بختور اختر

مصطفی امن

390
نه دا سیل وای نه دا خوند وی
نه د بل په خوښه ژوند وی
د ښکلا په اور ستي وی
نه دا بی روحه هستي وی
د کنړ د سیند مستي وی
راکی مینه پرستي وی
په ګودر باندی می لار وی
د منګو سره می کار وی
له دیدن ډک مازیګر نه
په څپو څپو کی ځار وی
تل د هری حجری سا وی
ښکلی غږ د یکه زار وی
د سره اوړي سره غرمه کی
د سیند غاړی ته دیره کی
د اوګرو کاسی مو څکلی
شنه خوبونه مو کولی
رانه تاو خپل او پردی وی
د څوکۍ مازیګری وی
له ساقي نه ځاریدلی
چا تاکونه نه سیزلی
مونږ د حسن میخانه کی
د دیدن نشی کولی
چا باروت نه پیژندلی
مونږ په سترګو ښکار کولی
د اشنا د زړه کوتری
مو په مینه خپلولی
په یاقوتو زمروتو
مو جانان سینګارولی
په کتو کی مو پیرزو وی
هره پیغله مو درخو وی
زه رباب ته می ادم وی
هر یو ساز مو د یار غم وی
د وصال د معراج لور ته
په اخلاص مو هر قدم وی
په هر کور به مو اختر وی
هر اختر به بختور وی
م.امن
ناروی

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.