کوي… خو اوس دهغې په اړه زما نظرګردسره بدل شوی و. داچې لکشمي به په هره اوونۍ کې هغې ته ورتله له هغې به یې یوه نوې خبره زموږ په باره کې اویاهم زما په باره کې راوړه، ځکه مې نن هم دنوې خبرې یاددې اوونې دخبرې پوښتنه ترې وکړه:

ـ په دغه اوونۍ کې یې هم څه نوې خبره درته وکړه؟

هغې وویل:

ـ له هغې څخه زما پوښتنې اوس تل ستاسې په باب وي، له هغې سره تراوسه زما ددولت خان کیسه پای ته نه ده رسیدلې، دهغې دولت خوښیږی، دهغه په اړه کیسې کوي، په دې چې ددې انا وایی هغه ددې دانا هم خوښیده، زما دانۍ انا هرڅه دهغه په باب اوریدلي وو، خو ددې هغه ټولې اوریدنې دکتابوخبرې دي… هو، دهغې ددولت کیسې خوښیږی، له هغو سره یې سروکاردی، خو زما له دولت خان سره ناسته پاسته ده، هغه ددولت خان کیسې ماته وایی اوزه هغه بیا خپل دولت خان ته وایم… مانا داچې له دولت خانه تردولت خان پورې…

ما ته یې پوښتنه راپیداکړه چې پوښتنه مې ترې وکړه:

ـ ستا دولت خان؟

دې زر راته وویل:

ـ خبرې ته کونج مه ورکوه، زما دوست دولت خان…

هغې ویل چې دولت خان لوی اوبریمن جنرال و، خو دریغه چې یوه خورا لویه غلطی ترې وشوه…

ـ هغه څه وه؟

ـ هغه داچې که ده خپله په بابرپسې کابل ته استازي نه وای استولي اودهغه پرځای یې ابراهیم لودي خپل تیروتنو ته ځیرکړی وای، نوبیا به هندوستان دپردیومنګولو ته نه لویده، دولت هغه له کابله هند ته راروان کړ،غوښتل یی چې پرخپل لاس یې دډیلي پرتخت کینوي، داچې دې په لاره کې ناروغه شو، اویاهم ناروغه کړشو، ترډیلی پورې راونه رسید، بابرچې دده په پله ډیلی ته راوخوځید هغه دده له برکته دډیلي واکمن شو…

لکشمی لا داغم لړلې کیسه کوله، لایې پاې ته نه وه رسولې، زما زړه یې راتنګ کړ، په دې چې داډول خبرې زما لپاره چې له دغو کړو وړو وروسته هندوستان ته راغلی وم یوڅه دردونکې په دې وې چې که څه هم هغه زما له راتګه خورا پخوا تیرې وې، خو زما لپاره داسې وې لکه چې همداڅه موده پخوا په دغه مځکه باندې تیرې شوې وي ځکه مې دخبرولړې ورغوڅه کړه:

ـ جالبه او دردونکې….

زه همداسې دڅو شیبوله پاره دفکرځولې شوم، لکشمي لکه چې زما په دغه اکرباندې پوه شوه، لاس یې دمیزپرسر زما لورته راوغزاوه، داسې چې غوښتل یې څه راته ووایي، لایې موسکا په څیره اوشونډو کې غوټۍ غوټۍ کیده، چې ترخوله یې راووتل:

ـ فکرکوم ډیرخپه شوې، خپه کیږه مه، له دغې کیسې په سوونوکلونوتیردي، دا اوس دتیرواو نژدې له یاده وتلو یارانو یوه یارانه وه، هو، یارانه…چې هغه مهال تیره شوې هغه ستاخبره په هماغه مهال په کې دمینې بنګړي مات شوي دي…

ما په مینه مینه ورته وکتل،دې هم داسې راته کتل چې په خپلو تورسترګو کتوکې یې له مانه زما مینه ناک کاته په موسکا موسکا سره ولوټل، اوس یې زما پرځای هم خپلولاسوته کتل، چې ماځواب ورکړ:

ـ چې خپه شم څه به وکړم… خوستا اناباید زر وګورم… هغې نورهم څه نوي درته وویل؟

ـ بښنه غواړم. ما غوښتل چې هغه بله خبره هم درته وکړم، خو ته دومره زر ځوابي شې چې له ماڅخه اصلي خبره په بله لاړه شي…

ـ مامې لاس دهغی پر لاس کیښود اوورته ومې ویل:

ـ ډیره بښنه غواړم، ما فکروکړ چې ستاخبره پای ته ورسیده…

هغه بیاراته په خندا شوه:

