دلته خدایان خوشـاله دي- (ناول)/ ۸مه برخه

لیکوال : ع . رشــــید

374

آتمه  برخه

(۱۹۹۵ ـ ۲۰۰۱) کــلونـــه

نـوی ډیـلی

(۱۳)

زما دزده کړو وروستی کال و، له هیواده په نژدې څو میاشتوکې په پرله پسې توګه بد خبرونه داسې چې ملاماتوونکی وویوپربل پسې رارسیدل، وطن خونه یوازې لوټ اوبرباد شوی و، له هغه اوس دملانصرو بړستن جوړه شوې وه چې په هره څنډه کې غلو یوبل ورباندې واژه. دکابل له ورانیواوس هم دپټواورونو لمبې پورته کیدې، داسې چې مساپروبه یې کیسې کولې، زندۍ پرزندۍ پسې دهیواد دمورغاړې ته ددې دخپلوناپوهو زامنو په لاس ورلویده، داسې چې یوه به تربلې پیاوړې او کلکه وه… دهرې ورځې په تیریدو سره به یې دهیواد دموردخپلواکۍ دعمرکمپله ورلنډوله، ملاجان خپله وکړه او ولاړ، طالب جان خپله درلوده چې دهغې له پاره یې خپله ځواني په اور لاهو کړه اوپه خپله سپینه لوبه کې یې سر دغورمې بوی کاوه…

 داټولې وشوې، راغلې اولاړې، تردغه مهاله خو هم هرچا داویلای شول چې ګواکی دا زما کوردی اوڅه مې چې زړه غواړي هغه په کې کومه… ددغه وړو وړو سیلیو مخه دیوه تو پان په لور خپله لاره ورنژدې کوله، هغه تو پان چې دهغه په پایله کې امریکایی لیونو دشوروي په پلونو خپل لیوني پلونه کیښودل اولکه لیونۍ غوا پروطن له یوې درنې سراړمۍ سره راغبرګه شوه داسې چې نه یې وچ کتل اونه هم لانده، پلمه یې یوه وه او کړل یې بل څه، له راتګ سره سم یې یوه توره بلا پرهیواد باندې را غبرګه شوه، زموږ کلی چې ان دشوروی دیرغل په شپوورځوکې هم په بمونو نه و لګیدلی په دغه کال ددوی په بمونوکې لولپه شو، زموږ زیات کلیوال په کې ومړل، زما دموراوپلار شهیدې جنازې هم دړنګ کور له انګړه ترهدیرې پورې ورسیدې، دهغوی له مرګه نژدې یوکال تیرو، خوما ته چا ددغې غمیزې په اړه څه نه ووویلی، په همدغه کال چې زما وروستی کال و، زما یوه ورور دخپل لیک په څنډه کې داهم لیکلی وو چې:

ـ دخدای امر وشو، مور اوپلار دواړه دامریکایانوپه بمباریوکې نژدې یوکال دمخه له موږه بیل شول…

دهغوی لایوکال نه وپوره شوی، چې یو ورور مې هم په کټ مټ لاره له موږ بیل شو، اوس مې یوازې مشر ورور واو دژوند داټولې ستونزې…

دهمدغوبدو خبرونو را تګ او رارسیدنګ و او زما دسختې ناروغۍ پیل، نژدې شپږمیاشتې زما دغې ناروغۍ دوام وکړ، ډاکتران یې هم په لاملونونه پوهیدل، ځنې ډاکتران خو تردې حده راسره حیران شول، چې له ناچارۍ به یې راته ویې ویل، ستا ناروغي هم د انسانانو ناروغیو ته ورته نه ده، دوی سره له دې چې ماته دغه خبره نه کوله خو له یوه او بل سره به یې زما په اړه کوله،کله کله به یې داهم راته ویل که ستا دغه حالت وي کیدای شي لیونی شې… سره له دې چې زما له پاره دلیوني کلیمه کارونه ډیره زیاته داندیښنې وړ نه وه، خو زما یوشمیردوستان یې خورا ځورولي وو، یوه ورځ زموږد پښتنو مشر اسدخان لالا چې په حیدرآباد کې اوسیده هم زما پوښتنې ته راغی، یوه ډاکتردهغه ترغوږ هم ورتیره کړې وه چې کیدای شي انډیوال دې لیونی شي…

