غزل

مطیع الله تراب

819
د کور سامان لرمه څوک یې اخلي
زاړه بو ټان لرمــه څوک یې اخلي
مړۍ ډوډۍ د خوراک نشته کور کې
زوړ دسترخوان لرمه څوک یې اخلي
نور یې رنګونو ته کتــــلی نه شم
خوار ماشومان لرمه څوک یې اخلي
ناروغې مور ته پرې دوا اخــــلمه
یو پاک قران لرمه څوک یې اخلي
کړی تحصیل مې خریدار نه لري
اسناد بې شان لرمه څوک یې اخلي
خریدار شته څوک د عقبی توښه ده
یتیم ځوی جان لرمه څوک یې اخلي
افغان معلم یم نور څه نه لــرمه
غړي د ځان لرمه څوک یې اخلي
تراب ســــــتا د غم لړلې وینا
پوره دیوان لرمه څوک یې اخلي

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.