د دې مدرسو تولید به د افغانستان کوم درد ته دوا شي؟

آزادخان افغان

575
په ټول هیواد کې یې زور په همدې مدرسو آچولی دی او هره ورځ نوي نوي مدرسې جوړیږي یا پرانیستل کیږي. حتی مکتبونه او پوهنتونونه یا تړل کیږي او یا هم هماغه مکتبونه په مدرسو بدلیږي. پخوا به دې مدرسو ټول عمر په چندو او وظیفه ټولولو ګذاره کوله، مګر اوس خو د دولت ټول امکانات د مو- لا په لاس کې دي او پدې مدرسو باندې د لکونو مصرف کیږي.
مګر پوښتنه داده چې آیا دا اوسني حاکمان ویلای شي چې د دې مدرسو تولید به د افغانستان کوم درد ته دوا شي؟ آیا په ټول تاریخ کې د کومې مدرسې ګټه ملت ته رسیدلې ده؟ آیا ددې مدرسو تولیدات حتی د خپل نس لپاره حلاله ډوډۍ ګټلی شي؟ آیا څوک یو مثال ښودلی شي چې د مدرسو کوم تولید دِ د اولس ژوند ته یوه آسانتیا جوړه کړي وي؟ نو نپوهیږم چې د دومره مدرسو، ددومره مو- لایانو او قاریانو د تولید مطلب څه شی دی؟ هو، دوی یوازې د جخاد لښکرې جوړیدلای شي، مګر جخادونه به ترڅو وي؟ دا تیر څلویښت کاله جخادونو غیر له ورانولو، وژلو او بربادی څخه بل څه شی راکړل؟ یو لوی ملت او هیواد چې داسې بې عزته شوی، احتیاج شوی، فقیر شوی، وران شوی، ذلیل شوی او بې هویته شوی، دا ټول د همدې جخادونو له لاسه دی. د ترهګرستان هغو مدرسو لا چې دا دومره د جخاد لښکرې یې تولید کړلې، د هغوی ټول هدف دا وو چې افغانستان وران او بې عزته کړي، ځکه چې پخپل هیوا کې یې دې تولیداتو ته حتی د خبرو حق او اجازه لا نه ورکوله.
د اوسني حاکمانو په منځ کې به حتماً یو څو پوه او با احساسه کسان وي. پوښتنه همدغو کسانو ته متوجه ده چې ترڅو به دا جهالت وي چې پخپل لاس به خپل هیواد د تباهي خواته بیایو، ترڅو ؟ ترڅو به دا دردیدلی ملت لا نور هم بې عزته کوو؟ ترڅو؟ تاریخ به ستاسو نه همدا پوښتنه کوي چې که پوهیدلی ولې مو خپل غږ جګ نکړ؟ ولې؟ او که نه پوهیدلی، نو ولې مو د ملت غږ ته غوږ ونه نیوو؟ ولې؟ تاسو دې ځوانانو ته وګورئ، ولې د دوی انرژي او استعداد په بې ځایه خرافاتو ضایع شي؟ دا وران او ویجاړ هیواد د همداسې ځوانانو ماغزو او مټو ته ضرورت لري چې لدې روان ذلت او احتیاج څخه نجات ورکړي. دا ځوانان باید عصري علم او مسلک زده کړي، ترڅو مونږ د پردیو د احتیاجه خلاص شو. دا انرژي او استعدادونه مه ضایع کوئ!
فکر وکړئ!

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.