زموږ او پاکستان توپیر‎ 

حفیظ الدین پیرزادہ

314

ښایي تر جناح پس عمران خان د پاکستان تر ټولو مقبول مشر وي.

ھغه په نھم د مئ د فوځ په لاس جوړ‎ شوي حکومت گرفتار کړ‎. د ھغه د نیولو پخلاف مظاھرې، اعتراضات او

ښورښ پیل شو. په ھماغه اړ‎و دوړ‎ کې په لاھور کې د فوځ د کوم مشر دفتر ته اور واچول شو.

حکومت یې پړ‎ہ پر عمران او د ھغه پر پلویانو واچوله خو ھغه دا کار و غندہ او حکومتي سازش یې و باله!

په ھر حال، د حکومتي املاک او خلکو جایدادونو ته د زیان رسولو تور، د عمران د سیاسي پارټۍ ډیری

مخکښکسان له ھغه جلا کړ‎ل او د عمران محبوبیت یې ھم داغدارہ کړ‎.

سرہ له دې چی دولتي او شخصي املاکو ته د زیان رسولو کیسه لا په زبات نه دہ رسیدلې خو بیا ھم عمران او

 دھغه گوند ته یې ډیر زیات سیاسي تاوانونه ور واړ‎ول!

اوس ھغه ډیری وخت، د خپلې اصلي مبارزې پر ځای، د ځان پر سپینولو بوخت وي!

پایله

د ډاکتر نجیب تر را پرځیدو پس، د واک پر سر د مجاھدینو خپلمنځي جگړ‎و ښکلی کابل پر داسې یوې ویرانې بدل کړ‎

چې پر لیدو یې سړ‎ي فکر کاوہ په قبل المیلاد کې د کوم ویجاړ‎ شوي تمدن پاته شوني تاریخي آثار گوري!

ھغو جگړ‎و، د ۶۰-۷۰ زرہ کابلیانو وینې وڅکلې، ډیر یې معیوب او وطن پریښودو ته اړ‎ کړ‎ل!

ښه راته یاد شي د کرزي د پاچاھۍ پر مھال د کورنیو جگړ‎و یو تن اتل (!) ( صدیق چکړ‎ی ) په کوم تلویزون کې

ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا ھغوی ( مجاھدینو ) د واک په حرص کې اویا زرہ بې گناہ کابلیان نه ديوژلي؟

د خپل ښاغلي حماقت پر مټ داسې ځواب ورکړ‎: این دروغ است که در کابل ھفتاد ھزار مردم کشته شدہ،

تعداد کشته شدہ گان در ان زمان بیش از پنج /شش ھزار نبود!

خو دې ته یې پام نه و چې دا جمله  پخپله د پنځه/ شپږ‎ زرہ بې گناہ انسانانو پر وژلو بربنډ اعتراف دی!

دوستانو!

پاکستان خپل محبوب مشر دولتي املاکو ته یواځې د ضرر رسولو په تور څنډي، بد پر وایي خو موږ‎

د کورنیوجگړ‎و پر مھال د کابل قاتلین نمانځو!

مړ‎ہ شوي یې د سولې شھید، ملي اتل، شھید بابا او نور بولو او ژوندي یې د دوہ جھادونو سالاران!!!

ما غوښتل یواځې ھمدې توپیر ته اشارہ وکړ‎م!

فاعتبروا……

______________________________

حفیظ الدین پیرزادہ

د جون ۱۴/ ۲۰۲۳ م

لندن

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.