دلته خدایان خوشـاله دي (ناول)/ ۳

لیکوال : ع . رشــــید

660

دریمه برخه

دلته خدایان خوشــــاله دي

(ناول)

لیکوال : ع . رشــــید

(۱۹۹۵ ـ ۲۰۰۱) کــلونـــه

نـوی ډیـلی

(۶)

نه پوهیږم، څه مې لیکل، یوڅه خومې لیکل، په هغه ورځ مې ان ترماښامه بورې لیکنه وکړه، ګوتې مې پرقلم باندې درنې درنې شوې… دپاڼې پرڅولیکل شویو کرښو مې کیښودې اودمیزله سره پورته شوم، دکوټې دهلیز ته ووتم، نوې دسکڼې ما ښام څپه راخوره شوې وه، تیارې کرارکرار ځان راغوړاوه، په دهلیز کې پښه نیولی غوندې شوم، زما کوټې ته مخامخ زما هندي ګاونډي انند پرکاش اودهغه میرمن چاندني دواړه تاوده تاوده ګر ځیدل، زما یې هم تلوسه کړه، څوشیبې ددوی برنډې ته مخامخ ودریدم، دلته به زه تل دریدم، کله کله به مې له همدغه ګاونډي اویادهغه له میرمنې سره له همدغه ځایه خبرې هم کولې، په دغه ورځ هم دلته ودریدم، خو دوی خورا بوخت راته معلوم شول، څو شیبې نه وې تیرې چې چاندني یوه ګیډۍ شمې په لاس کې راووته، یوه یوه یې دبرنډې پردیواله باندې له دغه سره ترهغه کتارکيښودې اوبیایې له یوې نرۍ دعا وروسته هغه ټولې ولګولې، شمې ولګیدې، شاوخوایې ټوله رڼاکړه، دلګیدلو شمو تررڼا ورهغې خواته،داپه خپله له خپلې همیشنۍ موسکا سره ودریده ما ته یې وکتل اوپه خنداشوه:

ـ مه خواشینی کیږه اوس یې ستا دکور په مخ کې هم لګوم…

زه په اصلي خبره پوه نه وم، بې له دې چې په خبره ځان خبرکړم، حاضرځوابی مې وکړه او ورته ومې ویل:

ـ ضروري نه ده، سپوږمۍ دستورو په منځ کې ترنژدې له لرې ښه ښکاریږي، زه یې له همدغه ځایه ګورم اوخوند ترې اخلم…

هغه زما دخبرې په نازکۍ پوه شوه ځکه یې نیغ ځواب راکړ:

ـ سپوږمۍ چې څومره لرې وي ښکلې وي، خو شمې که لرې وي له نظره لویږي، پریږده چې نژدې یې درته ولګوم…

هغه له یوې ګیډۍ شموسره راغله، زما دکور تیاره دهلیزیې هم په شموراته روښانه کړاوراته موسکۍ شوه:

ـ وګوره شمې چې څومره نژدې وې ښکلې وي اوسپوږمۍ چې څومره لرې وي هغومره…

مایې هم په ځواب کې وویل:

ـ خوچیرې د سپوږمې ځلا اوچیرې د شمې…

زریې خواب راکړ:

ـ دا شمې د داسې چا په قدمو کې بلې دي چې سلګونه، سپوږمۍ یې دنوکرۍ جوګه هم نه دي…

له چاندني سره ما تل ټوکې کولې، هروخت به مې ورته ویل چې ستانوم ډیرښکلی دی، موږپه پښتو کې چاندنی ته سپوږمۍ وایو… نن مې هم له دې سره خپلې عادي خبرې شاعرانه کړې، څو شیبې لانه وې تیرې چې خاوند یې په یوه پتنوس کې څوډوله شیرنې اوحلوا رانیولي وه اوما ته یې راکړه… ده هم زموږ خبرې اوریدې ځکه مې له ده څخه دقضاوت پوښتنه وکړه:

ـ ته ووایه چاندني رښتیاوایی که زه؟

ـ هغه خبره رالنډه کړه:

ـ تاسې دواړه رښتیاوایاست خونن به دچاندني ومنو…

ـ څنګه؟

ـ ځکه ته پوهیږې چې نن زموږ ډیره مبارکه شپه ده، نن لکشمي زموږ په کورونو ګرځی…

ـ لکشمي څوک ده؟

ـ هغه چې دنړۍ شتمنۍ له دې سره دي…

چاندني دخپل باورپه رڼاکې ددغې ننۍ شپې اودهغې دلوړتیا اومبارکۍ په اړه نژدې یوکتا ب خبرې راته وکړې اودغه شپه یې له خورا نیکمرغو اودرنو شپوڅخه یاده کړه، په دغوشپوورځوکې هندکۍ روژې نیسی، کورونه پاکوي، په دې چې دوی باورلري چې په دغو شپوکې لکشمي د دوی کره راځي، په ټولوکورونو ګرځي، ځکه خویی دوی په هرکلي کې شمې بلوي، اودخپلومرادو دپوره کیدوبرکتونو ته یې سترګې په لاره وي…