ـ زه پوه شوم چې پرتا باندې د دولت خان دتاریخی تیروتنې خبره ښه ونه لګیده، خوزما دانا دابله ترهغې هم درنه وه لکه چې ماته یې کوله:

ـ پټانان دتاریخ په اوږدوکې داسې قام و او دی چې لویی واکمنې ړنګولای شي، دوې ډیرملکونه اوډیرې واکمنې له نورو نیولې، خو ترډیرویې ساتلې نه دي، ځکه چې دوی لکه څنګه چې زر اتفاق کوي، همداسې زر بی اتفاقه کیږي هم، هغې وویل چې کله دوې خپلې دغې بدمرغۍ ته دحل لاره پیداکړي، تردوې به هوښیار اومهذب ولس په نړې کې بل نه وي…

رښتیا رښتیا، دروغ، دروغ نورنو ما دپورتنۍ خبرې په وړاندې ددلیل په نامه څه له ځان سره نه درلودل، دې چې څومره دغه رښتینې فلسفه ما ته غږوله زه یې په فکرکې ډوبلوم، یوازې دهغې تورو سترګو ته مې کتل، خولې مې نورکار نه کاوه ښایی که زما پرځای بل څوک هم وای،همدغه اکربه یې مل وای اوهمداسې حالت به خامخا وردغاړې کیده… دهغې نازکو شونډو ته مې په ځیرځیریوازې کتل،اوپه فکرکې راتیره شوه نه چې په دغو درنو خبرو دهغې ژبه اوشونډې نه وي زخمي شوې… دهغې دنګې غاړې ته مې وکتل چې نورې هم ډاډول درنې اوزیږې خبرې په کې شته که پای ته ورسیدې….

هغه زما پر دغه حالت باندې پوه شوه، چې زه رښتیاهم ددې خبرو یوڅه سوچي غوندې کړم… له ځایه اوچته پورته شوه، داوږده دهلیز له هغه سره یې په څو شیپوکې دشدوچای دوې تودې پیالی په لاس کې رانیولې وې، یوه یې زما مخې ته کیښوده اوبله یې خپلې…

ـ وڅښه هوا سړه ده، تود تود یې وڅښه…

ـ مننه، هو داچای به زما سړه اروا یوڅه راتوده کړي…

ـ ستا سړه اروا؟

په همدغه خبره ېې دزړه له کومي هیله راڅخه وکړه چې نورنو ددې خبرو بڼه په بله خوا کړي، خپل لاس یې زما پرلاس باندې کيښود، دهغې لاس تود و، داسې چې کله یې زما پرلاس باندې کیښود، ما ته یې هم تودوالي خوند راکړ… لکه چې داهم زما پردغه احساس باندې پوه شوه، زما لاس یې په خپل لاس کې کلک ونیو، راته ویې کتل وشرمیده… پرتورو سترګویې د ختلو بڼو دروند والی ما له ورایه لیده، داسې چې په خورا سختۍ سره یې پورته اوکښته کولې… ځکه یې دخپل زړه په ټوله تودوخه کې راته وویل:

ـ تا کله دبرسات په شپوکې دجمنااویادافغانستان دکوم سیند په آرامه غیږکې دسپوږمۍ ننداره کړې؟

ـ نه، ما یوازې داوړي په زړه کې دهغو دزړونو فریاد اوریدلی دي…

ـ هو، جمنا زما په همدغه آرام خوتاوده احساس باندې خوښیږي… آه، زما… آه…

لایې هم زما سوړ لاس په خپل تاوده نازک لاس کې تود تود کیده چې هیله یې راڅخه وکړه:

ـ داسې یوه ښکلې لنډې دې په یاد ده چې دم ګړې زما په زړه باندې راسیوری شي اوزما… یوه ښکلې لنډۍ چې ښکلا یې په ژباړه کې زخمي زخمي نه کړي…

څوشیبې مې په داسې یوه لنډې پسې خپل ذهن څراغ کړ، چې وکولای شی دهغې زړګې تسل کړي، یوه راغله، خو ښه مې نه شوه، دویمه راغله هغه مې هم خوښه نه شوه دریمه خدای برابروله، برابره شوه اومخامخ مې دې ته ترخوله ور ووته:

اورچې بلیږي اخر مړ شي

       زړه چې مین شي همیشه لمبې وهینه…

لکه چې هغې سمه وا نه وریده زریی ترخوله راووتل:

ـ څه شی، څه شی، یوځل بیا یوځل بیا….