خوده پرته له دې چې دډاکټرپه خبره باندې سوچ وکړی ورته ویلي وو:

ـ خیر، هغه پخوا هم په حال نه و، له دغې ناروغۍ خو به جوړشي خو چې نورڅه نه وي…

اسد خان لالا یوه میاشت راسره پاتې شو، زه هم یوڅه سره په واک کې شوم، ورته ومې ویل چې ته نوردرځه زه نورجوړیم او خپل کارونه که دخدای رضا وه ترسره کولای شم، خو هغه راته وویل چې، ته د خپل وروستي امتحانونه زر پاس کړه، چې هغه خلاص شول، زه یوڅه واړه کارونه نورهم لرم، چې هغه ترسره کړم، له هغه ورسته به درڅخه ځم… جالبه خو داوه چې کله به پوجا اولکشمی زما لیدو ته راغلې، ترما به یې له اسدخان لالا سره ډیرې خبرې کولې ان چې کله کله به له ما هم سره جلاشول او له ما پرته به ترډیرو پورې سره غږیدل، داسې چې زه به یې په هغوباندې نه خبرولم…

اسد خان لالا هم زده کړی سړی و، دژوند په رمزوراز او دهغه په نوي ترنګ ترونګ باندې هم ترموږ ښه پوهیده، دی تر ما هم اکبرخان ته ورسکنی و، داسې ښکاریده چې دهغه او زما دواړو په ستونزو باندې هم ښه خبرو، دهغه په مینه هم خبرو… ده اوس هم اکبرجان او پوجا دزړه له کومي پیژندل او هم یې لکشمی اوزه، هم زما دپلار اونورو خپلوانو په رضاپوهیده او هم داکبرخان دپلاراوکورنۍ…

لکشمی پوره شپږ میاشتې له ما سره هغه څه ترسره کړل چې ما هغه په ژبه نه شوای ویلای… هغې زما له پاره په شپو شپو وژړل، زما دروغتیا په خاطریی دزیارتونو اومندرونو نذرونه ومنل،پونې ته تللې وه هلته یې دپښتنې باباجان پرمزار چې زما معنوی پیره وه دزړه له کومې دعاوې کړې وې، زما له پاره یې دومره روپۍ په روغتو نواو درملونو باندې خرڅې کړې چې زما غوندې یوه زده کړي یا زده کوونکي له پاره هغه نا شونې وې… ان چې ډاکترانوته یې ویلی وو چې که زما درملنه له هندوستان څخه بهرهم شونې وي، دا تیاره وه چې ماهلته ولیږدوي…

داټول هغه څه ووچې زموږیارانو او په خپله اسدخان لالا هم په سترګوولیدل، کله چې زه له ناروغۍ راپورته شوم، یوڅه چې ما اوس په خپل شاوخواکې محسول،هغه داووچې اوس مې له خپلووطني یارانو هغه پخوانۍ کنایې اوکترې هم نه اوریدی لکه چې پخوا به یې ویلی:

 دهندوستان نجونه لولۍ مړبه دکړینه…

 اویاهم هغه څه لکه چې پلارمې هم په خپل لیک کې راته کښلي وو…

ما ناداچې دهغوی دغه شان خبرو اوس دسړیتوب په وړاندې خپل زوږ له لاسه ورکړی و، او ګونګې شوې وې… داسې ښکاریده چې اوس ټول په دې باوري شوي وو چې ژوند له یوې داسې سرچینې را پیل کیږي چې هغه دانسانیت سرچینه ده، داسې څو ک به وې چې دماشوم له خندا خوند وانخلي اودهغه خندا به ورسره بدرګه نه کړي؟ داسې څوک به وي چې دسل کلن اړبوډا بابا خدمت ونه کړي او په درنښت دې راشه درشه ورسره ونه کړي…؟ که داسې څوک موکله ولید چې دغه ځانګړتیایې نه درلوده هم هغه انسان نه دی…