چاندني به چې هرځل دلکشمي نوم په خوله راووړ، نوورسره به له ډیرې مینې دچا خبره باغ باغ کیده، هغې یوځل داخبره هم یاده کړه چې لکشمي دشتمنیو ددنیا واکمنه ده، چاته یې چې زړه وغواړې هغه ورکوي… ما ته هم زما اولکشمي دلیدودلومړیوورځوخبره رایاده شوه چې دلومړي ځل له پاره لکشمي خپل نوم راته ویلی و اوماورته ویلي ووچې:

ـ لکشمي، څومره ښکلی نوم دی،

ـ لکشمي هغه چې سړي ته شته اوعزت وربښی… ؛

اودې ځواب راکړچې:

ـ هو، هم هغه، خوزه غریبه یم، چا ته لکه هغه څه نه شم ورکولی…

په همدغو شیبوکې زموږ نورګاونډیان هم لاړل راغلل، هغوی هم چې څه تیارکړي وو ماته راکړل اوما هم ترې واخیستل… شپه ښه راتیاره شوه… دوې خپلوکورونو ته لاړل اوزه خپل ته… خو شمې لاهم داوږده دهلیز په اوږدو کې لګیدلې اودنژدې سکڼې ماښام دتورتم شمال به په یوه اوبله خوا په مینه اونازسره اړولې را اړولې… زه خپل کورته راننوتم، دخوږو ډک پتنوس مې هم دمیزپرسر کیښود، له کړکې مې یوې اوبلې خواته وکتل زموږ ټولو ګاونډیانوخپل کورونه رڼاکړي ول، زه لاهم په کړکۍ کې ولاړوم،هغه خبره رایاده شوه چې لکشمي راته کړې وه، دلته خلک دډیروخدایانوښه نمانځنه کوي، درناوی یې کوي ځکه نوخدایان دلته خوشاله دي… زه په همدغه سوچ کې وم چې تلیفون په شرنګا شو، له کړکې رادې خوا شوم غوږۍ مې پورته کړه، پلارمې له کابله په لین کې و، زما دجوړوالي پوښتنه یې وکړه، دایې هم راته وویل چې مشرورورمې دادوه ورځی کیږي وسله والو کسانو له کوره ایستلی نه پوهیږم چې همدلته یې په ښارکې چیرې ساتلی اوکه یې شمالي ته بیولی دي…

په هغو شپوکې پرکابل باندې دغلواوسړي وژونکوچې دشمالي دغلوداړې یې په سرکې وې واکمنې وې… زما یې هم فکرسره ګډوډ کړ، په دې چې دهغه مهال وسله والو ته دانسان مرګ دچرګ ترمرګ هم اسانه و… ځکه نوداډول ناوړه زیري هره ورځ زموږ ترغوږو یوې اوبلې خواته تلل اوراتلل، زه په همدغه غم کې وم، په دې فکرکې وم چې ورور به مې ژوندی وي که نه؟ چې بیاتلیفون په شرنګا شو، سره له دې چې لاس مې نه ورته، خو زړه مې وکړ اوغوږۍ مې دزړه په زوررا پورته کړه، داځل مې د ورور غږ ترغوږ شو، هغه ته مې دپلاردخواشینې خبره ورکړه، هغه هم خبرو، خوزریې راته وویل چې ته بی غمه اوسه، پرما تراوسه څه نه دي شوي…

غوږې مې کیښوده، زړه مې یوڅه سره راټول شو، سره له دې چې دغو څو دقیقوزما دفکرهرڅه سره ګډوډ کړل،
بیامې ترکړکې دباندې وکتل، لاهم دګاونډیانو پربامواودهلیزو باندې شمې بلیدې اورڼاوویې هره خوا په سراخیستې وه…

زما دکور په دهلیزکې هم دشمولیکو خپله رڼاکوله، زما فکرلاهم دکابل په تیاروکې نښتی و، لاهم سم نه وم آرام شوی چې زما دکوټې دروازه کرارکرار راوټکیده… زه نژدې ورغلم اوغږ مې ورباندې وکړ:

ـ څوک؟

ـ زه (نری ښځینه غږ)

ـ تاسې څوک یې؟

په خورا ناآشناغږکې:

ـ زه لکشمی یم…

رښتیا زما خپله ټولګیواله لکشمي ګردسره په یادهم نه وه، خواوس مې چې دلکشمي نوم واورید په ټول بدن مې دچا خبره سړه لره را ننوته، زما په ذهن کې یوازې د چاندني کیسه همداسې ژوندې پرته وه، بله داچې لکشمی کله هم زما کوټې ته په داسې درنه اوتیاره شپه کې راغلې هم نه وه… یوې اوبلې خو اته مې وکتل، هیڅ مې هم ترسترګو نه شول، له دروازې په یوه خوا شوم چې دروازه بیا په ټکیدوشوه… بیامې زړه نازړه غږ پرې وکړ:

– څوک یې؟

هغې بیا په ډیره ارامه ژبه ځواب راکړ:

ـ زه یم.

ـ تاسې څوک یي؟

ـ زه لکشمی یم…

که رښتیا ووایم زه نورهم نارامه شوم، په دې چې څوشیبې مخکې زما ګاونډۍ چاندنی اودهغې خاوند داخبره کړې وه چې نن لکشمي دیوي پرټولوکورونو باندې ګرځي، ځکه نو زه په همدغه فکرکې لکه پاڼه اوس داسې لړزیدم، په دغه شیپه کې چې مادهغې نوم واورید له ځان سره مې وویل چې ګواکي: ( راباندې راغله…) اوس نه پوهیدم چې څه وکړم، اوڅه شان دروازه ورته خلاصه کړم، هره شیبه یې اوس غږ هم اورم چې راته وایی لکشمي… راتلل نور توروي که سپین… یوځل خو مې ژمنه وکړه چې پریږده دروازه ورخلاصه کړم، توکل مې د پرخدای وي، پریږده چې څه راته وایی اویاڅه راباندې کوي… خو اوس زه دومره بې واکه شوی وم چې دخپل ځان واک اوځواک هرڅه رانه تللی وو، په ځان کې مې ان ددریدو توان هم نه و، څوځلې خو په زړه کې راتیره شوه، چې باید ځان له کړکې دباندې واچوم، شاوخوا ګاونډیانو ته مې پام شو، چې که مې دوی ووینې، بیابه راته وایی چې نه لکشمی وه اونه نورڅه هسې ځان درباندې تاوان و. زه په همدغه ویرکې وم چې یوځل یې بیا دروازه راوټکوله:

ـ ټک ټک ټک…

ـ څوک یې؟

ـ زه څوک یم، لکشمی یم… لکشمي… غواړې دروازه درماته کړم…

نورنو راکې هیڅ هم نه وو پاتې، اوس نو په دې پوه شوم، هغه سمه دمه زما دروازې ته دریدلې اودپریښودو مې نه ده، له ډیره ډاره بیا دروازې ته ورنژدې شوم بیامې لکه چې شونډې سره بیلې شوې…

ـ تاسې څه غواړﺉ؟

ـ په داسې ښځینه غږکې یې چې ما ته ناآشنا راته ځواب راکړ:

ـ تاغواړم…

له سخته ډاره سره مې داجرات وکړ چې ورته ومې ویل:

ـ هیله کوم، زه دغه شیبه په ډیربدحال یم، ناروغه یم، پریږده چې آرام وکړم…

خوهغې بې له ځنډه ځواب راکړ:

ـ اجازه راکړه، چې زه تاآرام کړم… که ناروغه یی هم چې چاره دې وکړم…

کله یې چې داځواب راکړ، نوره مې زړه ته ورسیده چې بس همدغه وروستۍ خبره ده، اوزه نورنوددې نړې نه یم اونه به په دغه نړې یم، خدایی مې په ټوله لویی یادکړ، په داسې حال کې چې نورنو په ځان نه یم پوه شوی، لاس مې ددروازې ترځنځیرپورې ورسید، داچې ما څنګه هغه خلاصه کړه په هغې هم نه وم پوه شوی، خوچې کله راپه حال کې شوم، سترګې مې سره وغړولې، ومې لیده چې زما هم ټولګۍ لکشمي مې سرته ناسته ده اوزما له ګاونډۍ چاندني سره یوځای دواړې راته په ژړا شوې…

ـ ولې په تاڅه وشول، څه خبره وه…. ولې؟ ولې؟

ما ورته وخندل، ورته ومې ویل چې هیڅ هم نه دي شوي، خودوې بیاهم زما په خبره باورنه کاوه، دوی فکرکاوه چې ما به شراب څښلي وې، په داسې حال کې چې لکشمی پوهیده چې زه ددغه کارشازلمی نه یم… نورمې چاره نه درلوده، ټوله کیسه مې لکه څنګه چې وه په زور اوزیرورته تیره کړه، دوې دواړې له خندا راته شنې وې، داسې چې زموږ ګاونډۍ پورته اوله ولاړیدو سره سم یې راته وویل:

 ـ ما فکرکاوه چې ګواکي رښتیاهم بل څه درباندې شوي، خو لکشمې دومره راته وخندل چې په پای کې له ډیرې خندا خندا راته په ژړا شوه… زما په دغه حال یې ښه زړه تش کړ…

هغه نن په دغه تورتم کې پر ماپسې راغلې وه چې ما خپل کورته بوځي،هغې نن زما په خاطرخپل ټول خپلوان رابللی وو، زما ټول کالي اودریشی یې راته راواخیستل، راوایې اغوستل، له کوره یې راوایستم، دهغې شپې دبلوشمو په منځ کې یې ترخپل موټره راورسولم اوپه خپل موټرکې یې په خپل څنګ کې کینولم، په هغه شپه زه ددوې ترکوره په ځان نه پوهیدم، سرمې په ټوله لار ددې په اوږه تکیه کړی و، هلته یې انا هغه چې لاهم دتاریخ دزیړو پاڼو پرمخ پردولت خان مینه وه، زما په انتظارناسته وه، کله چې زه په لومړي ځل لکشمي خپل کورته لاس نیولی ننه ایستم، ما هلته لومړی ځل هغه نژدې اتیا کلنه ګل بانو په خپل ټول درنښت سره ولیده، اوله هغې مې له ډیرې مودې وروسته په هغه لرې و‌طن کې دخپل قام، دخپلو پښتنو ډیرې خوږي اوډیرې ترخې یاترې اوخاطرې په هغه مبارکه شپه په ویاړ ویاړ سره واوریدې…

 

(۷ )

د ښایسته بنګلې د وره پرسر دیوې وړې کرښې په لیکه څراغونو مړاوي مړاوي سترګکونه وهل، تیاره وه، دانګړ دننه ګل ونې اوګلولې یوې اوبلې خواته غوړیدلې څانګې ولاړې وې، په نرۍ ویاله کې رڼو اوبوهم ځان لکه زرڼه داسې ښود، وړاندې اووروسته هم څه رڼاوې زما سترګوته راغبرګې نه شوې، هیڅوک هم نه وو، هیچا هم دلویې اوښکلې بنګلې په دروازه کې لکه میلمه غوندې زما هرکلې ونه کړ، یوازې لکشمي ددغې ښکلۍ اودنګې بنګلې پریوه اوبله خواتاو راتاوکړم، دبنګلی شا ته یې یوقبرراوښود،چې هغه یې دنیکه و که دغورنیکه، تردغه مهاله چې څو موږ ورتلو یوه وړه شمه چې نوره نودمړه کیدو په پوله دریدلې وه، یوې تتې رڼا بدرګه کوله اولاهم نرې نرۍ لګیده، په څنګ کې یې زړه تاخچه چې یوپاڼې پاڼې کتاب پکې ایښی وتراوسه جوړه وه، لکه چې دتاخچې په دیواله کې سا نه وه پاتې، همداسې کتاب هم په ښکلي پوښ کې واسکټ واسکټ شوې و، نه پوهیږم چې دڅومره کلونوبرساتونو، بادونو، نمونواوګرمیو به وهلی وخوکله چې مایې له مودووروسته پاڼې سره واړولې راو ړاولې، دهغې وروستۍ شمې رڼا ته یې توری داسې روښانه راته ځلیدل چې ما فکروکړ راته خاندي… ومې کوت، بیرته مې په درناوي سره لومړی ښکل کړ اوبیامې پرخپل ځای کیښود چې لکشمی راته وویل:

ـ ودې کوت، ودې لوست، پرې پوهیږې…

ورته ومې ویل:

ـ هو، لږ لږ…

خودې په داسې څیره لکه چې رښتیا نه وایی راته وویل:

ـ زه چې په ښه اوبد پوه شوې یم، دا پاڼې پاڼې کتاب دلته ګورم…

ـ هو، ډیرزوړ دی، خو لیکنې یې اوس هم سړي ته خاندي…

ـ څنګه؟

ـ که دکتاب پښتۍ زړه شوې، خودهغه تورې لاهم چې څنګه له اوله روښانه وو اوس هم روښانه دي…

دزاړه قبر پرسریوه څانګه وره زړه ونه په خپلې ړنګې بنګې تنې، په خپلې سورۍ سورۍ څیره لاولاړه وه، ډیرې څانګې یې اوس هم لاوچې شوې ورپرې زنګیدې، پاڼې خو دومره پکې لږ وې چې هغې خواته یې دآسمان په هسکو کې ستورو له موږه خپله پرده نه شوای کولای، خوولاړه وه اوپرقبرباندې یې تودو اوترخو بارانونو ته یې اوس هم خپله شکیدلې اوسورۍ سورۍ تنه لکه دمجنون ولې په شان نیولې وه. په همدغه لیدنه کتنه کې وو، چې دبنګلې له خوا یوسپین ږیرې زموږ پرخوا دروند دروند کیده، اوږده پټانی کالي اوواسکټ یې پرځان کې وو، چې رانژدې شو لکشمی په څو لنډو جملو کې داسې راوپیژاند:

 (( دا حکیم خان لالا دی، دې زما له انا سره اوسیږی، دده پلرونه اونیکونه هم زما دانې له میندو اوپلرونو سره اوسیدلي دي، ددې بنګلې هرڅه په ده پورې اړه لري…

چې ښه رانژدې شو، ما لاس ور اوږد کړ، خوده راته وویل چې په لاس کارنه کیږی، سره غاړه غړۍ به شو… بیا یې په خوند غیږه راته خلاصه کړه اوکلک یې په خپله غیږکې ونیولم. لکشمې راته ونه ویل چې دی هم هندوستانی پښتون دی، خو کله یې چې زه په غیږکې ونیوم، نوبیایی ترغوږ په یوه ماته ګوده جمله کې راتیره کړه چې: زې بهی پټان یوم…

چې دحکیم خان لالا روغبړ پای ته ورسید نو لکشمی ته یې مخ ورواړاوه:

ـ ځو چې میم صاحبه تاسې ته انتظارکوي…

موږ درې واړه د زړې خو خورا درنې ونې اوزاړه قبرله خوا دبنګلی په لور ور روان شو، ددروازې پرسریی څراغونو دیوې وړې لیکې پرکرښه باندې مړاوي مړاوي سترګکونه وهل، تیاره وه، چې موږ پربنګله ورننوتو، حکیم لالا مو مخکې واوموږ ورپسې وو. بنګله لکه څنګه چې له باندې آرامه بریښیده دننه دومره آرامه نه وه، کله چې موږ تر دروازه وردننه شو، څرګنده شوه، چې دهلیز ته له ښۍ، کیڼې اوبرې خوا یوشور اودډیرو غږونو انګازې اوشورماشورراته، تردغې شیپې زه په دې فکرکې وم چې دومره لویه بنګله اودومره لویه خاموشی؟ خو اوس پوه شوم چې زما سوچ برعکس وخوت، بنګله چې څومره له باندې څخه آرامه ښکاریده دننه دومره آرامه نه وه….

موږ په لومړي پوړ کې وړاندې ښی خواته ولاړو، هلته بیا ښې خواته کاږه شو، یوڅو وړې وړې زینې پورته ختلې وې چې موږ په هغو کې پورته وختو، هلته دیوه لوی دالان په دروازه کې یوې ښایسته ډلې نجونو اوهلکانو زموږ هرکلی وکړاودروازه یې د میم صاحب ددربارپه لور راته پرانیسته…دالان ډیرلوی و، میم صاحبه هلته د دالان په هغه سرکې له څونورو خپلوانومیرمنو سره په خبرو لګیاوه… لکشمی ترما دمخه وه، کله چې هلته ور ورسیده دخپلې انې لاسونه یې ښکل کړل، خو پښتوته یې لکه دهندکیونجونو په شان ورټیټه نه شوه، په یوه اوبله خوا یې ښکل کړه، کله یې چې زما په باره لنډې خبرې په انګریزي کې ورته وکړې، بیایې ماته لاس راکړ، اوزما غبرګ لاسونه یې په خپلودواړو لاسو کې ونیول، کله چې ما دهغې لاس مچولو ته ځان ته جوړکړ، نه پوهیږم چې دې ته څه په زړه کې ورتیرشول، دواړه لاسونه یې زما ترببروڅڼو راتاوکړل اوکلک کلک یې زه هم په یوه اوبله خوا لکه چې موربه مې ښکلولم، ښکل کړم اودڅوشیبوله پاره یې زما سرکلک په خپله غیږکې و نیو. کله یې چې مخ زما له سره په یوه خوا کړ، اوماپورته ورته وکتل، له سترګویې نرۍ نرۍ اوښکې زماپرمخ راتوېې شوې، زه ورته ځیرشوم، شاوخواته مې وکتل چې زموږ شاوخوا خپلوان یې هم ټول آرام ولاړدي اوزموږ ننداره کوي… ما لکشمي ته هم وکتل خو هغې هم ځان آرام نیولی و. زړې ګلبانو زما پرسرلاس کیښود، اوپه خپل څنګ کې یې پرڅوکۍ باندې دکیناستو هیله راڅخه وکړه، زه لاناست نه وم چې خپلې زړې خورته یې هغه چې تردې هم مشره وه مخ ورواړاوه او ورته ویې ویل:

ـ بابا دې په یاد دې چې ویل به یې: په پټانانو او افغانانوکې تراوسه هم مشر مشر دی اوکشرکشر… کله چې زمانه اخره شي، له موږ به هرڅه هیرشوي وي، ډیرارزښتونه به مو له لاسه ورکړي وې، خو دوې به لاهم خپل هغه ساتلی وي اوموږ به زارۍ ورته کوو چې دخدای له پاره موږ هم ستاسې وروڼه یو، ستاسې قام یو، موږ له دغې ناآشنایی، له دغې بې ایمانې اودغې بې پټانۍ دروژغورﺉ….

