د افغانستان کمزوري اقتصادي حالت سره بې کاري اوج ته رسیدلې

353
 ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو په حواله شاوخوا ۲۸ میلیونه افغانان بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او ورسره هم مهاله د فقر او بې کارۍ کچه د تېر په پرتله د ریکارډ تر کچې زیاته شوې ده. شنونکي د وضعت د مدیریت په برخه کې طالبان ناتوانه ګڼي.

پر افغانستان د طالبانو د دویم ځل ولکې را وروسته په دغه هېواد کې د کاري موکو نشتوالی، په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیزونه، د سوداګرۍ ناوړه حالت، اقتصادي بندیزونه، د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونو د دروازو تړل او له افغانستانه په ګڼ شمېر کې د خلکو تېښته هغه مهم ټکي یادېږي، چې له امله یې پر دغه هېواد « لا نور» سخت حالات راتللی شي.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام ادارې (UNDP) په خپله یوه تازه ارزونه کې چې د اپریل مياشتي ۱۸مه، خپره شوې، وړاندوینه کړې که چېرته پر افغانستان باندې نړېوالې مرستې ۳۰ سلنه کمې شي، د افغانستان اقتصاد به ورسره منقبض او انفلاسیون به لوړ او نغدې پېسې به کمې شي.

نړیوال چارواکي وايي افغانستان د نړۍ په سطحه د بشري مرستو د تر ټولو ستر پروګرام تر چتر لاندې هیواد دی، خو سږکال به دغه مرستې څرنګه چې مالي تمویلونکي د نړیوالو بحرانونو ارزونه کوي او په دې دلیل چې طالبانو پر ښځينه مرستندويه کارکوونکو کاري محدودیتونو لګولي، ډېرې راکمې شي. د ملګروملتونو د بشري مرستو همغږۍ اداره یا اوچا بیا وايي چې دا مهال له ۲۸ میلیونه زیات افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

اقتصادي شنونکي وايي، روان حالت به افغانان نور هم وځپي او د دې حالت د کابو کولو له پاره د طالبانو حکومت هیڅ تګلاره نه لري. د اقتصادي چارو د کارپوهانو په باور د دې ستونزې حل لاره یوازې له نړیوالو سره د طالبانو تعامل دی څو روان فقر او بې کارۍ ته یوه حل لاره وموندل شي.

اقتصادي شنونکي سیدکمال ساپی په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «بې کاري او فقر په زیاتېدو دی او کار نه شته. ښځینه مامورینې ټولې په کور دي. د خلکو اقتصادي وضعیت اوفقر په زیاتېدو دی. د حل لاره یې له نړیوال سره تعامل دی او که له نړیوالو سره تعامل ونه شي حالت به نور هم خراب شي. د بې کارۍ اوفقر کچه به لوړه شي.»

افغانان د حل لارو غوښتنه کوي

په همدې حال کې کابل ښاریان وايي، فقر او بې کاري یې په ژوند سیوری غوړلی او روان حالت یې له زغمه وتلی دی. د کابل ښار یوه اوسېدونکي ګل محمد چې له یوې مودې راهیسې بې روزګاره دی، وايي: »خلک کار نه لري له ستونزو سره مخ دي. حکومت دې د حل لاره پیدا کړي. خلک له لوږې سره مخ دي کاروبار نه شته دی او خلک د بې کارۍ له جدي ستونزو سره مخ دي.»خیریه سازمان: افغانستان کې 

د دې ښار یو بل اوسېدونکی تمیم هم له بې رزوګارۍ شکایت کوي او زیاتوي: »فقر په زیاتېدو دی. د اسلامي امارت څخه غواړو چې د کار زمینه برابره کړي څو ځوانان پردیو ملکونو ته ولاړ نه شي.»

د طالبانو تر حاکمیت وروسته افغانستان له بیلابیلو نړیوالو بندیزونو سره هم مخامخ دی چې له کبله یې اقتصادي وضعیت هم اغیزمن شوی دی.
د طالبانو تر حاکمیت وروسته افغانستان له بیلابیلو نړیوالو بندیزونو سره هم مخامخ دی چې له کبله یې اقتصادي وضعیت هم اغیزمن شوی دی.انځور: Saifurahman Safi/Xinhua/picture alliance

په افغانستان کي د ملګروملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکی یا اوچا په افغانستان کې روان حالت د اندېښنې وړ یادوي او زیاتوي چې د بې کارۍ ترڅنګ له شل میلیونه ډیر افغانان له بې وزلۍ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې افغانستان کې دمګړی ۲۸ اعشاریه درې میلیونه خلک ژوند ژغورونکو بشري مرستو ته اړتیا لري چې په دې ډله کې شپږ میلیونه هغه یې له قحطۍ سره یو ګام واټن لري.

د دې سربېره چي په افغانستان کي خلک د فقر او بې کارۍ سره مخ دي طالبانو یو ځل بیا د ملګروملتونو په ښځینه کارکوونکو بندیز لګولی او د طالبانو دې نړیوال او ملګري ملتونه اندېښمن کړي دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې یا یو. ان. ډي. پي. د افغانستان اقتصادي او بشري وضعیت په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي چې افغانان د ژوند ژغورلو له پاره او د خوراکي توکو د کمښت له کبله کورونه، ځمکې پلوري، پر ماشومانو کارونه کوي او خپلې وړې لوڼې په ودونو ورکوي.

دغې ادارې په خپل تازه رپوټ کې زیاته کړې چې د طالبانو له لوري د دوی پر ښځینه کارکوونکو د بندیز له کبله پر مرستو د متکي افغانانو ژوند لا پسې سخت شوی دی.

که څه هم نړیوالو له طالبانو د دغو بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه کړې، خو د طالبانو حکومت په دې تړاو هېڅ راز نرمښت نه دی ښودلی. په ورته وخت ملګرو ملتونو د روانې مې میاشتې په لومړیو کې د قطر په پلازمینه دوحه کې یوه دوه ورځنۍ غونډه هم رابللې وه او اټکل کیدو چې دغه سازمان به د افغانستان په تړاو مهمې پریکړې وکړي. خو لا هم په دې تړاو د طالبانو له لوري کوم نرمښت نه دی ښوول شوی.

که څه هم طالبانو له امريکا متحده ایالاتو سره د سولې مذاکراتو پر وخت ژمنه کړې وه چې دوی په خپل سیاست کې د خپلې لومړۍ دورې په پرتله نرمښت راوستلی، خو په ۲۰۲۱م کال کې پر افغانستان د بیا واکمنېدو وروسته ېې پر خپلو دغو کړو ژمنو عمل نه دی کړی.

دویچه ویله

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.