اورچې بلیږي اخر مړ شي

     زړه چې مین شي همیشه لمبې وهینه…

لمرلویدلی و، چې هغې بیا په خپله کتابچه کې دغه لنډې هم وکښله، داځل دغې لنډۍ پرهغې باندې درنه اغیزه کړې وه، داسې چې څومادې ته هغه ویله اوپای ته مې رسوله دتورو زلفو سیوری یې په کتوکتوکې زما پرخوا راپریوت، په مینه مینه یې خپل مخ زما پرمخ باندې راولګاوه، سریې راپورته کړ، په ځیرځیریې راته وکتل، سترګې یې سره وغړولې، څو مره یې چې کولای شول، دومره یې دخپلومینه ناکو کتوپه غیږه کې ونیوم، داسې چې ما ته یې زما دمشرې خور مینه ناک کتل رایادکړل، هو، دهغې چې کله به یې په شوخۍ باندې ووهلم، زما به نورڅه له وسه نه کیدل په زوره زوره به مې ژړل، هغې به چې زما اوښکې ولیدې، زر به راغله اوپه غیږ کې به یې ونیوم، په یوه اوبله خوابه یې ښکل کړم، زارۍ به یې راته وکړې چې نوردې نه وهم مور اوپلار ته ونه وایې … ، زما به هم زړه تسل شو، اوځان به مې آرام ونیو، لکشمي هم اوس ماته په همداسې یوه حالت کې بریښیده، زه اوس هم نه پوهیدم چې ددې زه خوښ شوی وم که دغه خوږه لنډۍ اوکه دواړه، لنډې یې څو ځلې نوره هم په خپلوشونډو باندې یوې اوبلې خواته سره و زغلوله، ما ته یې کتل اوله ځآن سره ګډه وه:

اور چې بلیږي…. اخر… مړ شی… اور… چې… به لیږي…آخر…

لایې دویمه مسره نه وه ورپورې پتلیز کړې چې سترګې یې له اوښکو راډکې شوې، غبرګې منګولې یې خپلو غبرګو سترګو ته ونیوې، داچې ولې اودڅه لپاره، داهغه څه وو چې ددې دزړه په تل کې وو، هغه یې ماته هم نه ویل،او کله کله به یې په هغوباندې لا ځورولم هم… نن هم زه نه پوهیدم، چې پردې دغې ټیکۍ اغیزوکړ اوکه به نورڅه وو،هو، پرې پوه نه شوم،ځکه چې لکشمی کله کله داشان درنه خو نا سپړلې ژړاما ته په درنو درنو کتوکې کوله…

 ترسکڼې ماښام هم خبره تیره وه، هغې نن له ما هیله وکړه چې ترکوره یې باید بدرګه کړم، ورسره ومې منله، ددې کورته چې کومه لاره ورغلې وه، هغه هم پرګڼوکوڅو اومالتو باندې تیره وه، په هرټکی کې به یې یوه یوه نوې خبره راته کوله، دلته هم مسلمان اوسی، انا مې وایی دلته هم پټانان اوسیدل، دلته لږ هغې خوا ته د…صوفی… زیارت دی….

لا دغه لړۍ پای ته نه وه رسیدلې چې موږ ددوې کورته څیرمه ورسیدو، دلویې بنګلې مخامخ یې دسړک په سریوه لویه غریبه کورنې په چوپړې کې اوسیده، اوټول عمر یې دهمدغه سړک پرسرتیرشوی و، دکورمیرمنې دخپلې چوپړۍ مخ ته اوربل کړی و اوله خپلو پچیانوسره خوشاله ورته ناسته وه، اوربلیده اوکرارې کرارې لمبې یې کولې، موږ لا دلکشمی دوې کورته نه وو رسیدلی چې د اورلمبې یې ورو ورو تتیدې، لکشمی هغو ته وکتل، اودهغو له کتو سره سمه یې لنډۍ په شونډو راغله، دا له موټره کښته شوه، دکورموټروان یی په دروازه کې دریدلې و، چې ما بیرته خپل استوګنځی ته راورسوي، دې له ما سره خدای پامانۍ وکړ، بیایی په یوه اوبله خوا دزړه له کومی مچې کړم، کله چې زه موټر ته وختم اوترهغومو چې دا له سترګو الونیا کیده، هغه ولاړه وه او لایې هم دخپل زړه درد ته دهمدغې لنډۍ ببوزې په سوچ سوچ کې واهه چې:

آورچې بلیږي اخر مړ شی…

آورچې بلیږي… آخرمړشي…

 زړه چې مین شي همیشه لمبې وهینه  …

پاتې لري …

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.