پردېسه نجلۍ 

عبدالکریم کړمانزی شیراني

472
بلنسته د سهېلي پښتونخوا ږوب ولسوالۍ په یوه لرې پرته سیمه قمرالدین کاریز کې زېږېدلې وه، د مور څلورمه لور وه چې پر زوکړه یې پر کورنۍ یو ډول داسې د ویر څادر خپور سو تا به ویل خدای مه کړه څوک مړه دي هغه ځکه چې ددې ورور نه وو نو پر زوکړه  یې ټولې کورنۍ ان کلیوالو یې هم مور په سپیره بخت ملامته وله ویل به یې چې دا ښځه په نوم نیکبخته ده خو په بخت بدبخته ده، دومره طالع هم نه لري چې یو نارینه اولاد راوړي.
بلنسته نیمه میاشت بې نامه وه، شپاړسمه ورځ یې انا چې یوه ټیټ ونه تور بخوونه جګړماره ښځه وه خلکو به تر شا د لځ بلونډۍ بلله، د بلنستې و نیکه ښامیر اکا ته یې وویل: حاجي !  دا ده خان میر پر ناتایبه لور به مو هم یو نومګی ښود!
ښامیر اکا ځواب ورکړ : دغسې  نومورکې ښه ده څه بند او توپک به تر ملا کړي خو د بل د کور ښه ده، خیر خو د جهان له شرمه به بیا هم زه له ملا صیب سره مشوره وکړم یو نومګی به ورته خوښ کړو.
درې ورځې وروسته یې د ملا صیب په مشوره د بلنستې نوم پر کښېښود ګوا چې دا د مور وروستۍ لور ده ژاته “بله نسته”.
بلنسته د اتو کالو وه چې پلار یې د یوې قبایلي شخړې له امله اړ سو چې کډه پکتیا او وروسته بیا کندهار ته ولېږدوي هلته ښار ته څېرمه په یوه کلي کې د یوې زړې باوړۍ په خونه کې استوګن سو. زنګ ژمی و بلخوا د باوړۍ سړه خونه ! د خان میر ژوند ډېر په تنګ دستۍ سره تېرېدی ،پښتانه وایي شپې ورځې مرغان دي تېریدلې له څو کالو وروسته بلنسته هم پېغلوټې سوه. یوه ورځ خان میر و خپله ښځه ته وویل :  نیک بختې !  دا بلنسته خو هم پېغله سوه خوښه د نه ده چې د اخوندزاده صیب و کشر زوی نصرت الله سنګري ته یې ورکړو دا به هم پر ځای تون سي او موږ به هم یو څه لاس ته راوړو او بل هغه مجاهد هم دی د دواړو جهانونو لپاره به مو په ګټه وي. پښتو کې متل دی وایي “ښځه یا د کور ده او یا هم د ګور ده”.
نیکبختې  په مات زړه ځواب ورکړ ویل: زما د خوارې څه واک دی چې ستا خوښه وي نو زه څه ویلای سم !
خان میر سبا وختي د اخوندزاده صیب حجرې له ورغلی، اخوندزاده  یو جګ سکڼ سړی وو سپینه شناوۍ ږیره ،جګ تاؤ بریتونه او اوږدې څوڼکې یې وې ، سپینه زړه کرته یې په غاړه وه چې د شا  لور ته  یې دوه څکوله هم ور لګېدلي وو تر سر یې ژېړ لوګي وهلی وزیري پټکی وو چې خیري یې له ورایه ښکارېده.  هغه د نمځرو پر لمونځي د څاښت پر لمانځه ولاړ وو، چې له لمانځه فارغه سو نو یې د ځان او ټول امت د مجاهدینو لپاره د بریا یوه اوږده دعا وکړه وروسته یې خان میر ته مخ ورا واړوی او ورته وویل: ځوانه ته څنګه راغلی یې؟
ستا قربان سم اخوندزاده صیب یو خواست مې را وړی دی. خان میر ځواب ور کړ.
اخوندزاده صیب :  نو وایه څه غواړې؟
خان میر  : اخوندزاده صیب زما زړه غواړي چې خپله لور ستا و مجاهد زوی نصرت الله سنګري ته درکړم.
اخوندزاده صیب  : ګوره خان میره موږ یو ستانه داره کورنۍ یو هغه مشره نږور مې هم سیده ده او ستا لور يوه بېعلمه بلکې جاهله پېغله ده نو دا کوزده به څنګه وسي !!!.