 د ۲۰۰۰ زرم کال ورستۍ شپې ورځې وي، یوه ورځ سهار وختی له کوره و وتلم، چې اسدخان لالا دومره راته وویل:

ـ زه ځم درشي مې درته جوړه کړې، له غرمې وروسته یې درته راوړم، مقصد تر دریو بجودمخه به دلته سره ګورو…

زه هم ولاړم، خو خپل کار مې زر را خلاص کړ، داچې دهغه امر اوس زموږ له پاره دپلار ترهغه هم مهم و. ځکه نو دده له امراوقوماندې سره سم تردریوبجو دمخه بیرته کورته را ورسیدم، کله چې مې دکوردروازه پرانیسته، زموږ په کورکې دناستی له پاره ځای نه و، دکورمخه په موټرانو ډکه وه، زموږ چې څومره دوستان اوخپلوان وو، هغوی ټول راغلي وو، داسدخان لالا مشره خور هم له څو نورومیرمنو سره راغلې وه، زه یې دښځو کوټې ته ورلارښونه کړم له شا مې داسدخان لالا غږ ترغوږ شو، چې خپلې خورته یې وویل:

 ـ لږ لاس مساس پرې ووهۍ، دریشی یې هلته ده، هغه وروغوندۍ، نور به له خیره سره روانیږو…

زه د لالا په دغه خبره باندې په رښتیاهم سره حیران شوم، ځکه دوی په دغه باره کې له ماسره ډیرلږڅه هم نه وو ویلی، اکبرخان ته مې وکتل، هغه راته وویل چې:

 ـ ځه ځان تیارکړه… خبره دقام ده… لالا هرڅه په خپله جوړکړي، څه تاوان نه کوو…

زه پوه شوم چې اکبرخان له یوې خوا له ویشه په تالان رضادی او له بلې خوا په هرڅه باندې له پخوا خبرو ان چې په ډیرو ځایو کې یې زما استازیتوب هم کړی و…

پوه شوم، چې خبره څه ده، کالي مې واغوستل، رښتیا خو داوه چې نور نو زه هم له اوږده رنځه وروسته په ژوند پکو شوی وم، اوس یوڅه چې ما هغه ته اړتیادرلوده، هغه مرسته وه، ځکه نو مې هیڅ هم ونه ویل اونیغ له اسدخان لالا سره دهغه په ښکلي او نوي ماډل موټرکې کیناستم، لاهم نه پوهیدم چې چیرې ځو اکبرخا ن نن داسدخان ماما موټر په خپله چلاوه… یوازې دلارې په اوږدو کې اسدخان لالا ترغوږ راتیره کړه:

ـ بچیه اخرمې ناخبره ور واده کړې… ددې بل خره خبره مې هم له تاسره یوځای کړه… مانا داچې زما اواکبرخان دواړو ودونه نن داسدخان لالا او بي بي حاجي په خوښه نیول شوي وو اوموږ اوس ټول زما دواده په ورا روان شوي وو…

ما هیڅ هم ورته ونه ویل اونه مې دومره جرات درلود چې دبي بي حاجي په وړاندې دې په دغه باره کې څه ووایم، په دې چې څومره چې اسدخان لالا پرموږ برلاسی و، همدومره بی بی حاجي هم وه… په دغه شیبه کې ما ته زما فرانسوي هم صنفۍ کرستینا خبره رایاده شوه چې یومهال ماورته ویلی وو چې موږته نجونې زموږ پلرونه ټاکي، کیدای شي کله زموږ خوښه هم پکې وي خو زیاته نه… خوهغه په دغه خبره دومره حیرانه شوې وه چې وویل: که پرما باندې زما پلاراومور داسې کانه وکړي، زه خو به ځان مړکړم…

 خوما ځان اوس درښتیاني زوم په شان نیولی و. بي بي حاجي اوس موږ ته دمور ځای درلود او داهرڅه ددې په خوښه اورضا تردغه حده را رسیدلی وو.