مشرې خوریې په داسې حال کې چې ددې خبره یې واوریدې دا هم ورته وویل:

ـ داسې مې په یاد دي لکه دا پرون، دهغه داخبره هم زما په یاد ده چې ویل به یې: دوې چې څومره له کلکوکاڼو او اوچتوغرونوسره عادت شوي، همدومره مهربانه اوله عاطفی ډک زړي خلک هم دي…

دلکشمی انا سره له دې چې ښی لاس یې زما پراوږه ایښی و، زما په لور په ځیرځیروکتل اوراته ویې ویل:

ـ زه ډیره نیکمرغه چې تا ګورم، ستا په لیدو مې هره شیپه دپخوانو هغه زاړه یادونه چې له خپلوپخوانومې اوریدلي یویو په ذهن کې راچورلي، همدا اوس زه فکرکوم چې زه دخپل ماشومتوب دوران ته ورستنه شوې یم.

ما چې ددې دزړه له کومي مینه ولیده، خپله لنډه مننه مې ورته څرګنده کړه:

ـ زه خپله هم اوس نه پوهیږم چې څه حالت رامل شوی دی، له تا اوستا له کورنې څخه ډیره مننه چې ماته مو دلته بلنه راکړه، زه همداسې فکرکوم، چې په خپل غم لړلي خوډیرراته ګران هیواد خواږه افغانستان کې له خپلې کورنې سره، که څه هم موږ دا شل کاله داسې نه یو سره یوځای شوي ناست یم…

هغې پوښتنه راڅخه وکړه:

ـ ما ته لکشمی ویلی چې دلته یوازې یی؟

ـ (په موسکا) یوازې یم خو ځان په دغه ملک کې یوازې نه راته ښکاري، داچې ولې په دې تراوسه هم پوهیدل راته ګران دي، خو کله کله له ځان سره فکرکوم چې پاک الله زما دجوړولو خټه له همدغه هیواده ما ته خوښه کړې وي… ځکه داسې راته ښکاري لکه زموږ ښکلی افغانستان….

په خپلو نرمو منګولویې په اوږه وټپولم اوراته په خنداشوه:

ـ ته رښتیا وایی، هندیان هم وایی چې آدم علیه سلام دلومړي ځل له پاره خدای پاک په هندکې پیداکړی… همداده چې موږ هم وایو چې دهرچا خاوره له کوم ځایه اخیستل شوې وي، هغه هلته خوشاله وي اوله هغه ځای سره داسې چې پرځان هم سم نه پوهیږي رټه مینه لري، هغه خاوره یې ورکاږي اوپه پای کې یې همالته…

ما بیا ورته وویل:

– تاسې دخوشال بابا خبره وکړه، تاسې خوشال بابا پیژنۍ؟

ـ خوشال چې کوم پښتون نه پیژنې، پوه شه چې هغه خدای نه پیژنی… دهغه خبره ماته معلومه ده چې وایی: هرسړی پیدا دی خو خپل کارلره کنه….

زه ددې دغې خبرې په رښتیاهم هیښ کړم… حیران شوم چې داخو ترما هم خوشال ښه پیژني، ځکه مې په شرمیدلی توګه پوښتنه ترې وکړه:

ـ تاسې دخوشال شعرونه لوستي؟

ـ هو، هغه مهال چې زه لاپه اروپا کې زده کوونکې وم، ما دهغه انګریزی ژباړه لوستې وه… هغه ژباړه مې بیاله ځان هم راوړه اوس هم زما په کتابتون کې شته… اوس یې هم کله کله وایم…