خان میر : اخوندزاده صیب ستا تر ستانداره کورنۍ قربان سم. زما لور په قمرالدین سیمه کې د ملا هیتل مردانزي له ښځې حبیبې مورې څخه “قرآن پاک” په ناظره ختم کړی دی او هم یې د “شروط الصلوة” لسه مخه لوستي دي بیا له بده مرغه موږ دلته را کډه سو.
اخوندزاده صیب :  بیا نو ښه ده خو د مهر خبره وکړه.
خان میر :  اخونده ستا خوښه ده زه به ستا په مخکې څه ووایم!
اخوندزاده صیب  : زه د خپل زوی او ته د خپلې لور د  نفس وکیل یې؟
خان میر : هو.
اخوندزاده صیب :  زه د خپل زوی “نصرت الله سنګري”په وکالت د هغه  لپاره ستا لور “بلنسته بي بي” د یوه روسي کلا شنکوپ پنځو مېږو او لس زرو کالدارو حق مهر په بدل کې کوزده کول غواړم ،تا ته دا کوزده قبوله ده؟
خان میر  : قبوله مې ده ،قبوله مې ده، قبوله مې ده.
اخونزاده صیب :  امبارک شه.
خان میر : ایمان  دې سلامت سه ستا هم امبارک سه.
اخوندزاده صیب هم خپل څنګ ته پروت د شنو چایو له تهرماس څخه یوه پیاله ځانته او بله خان میر ته ډکه کړه او له چاختې څخه یې د سپینو پاملېټو غاب  چې یو څه بادام او مویځ هم  پکې پراته وو را واخیست.
اخوندزاده صیب  : ځوانه ! د چایو پیاله او وچه میوه در واخله چې د کوزدې په خوښي کې یو څه خوله خوږه کړو.
خان میر هم پیاله ور واخیسته او په خوند خوند یې غړوپونه کول.
ټکینده غرمه و چې خان میر کور ته راغلی په خولو لوند چیخت و خپلې ښځې نیکختې ته یې وویل : امبارک شه، د اخوندزاده صیب زوی ته مې بلنسته ورکړه. دعا هم وسوه.
نیکبخته : له بلنستې د پوښتنه هم نه وکړه چې د هغې خوښه ده  کنه  ؟
خان میر :  له بلنستې به د څه پوښتنه کوم؟  د خور لور واک د ورور او پلار وي. پښتانه وایي د مړه واک د ژوندي دی.
نیکبخته  :  (په ژړغوني غږ) هو ته ښه وایې زموږ خو په ټولنه کې حیثیت تر مړو هم بدتر دی، مړ خو ښه دی خرڅېږي نه او موږ خو د ګنج د څاروو غوندې بې پوښتنې په بیه خرڅېږو.
خان میر :  ته دا ستا وراشه پرېږده، ګرمي ده لږ سړې اوبه راکړه بېخي ډېر تږی یم او که مو د لوی حاجي له کوره شلومبې را وړې دي بیا نو یو کټوری شناوۍ هم را جوړې کړه.
نیکبخته د اوبو د موښخلي پر لور روانه شوه او له ځان سره سوکه سوکه ګڼې ده ،ناببره یې په دالان کې د ژړا غږ تر غوږ شو چې لږ ور نږدې شوه دی بلنسته وه و مخ ته يې د ټکري پلو نیولی وو ژړل یې. نیکبختې غږ پر وکړ.
نيکبخته : بلنستې زویه!  ولې ژاړې؟
بلنسته  : مورې ! له خپله توره بخته ژاړم اخر ما هم د پوښتنې حق لری چې څوک مې خوښ دی؟ څه د منډۍ غوا خو نه وم چې تاسو بې پوښتنې خرڅه کړم. ښځه ته په خوښه د واده حق اسلام هم ورکړی دی.
نیکبخته : لورې ستا خبره پر ځای ده خو دلته مجلس ټول چپ لور ته روان دی. ما کله په خوښه مېړه کړی؟ ستا پلار مې د نیکه پر ځای و خو ورور بې پوښته ….
خان میر په قهرجن غږ ورا نارې کړه. نیکبختې!  څه بلا ووهلې له تندې دې مړ کړم. نېکبختې هم خپله خبره نیمګړې پرېښوده او د ګوډي خوا ته رهي شوه.