ډیروخت نه و تیرچې زموږ دورا شل دیرش موټران ټول دلکشمی دبنګلې په شاوخوا کې ودریدل، دبنګلی په هغه خوا باغچه کې لویه خیمه چې تر زرو زیات میلمانه په کې ځاییدل وهل شوې وه،دهغه له منځه مې دډولونو غږ واورید، کله چې انګړ ته ورننوتو نو دومره دوستان او یاران راغلی وو چې حساب یې په یوه خدای و، په دغو شپوورځوکې ډیلی په افغان مهاجرو ډک و، داسې چې په هربازار او هره مالت کې به یې لس او شل کوره اوسیدل… ځکه نو دهغوی ډیری راغلي وو، له بمبی، اسام او حیدرآباد څخه په سلګونو زموږ سود خواره ماما خیل اوپه نویو زده کړو بوخت همزولی زلمیان راغلی وو چې اوس ټول دلته په وار سره غرپنده ډولونو ته غوړې ځڼې اوښتل را اوښتل… موږ دماڼې په انګړ کې دننه له موټره کښته شو، دلکشمي مور اوپلار زموږ هرکلی وکړ، بي بي حاجي مخکې او موږ ورپسې روان وو… موږ دلکشمی موردماڼې دننه لارښوونه کړو، هلته لکشمي دواده په ځانګړي سینګار کې چې په اول ځل لیدو خو ما هیڅ ونه پیژندله زموږ لاره څارله، کله یې چې په ماسترګې ولګیدې راته موسکۍ شوه، دبي بي حاجی او اسدخان لالا پښتوته ورټیټه نه شوه، بي بي حاجي ته یې لکه زموږ دښځوغوندې غیږه ورکړه او لاسونه یې ور ښکل کړل، داسدخان لالا لاسونه یې هم ښکل کړل، هغه یې هم لکه دخپلې لورپه شان په سرلاس راتیرکړ او په درنښت یې بدرګه او وپنځوله، زما دغې نندارې ته ښه پام و، دډولونو مست دربی اوچت و، زموږ دځوانانو مشر خان زاده ان ترغرمې دمخه هلته رسیدلې و ځوانانو په وار وار سره اټنو نه اچول، اودلکشمي دپلار بنګله نن په رښتیاهم درنو خوښیوپه سراخیستې وه. زه لاناست نه وم، چې دلکشمي مور دمیزله سره زموږ سپیځلی کتاب په خورا درنښت سره دمیزله سره راکوز کړ لومړی یې زموږ په سرونیواوبیایی پرموږدواړو باندې ښکل کړ، ماهم ښکل کړ، لکشمی هم ښکل کړ… کله چې دهغې سترګې اومخ پرهغه سپیڅلي کتاب ورپری وتل دزړه هغه درزامې چې دغې ماڼې ته راننوتی وم او راسره پیداشوې وه اوس آرامه شوه… لکشمی زما مخې ته له بسم الله ویلو سره رانژدې کړ، ما په درناوي سره ښکل کړ، زما له درناوي وروسته یې دهغه لومړۍ پاڼه راواړوله، او ما ته یې وویل چې لومړی مخ (الحمدالله ) یې زه ولولم… ما هغه ولوست، خو ترڅوچې مې ترپایه رساوه، لکشمی زما څو تیروتنې را سمی کړې، دویم مخ که رښتیا درته ووایم، زما سم نه و زده، دهغه په لوستلو باندې دې پیل وکړ، ‌‌‌ذالک لکتاب لاریبه… هغه یې په داسې زور اوزیرسره ولوست، چې زه یې حیران کړم، ددې داکار زما له پاره داسې هیښنده جټکه وه چې ما فکروکړ زه کوم خوب وینم او که په دغه دنیاکې نه یم… اوهغه مخ یې ترپایه ولوست…

بی بی حاجی هم په ټوله کیسه خبره وه، یوازې زه وم چې لکه پردی اوس له داسې یوې نوې پیښې سره مخامخ کړم، ما لکشمي ته وکتل، هغه راته موسکۍ شوه، ان چې دلومړي ځل له پاره یې داهم ترغوږ راتیره کړه او راته ویې ویل چې:

ـ زما لس سیپارې قران شریف په یاد هم دي…

اصلی خبره خو داوه چې لکشمی له هغې ورځې چې کله زیږدلې وه، له خپلې انې سره اوسیده، له هغې سره لویه شوې وه اوهغې یې دمور اوپلار په خوښه او سلا هغه مسلمانه روزلې وه، اوپرهغې یې ټولې اسلامي زده کړې کړې وې، ان چې دهغې نوم هم بل څه و، خو داچې پلاریې ته یې خورا ګرانه وه، دې ځان اوس دپلارپه خاطر په دغه نامه سره نا متوکړی و… زما له پاره دنه منلو خبره داوه چې اسدخان لالا او بي بي حاجی چې په خورا سختۍ سره به یې داسې یوې خو شالې ته رضایت ښود اوس داسې شوي وو لکه روانې اوبه… هغوی په دغه باره کې له ماسره هیڅ نه وو ویلي، ما فکرکاوه چې ددې خبرې لامل به داوي، چې هغه زموږ دواړو په ټولګیوالتوب باندې خبردي، هرڅه ورته څرګند دي اوهم نه غواړي چې په دغه برخه کې ما ډیروغږوي، په دې چې دوی فکرکاوه زما داوږدې ناروغۍ یولامل هم دغه خبره ده، داچې له هرچا به یې اوریدل چې کیدای شي زه ډیرزر لیونی شم، دغې خبرې په خپله پردوی باندې خپله اغیزه درلوده، خواوس راته څرګنده شوه، چې اصله خبره څه وه؟ ان چې په دې وروستیوکې یې له ما سره دیوڅه په باره کې هم څه نه وو ویلي، یوه ښیګړه چې دپوښتنې له پاره یې اړتیانه وه هغه دهندوستان دواده دود و، چې په هغه کې لکه زموږ دوطن غوندې دهلک ملا په خرڅونواو سیالیوباندې نه ماتیږي… دلته هلک دانه شي ویلای چې:

غم دی دلالي په سر      ـ    مسته دې تازه ګرزي

دلته خبره سرچپه ده، ماناداچې:

غم دی دلالۍ په سر     ـ   مست خان دتازه ګرزي…

ماناداچې د واده ټول خرڅی دنجلۍ پر کورنۍ باندې پیټی دی…

بله مهمه خبره داوه چې اسدخان لالا او بي بي حاجي اوس ترما له لکشمي اوپوجا سره ډیربلد شوي وو، له هغوی سره یې هغه ټولې خبرې چې له ما سره یې ویل نه غوښتل او یابه دوی پوهیدل چې زما او زما دخپلوانو فکرونه له یوه اوبل سره توپیرلري هم له دوی سره شریکې کړې وې، خو داچې دوی پرما اغیزدرلود، همداوه چې دوی هم ترما اوس په هغه برخه کې چټک لاس په کارشوي وو. دوی په دې پوهیدل چې زما له پاره ډیرې دودونه او ارادتونه ډیرمهم نه دي، په دې چې زه پوهیدم چې په ځینو وختوکې نورانساني ارزښتونه شته چې هغه هم سړی باید له یاده ونه باسي،په داسې حال کې چې دا خبره او دهغې زغم دهغوی له پاره چې زه ورپورې اړوند وم ګران کارو. لکشمي هم په دغه رمز باندې اوس پوه وه. له اسدخان لالا سره یې هم اړیکي ترما هم کلک شوي وو، داسې چې یوځل ګل زرک خان له لندنه لالاته یو نوی ماډل لپ ټاپ کمپوتر رااستولی و، ډیره موده هغه ته چا لاس نه شو وروړای، خو لکشمي او پوجا هغه په څو شیبوکې ورته کاري او تیاریې پښتو توري هم ورته کښته کړي دده په واک کې ورکړي و، له هم هغې ورځی وروسته به چې دوی هرچیرې له هرچا سره مخامخ شول، نودایوه خبره به یې ورته کوله:

ـ نجلۍ اوهلک چې کران(قران ) او کمپوتر زده کړل، نوره هغه که ددنیا په هرکنج کې وي نه بې لارې کیږي، باید چې سړی یې درناوی وکړي او په سریی وګرزوي…

په دوی هم ددغه شان یوه پیغام سام لویدلی و، ځکه یې هرڅه پرته له ښه اوبده سره له لکشمي دوی سره منلي او جوړکړي وو…

