شل کلنه جګړه د بن لادین د سرصدقه

رڼاګل اریوبزی

299

وايي چې د کندهار په ولایت کې د طالبانو د مفتیانواو قاضیانو د فراغت له امله په جوړه شوی غونډه کې شیخ ندیم وویل چې: «هغه څوک چې نظام تخریبوي، که په ژبه وي، یا په قلم وي اویاکه عملي تخریب کوي …….واجب القتل دي.» د طالبانو د لوړو زده  کړووزیردا ګواښ راته په رښتیا یوزورورګواښ ښکاري اودځواکمنۍدلیل يې هم دادی چې دعقل، پوهې، اسلامي اوبشري تمدن نه له سره بې برخې او په سوچه فزیکي زور بنا دی. حضرت علي ( ک ) فرمايي چې:« دناپوه ماغزه دهغه دژبې ترشا اودهر هوښیار ژبه دعقل تر شاوي.» له ورځې تربله جوتیږي چې د اسلامي امارت دلوړو زده کړووزیرژبه دهغه ترعقل زوروره ،ګړندۍ اوبشپړه خپلواکه ده اودګړیدوپه وخت کې له سره دعقل، فکراوماغزو پروا نه ساتي. ځکه چې له یوې خوا دشیخ په دې فتواکې تخریب قانوني تعریف نه لري اودندیم په بې قانونه نظام کې دهرې ساده اواصولي نیوکې نه هم « تخریب » جوړید لی شي اوهرمنتقددیوه اصولي انتقادله امله هم په دارځوړیدلی شي.له بلې خواشیخ صاحب دنظري تخریب یا دده په اصطلاح« دژبې یا قلم تخریب » اود« عملي تخریب » داغیزوترمنځ په توپیرهم نه پوهیږي، یانې په دې نه دی خبر چې دلیک اوژبې نیوکه یا شفاهي اوتحریري انتقاددانسان سلامتیا، ژوند اودهغه چاپیریال ته زیان نه رسوي، خوعملي تخریب یانې وسله وال پاڅون، جګړې، قتل، لوټماري، دسرکونو په غاړه اوپه جوماتونوکې دماینونو ځای په ځای کول مسلمان لمونځ کوونکي اومسافر، واړه زاړه، ښځې اونران، پیغلې اوځوانان وژني اودژوند چاپیریال ورانوي، ځاني او مالي زیانونه رسوي.