نېټه ښکاره شوه له یوې میاشتې وروسته به د بلنستې واده وو. پلار یو د کش قمیص، دوه سپنسیڼ ټکري ، یوه شنه بورقه ، یوه جوړه د غوږو د کوټو والي او یو د پوزې ټیک او دوې بشترې ، یوه د اوبو بالټۍ او یو د وڼو کټ ورته واخیست.
یوه میاشت هم تېره شوه د جمعې ورځ وه چې اخوندزاده صیب، لوی حاجي صیب د اخوندزاده مشر زوی فرحت الله درویش او څلور ښځې د ملي اردو په دوو شنو رینجرو کې راغلل. دلته خان میر دوی هم د ورا تیاری نیولی وو یو چاغ پوسه یې ورته کوتلی وو ، د غوښو  په سپینه شوربه کې ډوډۍ میده کړېوه ورسره سپینې وروځې او سلاته هم تیاره وه. له ډوډۍ وروسته یې بلنسته او د هغې مور هم د ورا په رینجر کې ورسره سپرې کړې.
د خدای کړه و د مخلوق ورته کاته وو له څه مودې وروسته بلنسته امیدواره سوه. بلنستې چې به کله خپل ټنډ نس ته وکتل نو له ځان سره به سوکه مسکۍ سوه ویل بې چې نور مې یواځیتوب پای ته نږدې دی ژر به د ښکلي ماشوم مور سم خو خدای ته بل څه منظور ؤ.
وخت تېرېدو یوه ورځ ژېړ مازدیګر و بلنسته ته د اولاد خووږ ور پکیاره سوه، لومړۍ پېغله وه په دې هم لا نه پوهېده چې دا ملا مې ولې دړد کوي ؟ فکر یې درلود چې په ورځ د جامو په پاکولو کې ستومانه سوې ده دا د ملا دړد به هم له هغې ستومانۍ ور پېښ سوی وي ، چاته یې غږ و نه کړو ، یوه خوا تک شین یخ و او بله خوا د اولاد دړد ! دا شپه یې  ویښه په خونه په توره تپه کې په ولاړې تېره کړه ځکه چې د دوی د خونې په ډیوه کې سخورم تمام سوی وو. له دړده یې پر سرو ګلابي اننګو  اوښکې دا ډول ټیکۍ ټیکۍ را روانې وې تا به ویل چې د ګلاب پر پاڼه د شبنم څاڅکي دي.  سبا سحار یې و خواښې ته د دړد حال ورکړو.
بلنسته : مور جانې! له پروند مازدیګر څخه مې ملا دړد کوی خو اوس خووږ د سهلو نه دي ،نه پوهېږم چې ولې دومره دړد دی؟
د بلنستې خواښې:   زویه خپله موده دې ده دا به د اولاد دړد وي. زه اوس د لوی حاجي صیب ښځه بلبله ترور را غواړم.
بلبله ترور له هلک سره په بیړه راغله چې بلنسته یې وکتله بیا یې د بلنستې و خواښې ته وویل : خورې د نجلۍ د خپلې مودې دړد دی خو ما ته یې اولاد سر چپه ښکاري چې څومره ژر وي روغتون یې ورسوئ.
د بلنستې  خواښې  : دا د روغتون دود زموږ په کورنۍ کې نسته، زما هم دا دوه زمن او درې لوڼې په دغه خونه کې زوکړې دي نه ډاکټر و نه بل څه،  بابک مسکین به د بام په تیر کې پړۍ را واچوی ټوله شپه به مې په پړي لاس نیولي و له دړده به مې مخ تک ژېړ و هغه مشرۍ ندرور به مې راته ناسته وه چې په یوه بله نه پوهېده،  د سحار ګاه خوا ته به خدای پخپله پر را ورحمېدی ، بلنسته خو ښه د زه او ته ورسره یو زما خو خواښې هم نه وه.
بلبله ترور : خورکۍ!  هغه وخت ښځې په خووږو کې تکړه وې اوس پېغلې اساني خوښې دي دومره دړد چیرته سهلای سي. اوس ته اوږدې لنډې پرېږده دا زه چې درته وایم هم دغسې وکړه، خدای مه کړه بیا مو ارمان پاتې نه سي.
د بلنستې خواښې ـ ښه د خورې چې ته وایي نو زه هم دا اوس یو هلک د بلنستې مور او بل نصرت الله ته لېږم چې  د طالبانو رینجره هم له ځان سره راولي.