اکبرخان اوپوجا په بله خونه کې چې هلته هرڅه تیارې دهغې دکورنې له خوا نیول شوی و ناست وو، خو موږ له یوه اوبله نه وو خبر هغوخپل کارکاوه اوموږ خپل، زما خواښې په خپله عقیده دزړه له کومي باورمنه اوویاړنه وه، همداوه چې له دې پلوه زما زړه ډاډه شوی واو زه اوس لکه رښتینې پاچا له لکشمی سره پرتخت ناست وم، له هغې نجلۍ سره چې داڅوکاله موږ له یوه اوبل سره ناسته پاسته درلوده، خو تراوسه هم ما هغه نه وه پیژندلې، هغې چې کله ذالک لکتابه لاریب… ولوست، ما ته دهغې مورنې انا رایاده شوه، ما هلته دهغې په شاهانه بنګله کې هغه زړه ونه، هغه زوړ قبر او دهغه پر سر په هغه لوړه تاخچه کې هغه زوړکتاب، هغه چې ما پرانیست، ښکل مې کړ او لکشمی په هغه مهال ماته ویلی وو چې پرې پوهیږې او ما ورته ویلی وو چې پوهیدل خو څه کوې چې باور هم پرې لرم… سره له دې چې کتاب ډیرزوړ و، خو کله چې ما پرانیست دهرې کرښې توري یې لکه مرغلرې داسې روښانه وو… ما ته هغه کتاب را یاد شو، اوهغه دروغ رایادشول چې ما دلاپې په توګه لکشمي ته، هغې ته چې پنځه لس سیپارې یې په یاد وې ویلی وو. زه اوس په دغه شیبه کې په خپلو دغو درواغو باندې له هغې څخه شرمیدم، په دې چې ما لکه زموږ دهیواد دیوې دورې مشران له الحمد الله سره داسې حال درلود چې غلطۍ مې لکشمي رانیولې، نو په نور کتاب کې به مې څه حال و؟

 زما هرڅه اوس زما دخواښې ترلارښونه لاندې ترسره کیدل، هغه په خپله عقیده باندې دزړه له کومي باورومنه وه، داکبرخان په سرخانې کې هم دپوجا له خوا دهغې ماما ولاړو، مانا هرڅه چې ترسره کیدل، هغه ټولې خبرې اسدخان لالا او بي بي حاجي له پخوا څخه حل کړي وو.

زه لاتراوسه هم دچا خبره په خپل واده کې ګنکس وم، هرڅه مې چې لیدل، هغه ټول هغه څه وو چې زما له تصوره دباندې وو، په دې چې ما کله هم په دغه ټولنه کې هغه تصورنه شوکولای، لکه چې زموږ په خپل کلی، کور اوهیواد کې و… له یوې خواڅخه دښځواونجونو دسندرو غږ هم اوریدل کیده، چې وروسته بیا زموږ کوټې ته ټولې راننوتې اودلکشمي ترڅنګه یې ( د رامي خورې، رامي خورې ) مشهوره بدله چې دهند پټانان یې په خپلو ودونو کې بولی په مزو مزو له ګډاوو اوخنداوو سره یوځای ویله، درامي خورې سندرې وزن په خپله یوسوچه پښتو وزن دی، خو داچې پښتنو په هندوستان کې کلونه کلونه تیرکړی او خپله ژبه یې له لاسه ورکړې، او س هغه سندره په اردوکې بولي…

داهرڅه اوس دلته روان وو، څو شیبې لانه وې تیرې چې زموږ پخوانې مولوي اکرام الدین صاحب چې کلونه مخکې له غزني څخه راغلی و اوخپلې زده کړې یې هم په دیوبند مدرسه کې بشپړې کړې وی، او زموږ هندي ملګروبه وکرم صاحب باله له نژدې شلوتنو سپین ږیرو او مشرانو سره زموږ دکوټې مخامخ لویې کوټي ته ورننوتل، هغوی اوس دنکاح له پاره راغلي وو، او زموږ نکاحوی یې کولې، دا چې زه تراکبرخان مشروم، نو ځکه یې لومړی زه وربللم، لکشمي هم خپل پلاروکیل اسدخان ماما ونیو، ایاتونه ولوستل شول، دعا وکړل شوه، او هغه مراسم چې دنکاح له پاره اړین وو، هغه ترسر شول، نقل وویشل شول، او ناستوکسانو زما دخسرپه ګډون ټولو زه په غیږه کې ونیوم او ما ته یې په وار وار سره زما د واده مبارکي وویله، مولوي صاحب ددې ترڅنګ چې ما ته یې مبارکي راکړه دټولو حاضرو کسانو په وړاندې داشاهدي هم ورکړه چې:

 ـ دغو دواړو نجونو ته هغه مهال چې ددوی کورنې له هیواده دباندې وې اودوی دواړې له شهزادګۍ ګبانو سره دلته اوسیدې ما قرانی تعلیمات ور زده کړي دي، هغوی دواړې تردولت خان اواکبرخان هم په عقیده پیاوړې دي، اوهم په پوهه زما دغاړې خلاصې وي چې دوی دخپلې انې په همت مسلمانې روزل شوې دي، له دوی سره په دغه کار کې ددوی پلرونو او ټول خپلوان هم نظروو اودي…

زموږ هغه ټولې پوښتنې او سوچونه چې له اوږدې مودې دیوې کړۍ په توګه زموږ ترزړونو او ذهنونو تاو راتاو وو، هغه ټول داسې په اسانې سره ځواب شول، چې ما فکرکاوه، موږ په هند کې ژوند نه کوو، زموږ واده یورښتینې واده نه دی، بلکه غواړو دلته یوازې دیوه فلم له پاره یوه صحنه جوړه کړو… خو وروسته مې چې ښه ځان سره وخوځاوه او ښه ځان ته ځیرشوم، پوه شوم چې نه، دایوه داسې رښتیاده چې هرچا ته یې ووایې، هغه یې یوه انځوریزه صحنه ګڼی…

زموږ واده وشو، په زرګونو خلکو په کې ګډون کړی و، داسې اتڼونه پکې وشول چې له ډیرې مودې دلته چا نه وولیدلی اوداسې ډولونه پکې ودربیدل چې دزرګونوکورکلي ورکو یادونو او رنګونو ته یې نوی رنګ ورکړ، زموږ ټول سودخواره کلیوال له هرې خوا سره راټول شوي وو، ملوک ما ما چې له احمداباده تر کلکتې زموږ دغونډواوبانډارونو ګل بلل کیده هم راغلی و، هغه په ټول شلګراو غزنی کې یونامتو ټوکمار و، چا به لاداهم ویل چې دی دشلګردنومیالی ټوکمار (ولو ) اویاهم دسلطان باغ د ( ر.خان ) له خپلوانو څخه و، ولو هماغه لوی ټوکمار و چې مجاهدینو دخلقیانو پرچمیانو رژیم ته د سندرو اوټوکو ویلو په ګناه وواژه، خلکو به کیسه کوله، چې کله ملایانو دده د وژلو فتوا صادره کړه او زړه ته یې ورسیده چې بښي خو یې نه، نو یی د وروستۍ خبرې په توګه ورته ویلی وو:

اوملایانو، تاسې ټول عمرشکنې خوړلې عقل مو په سرکې نشته، تاسې هم په دغه عقل ژوند ي پاتې کیدونکی نه یې، زه یوټوکي یم، زه خپله دنیالرم، خپل خوله لرم او خپله خندا اوژړا، له ماسره کار مه لرﺉ، له دی تش په نامه جهاد مهاده څه نه جوړیږي… دواک او ګدۍ تاسې نه یاست… خپلې شکنې وهۍ او ولو ته دعاوې کوۍ….

وایي چې ملایان نورهم ورته په قهرشول، ټولو مشرملا ته کتل، هغه هم ورته په قارشو…. دځوشیبو له پاره ارامې شوه، خو معلومه وه چې ټول هغه چا ته چې وژل کوي، سترګې په لاره وو، له څو شیبو وروسته یې له کوم قصاب ملا که قاري سره چاړه په لاس کې ولیده، زړه طاقت ونه کړ ځکه یې د وروستی ځل له پاره په ملایانو خوله ورخلاصه کړې وه چې:

ـ اوملایانو له هغه لویه مو رانیولي تر دغه واړه چړي پورې مو میندې او خویندې…. نورڅه ته ګورئ، ما خپله کلیمه دوخته لوستې… هلۍ زرکړﺉ چې درڅخه مردارنه شم….