شیخ صاحب ندیم دا ټول دتلې په یوه پله کې اچوي او په خپله فتوا کې يې یوشان واجب القتل ګڼي. مانا داچې که څوک د ځنې طالبي شیخانوپه شان د علم زده کړه مباح عمل نه ګڼي، بلکې په هر مسلمان ( نراوښځه ) يې فرض بولي اوخپل دا نظرپه ژبه اولیک د مسلمان ولس غوږوته رسوي، هرومرو ددې شیخانودتعلیمی سیاست سره په تضاد کې راځي، په تخریب تورن کیږي اودشیخ ندیم په عدالت کې دهغه چا په شان واجب القتل ګڼل کیږې چې دلمونځ کوونکونه ډک جومات کې بمونه الوزوې. دشیخ ندیم له ویناګانو ښکاري چې دی دخپل امارت دساتلو اوځواکمنولوله پاره بل تدبیر- رحم، عدالت، ټولنیزه سوکالي،اقتصادي پرمختګ – اوله دې لارې دولس باوراوملاتړ ترلاسه کول نه لري، دمنتقد قتل اووژل دخپل امارت دپایښت یوازنۍ لاراو وسیله ګڼي، په دې نه پوهیږي چې دنظام دساتلو له پاره یوازې په زوراو وژلو تکیه کول سړی ددین اومعرفت له سیمې خارجوې، د ډاراوظلمت یوداسې غلام ترې جوړوي چې دحضرت عمر( ض )له دې فرمودې يې هم بې خبره ساتې چې:« دهر دولتي نظام بریالیتوب او قوت دهغه دچلوونکو په عدالت، صداقت اوانصاف پورې تړلی وي.» وینو چې دشیخانوامارت دحضرت عمر( ض ) ددولتي نظام سره له ځمکې تراسمان پورې توپیرلري. په داسې حال کې چې حضرت عمر( ض ) دخپل اسلامي نظام بریالیتوب او قوت دهغه دچلوونکو په عدالت، صداقت اوانصاف پورې تړي ځان اوخپل نظام دولس په وړاندې مسؤل ګڼي، شیخ ندیم دحکومتولۍ ددې ستونځمنو، خوسپیڅلواصولوپروانه لري اونه دا اصول پیژني، دولس په وړاندي دمسؤلیت فکراواحساس نه له سره بې برخې دی، ځان اونظام يې ترولس لوړبولي او دپایښت اوساتلو له پاره دقتل او وژلولنډې اواسانې فتواګانې صادروي او په دې ډول ډاراو وحشت خپروي. حضرت لقمان( ض)، چې پوهه اوحکمت يې په قرآن عظیم الشان کې ستایل شوي دي، فرمایلي دي چې:« دعلم په مرسته دانسان وحشت او ډاراچونه له منځه ځي.» یانې یومتمدین، زړور اومهربان انسان ترې جوړيږي چې نه دبل چا دوحشت اوډاراچونې نه ډاریږي، نه وحشت اچوي او نه څوک ډاروي. خو مشکل دادی چې دلوړو زده کړو وزیرښاغلی مولوي ندیم دعلم اوتمدن نه، نه یوازې ځان لرې ساتي، بلکې په وړاندې يې خپله کرکه هم نه پټوي اوپه ډاګه اعلان کوي چې:« که مودابادۍ اوتمدن پروا لرله، اسامه بن لادین به مو امریکا ته سپارلی وای او ښځو ته به مو ازادي ورکړې وی اوشل کاله جګړې ته به اړتیا نه وه پیدا شوې.» زه ( ددې کرښو لیکونکی ) په خپل اوږده عمرکې په هیواد کې دنورونظامونودداسې وزیرانو دنومونوسره هم اشنا شوی وم چې دعقل اوپوهې نه یوڅه بې برخې پاتې شوي ښکاریدل، خو هیڅ یو يې هم دطالبي شیخانو دلوړوزده کړووزیرپه څیردابادۍ اوتمدن په وړاندې په دومره ویاړاوافتخار خپله بې پروايې نه ده اعلان کړې، دادشيخ ندیم تاریخي امتیازدی اومثال يې یوازې د طالبي شیخانوپه منځ کې پیدا کیدلی شي. هرمتمدن انسان په دې پوهیږي چې ابادي اوتمدن دوه یوبل ته ورته مفهومونه دي. دواړه دټولنیزژوند په بیلابیلو-اخلاقي، کلتوري، ټولنیزواواقتصادي- برخوکې دپرمختګ سطحه په برکې نیسي، سوکالي په ګوته کوي اوددې دواړو- ابادۍ اوتمدن- ټاکونکی عامل انساني اخلاق،عقل اومعرفت دی. دابادۍ مخالف لوری ویراني اوبربادي ده اودتمدن مخالف لوری ظلمت دی، وحشت، بربریت او بداخلاقي ده. څوک چې دابادۍ اوتمدن پروانه لري او ورته شاکوي، هرومروویرانۍ، ظلمت، وحشت اوبربریت ته مخه کوي، داسلامي ارزښتونوچوکاټ ماتوي او داسلام مبین دین څخه وړاندې د ظلمت اوبربریت دوران دبیا راژوندي کولوهلې ځلې کوي. دا هلې ځلې تخریبوونکې هلې ځلې دي اوشیخ ندیم په دې هلوځلوپه عام ذهنیت کې تربل هرچازیات خپل ځان اوخپل « اسلامي امارت »اوزموږدغمونو اورنځونوپه نړیوال مرکزبدل شوی هیواد نورهم تخریبوي.