ګلبانو دهندوستان دپښتنونوابانو دیوې درنې کورنې هغه وروستی څراغ وه، چې ددې دخپلې کورنۍ، دخپلې نوابۍ د زوال وروستۍ شپې ورځې لکه دخوب دلیدو په شان په یاد وې، دهغې اوس هم په یادوو چې دا وړه وه، او ددوې په دربارکې به لوی لوی میلمانه هغه سرداران اودنامه خاوندان وو چې هغوی به له کابله راتلل اویا هم له کابله راغلي وو اودلته په هندوستان کې اوسیدل. دې ته په یادوه چې کله به ددوې دربارته سردارایوب خان په کال کې یوځل دوه راته، ددوې دنوابۍ ټول درباربه سره ښوریده اوپه ټول دربارکې به یې هرچا له یوه اوبل سره داخبره کوله چې دکابل هغه سردار راځي چې په میوند کې یې په زرګونه انګریزان داسې نیمه خواکړل چې دماتې کیسې یې تراوسه هم انګریزي بابا ګان خپلو لمسیانو ته کوي… خو دریغه چې اوس هغه پښتنه شهزادګۍ دژوند دزوال پرخواوه، اوس هغې کومه رسمي دنده نه درلوده، دوې درې دورې یې دپارلمان دغړې په توګه کارکړې و. اوس به هم چې سړي ورته کتل له څیرې عادي څوک نه ښکاریده، دنګې ونې، عټو غټو سترګو، او اوچت قد یې اوس هم په رښتیا دحمیدبابا هغه بیت چې: ( پښتنې په قامت سترې نه دي څه دي… ) په یونظرسړي ته وریاداوه.

زړې شهزادګۍ زما نوم له لکشمي څخه اوریدلی و، ما هم له هغې څخه اوریدلي وو چې دهغې هم ددولت خان نوم ډیرخوښیږي… ځکه چې هغه دهند په تاریخ کې خورا لوی افغان تیرشوی و. په دغه شپه هم دې ددولت خان په اړه دهندوستان دتاریخ په حواله خورا ډیرخبرې وکړې، که څه هم زما نوم دولت خان و، خو دهغه دولت خان له امله چې هغه دپښتنو پرتم خاورې ایرې کړ، زما له خپل نامه څخه هم بدراتلل، ځکه نو ددې دمینې په اړه له ماسره یولړپوښتنې وې، چې ولې ددې په دومره پښتنوکې دهغه له نامه سره دومره زیاته مینه ده، کله چې مې په هغه شپه ورته وویل:

ـ دولت خان لوی سړې و، خو لویه ناسیالي اودهغې تور داغ یې پرمخ باندې پاتې دی، ځکه هغه خپل مټ په خپله توره پرې کړ…

دا راته موسکۍ شوه اوراته ویې ویل:

ـ که دا تورداغ یې پرمخ نه وای بیا خو سلطان بهلول لودي و…

ـ ستا یې ولې نوم خوښیږي، پرتاولې هغه دومره ګران دی…

ـ ته رښتیا وایې دهغه نوم دسلطان ابراهیم لودي دزمانې په خورا مهموکسانو کې راځي، دهغه نوم مخکې تردې چې ناسیاله شي ډیرمهم و، په دې چې مخکې یوبریمن سردارو، او وروسته دقام لوی شرم…

ـ نوبیاموولې له هغه اودهغه له نامه سره دومره مینه ده چې وایې پرما دهغه نوم خوږ لګیږي…

زړې شهزادګې خپل زوړ غږپه کړیس کړیس پورته کړ، لاس یې زما پرسرکیښود اوترخوله یې راووتل:

ـ زما دمینې اوزماد تورې اتل دولت خان، دویم دولت خان دې، هغه چې خان جهان لودي غوندې پیاوړې اونرپښتون بچې ترې پاتې شو… ددغه ویاړلی دولت خان داتلوالۍ اوپښتنولۍ له مخې هغه ناسیاله هم اوس بدنه راباندې لګیږي… ته پوهیږې چې خان جهان به چې په مغلي دربارکې ناست و، له پاچا رانیولی ترپیره داره چا داتوان نه درلود، چې دده دزړه او ارادې خلاف خبره وکړي… وایی چې یووخت دمغل پاچا لوی دربارجوړو،ټول امرایان له هرې خوا په کې راټول شوي وو، کوم چا له هوښیارۍ اوکه له بې عقلۍ وویل چې دهندوستان وارث څوک دي؟ درباریانو هریوه په خپل وار سره دغوړمالیوپه ژبه دپاچا اودهغه دخاندان سندرې وویلې چې بس عالم پناه اودهغه کورنۍ دهندوستان وارثان دي، کله چې دده وار راغی، دپاچا او درباریانو په مخ کې په ډاګه داخبره وکړه:

ـ مغل څوک او څه… دي، ترهغه پورې چې دهندوستان پرلتو باندې دپښتون دتورې شرنګ لګیږي، هیڅوک داحق نه لري چې ووایی پرته له دوې نورڅوک دهند واکمنان اووارثان دي…

پاچا اودرباریان ټول چوپه خوله شول اوهیچا هم نورڅه ونه ویل…

دالاماته غږید ه، لایې هم تاریخ راته وایه چې لکشمي زموږ خواته راغله او د ډوډې دتیاري خبره یې زړې شهزادګۍ ته وکړه، هغې خپلې خبرې پرې کړې اوما ته یې اشاره وکړه:

ـ ځۍ ډوډې تیاره ده،او دا اوږدې کیسې دیوې ورځې کیسې نه دي….