او دغزنی ددغه نامتو ټوکې سر په همدغه وروستې خبره باندې پرې شو…

دسلطان باغ په (ر.خان ) پسې هم کورته ورلویدلی وو،هغه ترې پټ شوی و، نورڅه یې نه وو موندلی، په خپله میرمن یې غږ کړی و، چې دخره تر کته لاندې یې پټ کړی، هغې داکا روکړ، خدای مجاهدین پرې کاڼه اوړانده کړل او دی یې ونه موند، له هغه وروسته یې خره ته تر… درناوی کاوه، هغه کته یې دخپلې میرمنې په بنارسي شال کې نغښتې وه اوهرچا ته به یې ویل چې زه خدای وژغورلم او دغې دخره کتې وژغورلم… هرځای به چې کیناست په اوله خبره کې به یې له خره اودهغه له کتې څخه ترانسانانو دمخه مننه نه هیروله…

ملوک ماما هم داسې یوڅوک وچې دهغوي لاره یې څارله، په هغه شپه یې هم دچا خبره عالمونه هم وخندل اوهم یې ژړول، په سلګونوټوکو کې یې یوه داهم وه چې، کله امریکایانو پرافغانستان یرغل وکړ، هرچا به چې دطالب اوالقاعدی پرضد خبرې کولې، دداسې خلکو به ډیردرناوی کیده، ده ویل، چې زما یوکلیوال هم له دغه بدلون سره سم ځان دداسې کسانوپه پوستکي کې ځای کړلاوطن ته نه و راغلی… ماپه خارج کې ولید، یوه ورځ په یوه میلسمتیا کې سره ناست وو، ماته راترغوږ شو، چې دولت مې غټ سړی ټاکي، روان یم ځم کابل ته… ملوک ماما ویل چې ما خو هغه سړی پیژاند، چې ددوو خرو اوربشې یې هم نه شوې ویشلای، ماته هغه زموږ دکلی دڅاه کیندلو کیسه رایاده شوه، یوکال چې دکاریزه اوبه وچې شوې کلیوالو پریکړه وکړه چې: موږ باید دغه کوهی چې له کلونو کلونو همداسې پاتې دی او هلکانوله تیږو او خاورو ډک کړی، پاک کړو،که نه پرکلي باندې بده ورڅ راتلونکې ده… پریکړه همداسې وشوه چې باید کوهی پاک کړل شي، یو ځوان راوړاندې شو، او ویې ویل چې زه ورکښته کیږم… کلیوالو هغه په رسۍ وتاړه او کوهي ته یې چې ډیرژور و ورکښته کړ، ځوان چې کله دکوهی تل ته ورنژدی شو، هلته یې دستړیا اوډار احساس وکړ، له کښته یې غږ راوکړ چې: درپورته مې کړئ… خلکو ځواب ورکړ چې اوس دومره کښته شوې یې یوڅه وکړه… خو له کښته همداغږ راته چې: درپورته مې کړئ… درپورته مې کړﺉ…

بیاهم خلکو هیله ترې وکړه، چې له زغم څخه کارواخلی… او یوڅه خواري وباسئ…

    خوځوان نوردزغم نه و، ځکه یې له کوزه په اوچت اوازورته راغبرګه کړه چې:

ـ داکوهی راباندې پاکوئ او که یې راباندې مرداروئ…؟

ملوک ماما وویل چې ما خپل کلیوال ته وویل چې:

ـ د دولت د کور ودان وي، خو دایوه پوښتنه له ما سره ده اوهغه داچې ته خو دهیڅ وایې نه یې، زه نه پوهیږم چې پرتاپاکول کوي اوکه مردارول….؟

اوزموږ ودونه په داسې نه هیریدونکوولولوکې کې ترسره شول….

پاتی لري

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.