سره له دې هم دلوړو زده کړو وزیر واجب القتل نه ګڼم، ځکه دخدای رسول ( ص ) فرمایلي دي چي:« بې علمه عمل تباهي ده.» دادشیخ صاحب پوهنیزه اوعقلي بې وسي ده چې په خپل هیواد کې ابادۍ اوتمدن سره مخالفت ته دامریکا په وړاندې دمقاومت په سترګه ګوري او نه پوهیږې چې دابادۍ اوتمدن په وړاندې بې پروايې د ولس په وړاندې بی پروايې ده، دا جهاد نه دی، فساد دی، دالویه غداري ده اوحضرت علي ( ک ) فرمایلي دي چې:« دولس او پرګنوسره غداري ترټولولویه خطا ده.» په داسې حال کې چې درسول ( ص ) دوهم یارحضرت عمردخپل امارت په وخت کي فرمایلي دي چې:« که دفرات دسیند په غاړه دبزې یوبچی هم تلف شي، نوویریږم چې الله( ج ) به يې له مانه پوښتنه کوي.» دا هغه څه دی چې مولوي ندیم اوامسال يې په فکرکې هم نه دي. دشیخانودلوړوزده کړووزیرپه خپل عقل، عقیده اوعدالت کې دخپل هیواد ابادي، افغاني پاک لمنومیرمنوته دخدای دمخلوق اودانسانیت په سترګه کتل، هغوی ته دزده کړواوکارحق ورکول، امریکایانوته دامتیازورکولوپه مانا ګڼي، په کلکه يې غندي اودکاراوزده کړونه دافغاني جونواومیرمنومحرومول امریکایانواونورې کفري نړۍ ته جزاورکول بولي. داخولا پریږده، شیخ ندیم په دې هم ویاړي چي دهیواد پاکه خاوره، دملک ابادي، داوږدو، بې رحمه جنګونواووحشي لوټماریوځپلي ولس ارامي اوسوکالي له یوه بن لادین نه قربان کړي، ټپي، په وینولړلي اولوټ شوي ولس ته شاکړي اوپه ځای يې بن لادین ونازوي اوله ملکه يې ونه باسي. په هغه وخت کې دطالبانورسمې پالیسي په پاکستان کې ددوی سفیرمولاناضعیف دژورنالستانو سره په یوه مرکه کې په دې تکو بیان کړه:« ترهغوچی یوافغان هم ژوندی وی بن لادین به له هیواده ونه باسی.» دابې تدبیره سرزوري اونن سبادشیخ ندیم ویناګانې اودزده کړو په هکله دده عملي کړنلارې ښيي چې افغان ولس ته دهیوادوال اودخدای دمخلوق په سترګه نه، بلکې د شخصي مال په سترګه ګوري، هرڅه يې چې زړه وغاړي په ولس يې تحمیلوي، ترهرڅه اوله هرچايې قربانوي.