زموږدغه لوی دالان ته مخامخ د ډوډۍ خوړلوکوټه وه، دومره لویه چې له یوه سره یې بل ته غږ نه رسیده، داسې ښکلي څراغونه پکې لګیدل چې دښکلاساری ما تراوسه نه و لیدلې، دیوالونه اوشاوخوایې په رنګارنګ هنداره پسولل شوي و و، کله چې موږ ورننوتو، لومړې ېې دهغه لوی خوړنځي لو‍یدیزې څنډې ته لارښوونه کړو، زړه شهزادګۍ هم له ماسره وه، چې دې یې په باره کې راته وویل: دغه برخه په شش محل باندې مشهوره ده، داد هندوستان په ټولو لویو نوابیوکې نامتو اوبې ساری شش محل و، انګریز ویسرای هغه مهال چې لا زما ارواښاد پلار ددغې سیمې نواب و، ددغه ځای دلیدو هیله وکړه اوله شملې څخه ددغه لوی شهکاردلیدو له پاره دلته راغی اوڅوورځې دلته زموږ میلمه و…

زه اودا بیرته دډوډۍ سرته راوګرزیدو، دا زموږ په مخکې وه، هلته ډیروخلکو زموږ هرکلی وکړ، مانا داچې زه دلته نن یوازنی میلمه نه وم، بلکی یوازنی نوې څوک وم. هلته مخامخ یې دهرکلي له پاره مشره نګور او وړه لور ولاړې وې، هغه یې یوه یوه راوپیژندلې، اوراته ویې ویل چې:

 ـ دازموږ ددربار دود دې چې کله زموږ درانه میلمانه راځي، هلته به زموږ دکورسرشته دارې میرمنې په تیره بیا لورانې اونږیندې اودهغو خاوندان دهرکلي کوونکوته د هرکلي له پاره دډوډې په سر دریږي… ما په دغه لاس سردار ایوب خان اودهغه ورور امیرمحمدیعقوخان ته ډوډۍ اچولې اودهغو هرکلی مې په همدغه لوی دالان کې کړې دي… دغه دود موږ تراوسه پالو اوتراوسه مو هم له یاده نه دې ایستلی… ان چې ځینې خاص دودیز څه هم لرو چې تراوسه پورې موږ نه غواړو هغه بل چا ته ور وښیو اویایی ورته ووایو…

به هغه شپه څه ګلبانو بي بی اوڅه هم لکشمي ماته خپل ټول خپلوان راوښودل اوراویی پیژندل، لکشمي خپل پلار مدن لال ټاکر هم راوپیژاند، موریې عظمی خان مدن هم راوپیژندله، هغه دګلبانو دویمه لوروه، چې پلارېی مدن لال ټاکر ته چې دهندوانو له یوې خورا درنې کورنې څخه و، اوپه دکن کې یې پلرونه اونیکونه لوی راجاګان تیرشوي وو ورکړې وه… اوما ته اوس هغه خبره چې ما ولې لکشمي نه پیژندله دلومړی ځل له پاره روښانه شوه… زه اوس پوه شوم چې لکشمي څوک ده اوولې یې له ماسره ناسته پاسته دنوروخلکو په شان نه وه، په هغه شیبه کې یې چې خپله مورراپیژندله یوڅه شرمیدونکې شان شوې وه خو ما زردټوکې په توګه دهغې مورته وویل:

ـ ماته خو اوس معلومه شوه چې ته دنواب صاحب لوریې، اومسلمانه یې، نه پوهیږم چې ستاسې لورڅوک ده؟

دې راته وخندل، سره له دې چې یوڅه حیا هم ورته دریدلې وه ځواب راکړ:

ـ هغه هم زما لور ده…

پلاریې هم زموږ څنګ ته ولاړ و له هغه مې چې کله پوښتنه وکړه، هغه هم یوڅه ټکنی غوندې شو، ځکه هغه هم زرځواب راکړ:

ـ هغه زما لورده…

ما لکشمي ته وکتل، هغې په داسې حال کې له خندا شنه وه پرته له دې چې زه پوښتنه ترې وکړم ځواب راکړ:

دوی دواړه رښتیا وایی…

زه د دواړو د دواړو داسې لوریم چې دباور لاره مې یوه ده …

 

پاتې لري…

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.