چې څنګه هغه هلک حال ور وړ نو د بلنستې مور هم په چټکه له هغه هلک سره راغله خو نصرت الله ډېر وځنډېدی. د بلسنتې له دړده مخ تک ژېړ و لکه ژېړ کورکمن او سوکه سوکه یې استوخی و. له بده مرغه نن بیا اخوندزاده صیب یوې دستاربندۍ ته سپین بولدک له تللی و او مشر زوی یې بیا پر بله پلا و، کور هیڅ کوم نارینه نه و.
ماسپښین قضا و چې نصرت الله سنګري له خپل څڼېور موټروان سره په رینجر کې راغلی.مور یې ورته وویل: نصرته زویه ډېر ناوخته سوې، خیر خو وی؟
نصرت الله سنګري  :  مورې! ځکه وځنډېدم چې  زموږ امیر صیب د پولې په سفر تللی و رینجره له هغه سره وه بیا مې مخابره پسې وکړه، هغه هم خپله دنده نیمګړې پرېښوده راغلی.
مور یې په بیړه بیړه سره د رینجرې په ډاله کې ځای سم کړو بلنسته  یې پکې واړوله، د هغې مور او خواښې هم ورسره سپرې سوې. رینجره د کندهار ښار پر لور وخوزېده ، یو ساعت وروسته ولایتي روغتون ته ورسېدل. بلنسته یې د روغتون پر پایه داره کټ (اسټریچر) له ګاډي راکښته کړه او د روغتون بېړنۍ خونې (ICU) ته یې دننه کړه.
هلته یوې سپین سرې روغتیایي کارکونکې د خپلې متخصصې مرستیالې په مرسته د بلنستې تلویزیوني اکسیرا (الټراساونډ) وکړه او ویې ویل : ددې ښځې اولاد سر چپه دی او ډېره مو ناوخته کړې هم ده. عملیاتو ته اړتیا لري. زه ډاکټر عرفان صیب را غواړم چې عملیات وکړي او د ناروغې وارث  دې پر دې کاغذ لاندې لاسلیک وکړي.
نصرت الله سنګري  : نارینه ډاکټر به څنګه د ښځینه ناروغې عملیات کوي؟دا خو غیرشرعي کار دی.
روغتیایي کارکونکې :  ملا صیب!  اړ یو چې دا عملیات په نارینه ډاکټر وکړو ځکه چې ښځینه ډاکټره نه لرو او د ناروغې حالت هم ډېر خطرناک دی. باید موږ مور او ماشوم دواړو وژغورو. د انسان ژوند  تر هر څه قیمتي دی.
د بلنستې غږ بېخي ناست و او په اشاره یې وویل.
بلنسته : هله کاغذ ژر امضا کړه له دړده مرمه.
نصرت الله سنګري : بلنستې! خدای به خیر کړي حوصله وکړه. روغتیاپالې خور !  پوښته مې دا کوله چې دوه کاله وړاندې مې دلته خور معاینې له راوړې وه ،دلته څلور ښځینه ډاکټرې وي هغه څه سوې؟
روغتیایي کارکونکې : یوه متقاعد (ریټایر) سوه او دوې د جمهوریت تر سقوط وروسته پېښور ته او یوه اروپا ته مهاجره سوه ځکه چې د هغوی ژوند  ته خطر متوجه وو، دړکې ورکړل سوې چې تاسي شرعي پرده سمه نه مراعت کوئ.
نصرت الله سنګري : نو نوې فارغانې ډاکټرې دلته نه دي ګمارل سوې؟ دا خو ولایتي روغتون دی.
روغتیایي کارکونکې : ګمارل کېدې خو به هلته چې کومه ښځینه ډاکټره فارغه سوې وای نو ته خبر نه یې چې د امارت په واک کې راتلو وروسته لومړي د نجونو پر منځنیو زدکړو او وروسته بیا پر لوړو زدکړو هم بندیز ولګول سو.
نصرت الله سنګري : بیا نو اړ یو چې په نارینه ډاکټر عملیات وکړو.
ځنېور موټروان د نصرت الله سنګري غوږ ته خوله ور نږدې کړه په غوږ کې ور وبوڼېدی.
موټروان : نصرته ! تېره جمعه دې هغه د معاون صیب د شرعي پړدې په هکله بیان هیر سو! څنګه خپل عزت د یوه غیرمحرم نارینه په لاس ورکوې؟
نصرت الله سنګري پر خپله توره غوړه ږیره ښه په خوند لاس راتېر کړو غاړې یې صفا کړې او و یې ویل  : ښه دې وکړه چې هغه د معاون صیب بیان دې را په یاد کړو ګنې ما خو امادګي نیولې وه اوس نو که خیر و د کوټې لور ته روانېږو چې څه لیکلي و هغه به کېږي.
روغتیایي کارکونکې : قاري صیب اسلام ډېر فراغ او روښن فکره دین دی د اړتیا په وخت کې نارینه ډاکټر ته هم د ښځینه ناروغه د عملیاتو اجازه سته تېره دوشنبه هم دغه نارینه ډاکټر صیب دلته د یو طالب د کورودانې بریالي عملیات وکړو ماشوم او مور دواړه وژغورل سو  او ستاسي ناروغه خو بېخي خطرناک دی اړ یو چې هم دلته یې عملیات وکړو کندې خدای مه کړه کومه ستونزه درته جوړه نه سي.
نصرت الله سنګري  : د هر چا غیرت او ایمان بېل بېل دی، موږ غیر شرعي کار نه سو کولای. توکل په خدای د کوټې په لور ځو.
بلنسته یې په نیم مړه حالت کې په ګاډي واړوله او د چمن د پولې پر لور روان سو. د ماښام پر اذان د چمن پولې دروازې ته ورسېدل خو بده مرغه دروازه بنده شوې وه دواړو لورو ته په سلګونو مسافر بند پاتې وو. د پاکستاني سرحدي ملیشاء ځواک سرتېري په اوږو ځوړند G3 ماشینونه او په لاسونو کې د بانسونو لوړ تیار ولاړ وو، هیه لور ته هم یو څو طالبان له امریکای وسلې سره ولاړ وو چې ستوماني او بېزاري  یې له ورایه له مخونو ښکارېده. نصرت الله سنګري د پاکستاني سرحدي ځواک سرتېري ته وویل : حوالدار صیب! د خدای پار دی موږ ته لاره خلاسه کړه خطرناکه ناروغه مو  د کوټې روغتون ته اخستې ده.
د سرحدي ځواک سرتېری : قاري صیب!  موږ ته انټیلیجنس رپورټ دی چې د افغانستان له خوا د دهشتګردی تهریټ دی ځکه دروازه بنده ده.
نصرت الله سنګري :  ته د خدای لپاره لږ کوشش وکړه. زه هم د امارت اسلامي سرتېری یم.
د سرحدي ځواک سرتېری  : زه خپل کمانډنګ افیسر صیب ته وارلس پیغام استوم هیله د چې یو مثبت ځواب راکړي.
هیلو  میجر صیب ! دلته د کندهار لخوا یو خطرناکه ناروغه ده لاره وکړم؟
میجر صیب  : ( په قهرجن غږ ) نه نه!  موږ د یوه تن لپاره د سلګونو خلکو ژوند په خطر کې نه شو اچولای.
تر دې منځ دې نصرت الله سنګري مور په ژړغوني غږ ورا نارې کړو او وویل  :  زویه راځه خواستونه مه کوه ، بلنسته د خدای خپله سوه ,د خدای مال و د خدای په کار سو.
نصرت الله سنګري ورو ورو د ګاډي پر لور رهي سو، په توره ګڼه ږیره کې یې غټې غټې اوښکې تویې دې د خپل پاج د تور پټکي د شملې په څاک یې اوښکې پاکې کړې او سوکه سوکه له ځان سره ګویان سو.
نصرت الله سنګري  :  خدای سته موږ هم ملامت یو، یو لور ته مو د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي او بل لور ته ښځينه ډاکټرې غواړو. خدای خبر چې ددې پردېسې بلنستې او د هغې د نازېږېدلي ماشوم قاتل به زه یم او که د لوړو زدکړو وزیر؟
د تور ماښام په  توره تیاره کې په تک شنه یخ کې د شنه رینجر په ډاله کې د بلنستې  مړی په یوه زړه شړۍ کې پټ پروت و او د مور سوو بوغارو  یې د کاڼي زړونه هم ویلول.
” زما د لور قاتل څوک  دی !!! “
عبدالکریم کړمانزی شیراني
 نېټه ـ ۲۶م اپریل ۲۰۲۳ م

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.