هو، لکه څنګه چې شیخ ندیم وايي طالبانوهغه وخت هم د ملي ګټو، تمدن اوپرمختګ پرواونه کړه، بن لادین يې له ملکه ونه ایست او په دي توګه يې هغه پلمه چی دبوش حکومت دجنګ له پاره له سره لټوله طالبانو پخپل لاس وروسپارله. سی آی  ای په تلوار د شمالی ټلوالی بګیل شوی سروالان او ځنی نورمات شوی جنګسالاران په یوڅو ملیونو ډالرورا ونیول، له ځان سره یی ملګری کړل او د ۲۰۰۱ میلادی کال د اکټوبردمیاشتی په اوومه نیټه یی په افغا نستان وسلوال برید وکړ. شيخ ندیم اوانډیوالان يې د طالبانوپه امارت باندې دامریکا ددې بریددپایلوپه هکله څه نه وايي اوهغه پټي ساتي. خوحقیقت دادی چې د طالبانو بې تدبیره سرزورۍ دامریکا دجنګي تکنالوژۍ- ب ۵۲ جنګي الوتکواوکروز راکټونو- زورنه درلوداوزرمات شول. امریکایانو دطالبانو امارت وران کړاودولتي واک يې دحامد کرزی دچپنی تر سیوری لاندی دشمالی ټلوالی پیژندل شوو لوټمارانو اوجنګسالارانو ته وسپاره. دی وضعت ته په کتو سره د طالبانوپه سرکې پخوانۍ مستي پاتې نه شوه اودې ته راضي شول چی د سیاست نه لاس واخلی او بیرته خپلو کورونو، مدرسو او جوماتونو ته مخه کړی، خوامریکایانو او دهغوی لاس پوڅوداهم نه ورسره منله. ډاکټر فاروق اعظم په ۲۰۱۶ میلادی کال کی د کابل په ارګ کی دوخت لوړپوړو دولتی چارواکو ته په یوه وینا کی وویل چی:«طالبان مات شول او عذر یی کاوه چی موږ مات یو، موږ پریږدی خپلو کورو ته چی ژوند وکړو……کرزی صاحب چی اوس به زما خبری اوری راته وویل چی ماته راغلل اوویی ویل چی موږ په حکومت کی چوکی نه غواړو خو په کورکی مو پریږدی، خوموږ پری نښودل……خالد پښتون ماته کیسه وکړه  چی په کوټه کی ۱۶ تنه د طالبانو مشران…..ماته راغلل او ویی ویل ، موږ نه غواړوپه پاکستان کی ژوند وکړو، موږ د پاکستان سره تجربه لرو، په حکومت کی هم چوکی نه غواړو…….ما کندهارته راوستل او امریکایانو ته معرفی کړل، هغوی بوتلل ګوانتاناموته وبګرام ته او په کلونو یی په زندان کی تعذیب کړل او ځنی یی هلته مړه شول.» امریکایی پوه او پخوانی ډیپلومات بارنټ روبین هم دا تاریخی ټکی په ګوته کړی دی او طالبانو ته یی په یوه پرانستی لیک کی لیکلی دی چی:« د ۲۰۰۱ میلادی کال د ډسمبر په شپژمه نیټه ستاسی مشرانو دحامد کرزی سره یو ټړون وکړ، څوک چی تازه دملګرو ملتونو په منځکړتوب د بن په کنفرانس کی دافغانستان دانتقالی حکومت مشر ټاکل شوی و، تاسی په اوربند باندی ورسره موافقه وکړه او دکرزی حکومت ته مو هغه څلور ولایتونه وروسپارل چی تاسی لاباندی واکمن واست. تاسی په ځواب کی دحکومت څخه دځانګړو حکومتی مناصبو غوښتنه هم ونه کړه، یوازی مو معافیت وغوښت چی تاسی یی په ترځ کی وکولی شی چی باعزته ژوند وکړی، د جورج ډبلیو بوش اداری دافغانستان دنوی دولت په تشکیل کی ستاسی دګډون مخه ونیوله ، دامریکا دفاع وزیردونالدرمسفیلډ اعلان وکړ چی ستاسی سره به نه دمذاکراتو لارغوره کوی او نه به در ته معافیت درکوی……. او دهغه وخت مرستیال ولس مشرامروکړچی دغه کسان دی په ګوانتانامواوبګرام کی بندیان شی.» په حقیقت کي دهغه په اصطلاح سیاست پایله، چې شیخ ندیم په ویاړي، داشوه چې امارت يې وران شو، په لنډه موده کي يې په افغانستان دبن لادین دساتنې وس هم له لاسه ورکړاوهغه پاکستان ته وتښتید. طالبان نه یوازې له سره دسیاست نه تیریدوته مجبورشول، بلکې دخپلو کورونو، جوماتون، اودمدرسوواک يې هم له لاسه ووت. امریکایان اودهغوی افغاني غلامان دځواکمنۍ په نیشه کې تردې حده ډوب ووچې دطالبانو سره يې له سره سیاسي چلند نه کاوه، ټولوته يې دجنایتکارانو په سترګه کتل، په خپلو کورونوکې يې دساده اوغیرسیاسي ژوند اجازه هم نه ورکوله، دګوانتنامواوبګرام زندانونه يې ترې ډک کړل، په زرګونونورطالبان په لیلی دشته کې دسې آی اې نماینده ګانو په شتون کې د دوستم اوشمالي ټلوالې دجنګي جنایتکارۍ قرباني شول اوافغانستان اشغال شو. داهرڅه چې وشول دطالبانو دسرزورۍ اودبې تدبیره سیاست لومړۍ پایله اودبن لادین دسر صدقه وه، نورجنګونه اودهغوی زیانونه ورپسې راروان وو.

لامل يې دا وچې امریکایانو نه یوازې دطالبانوسره سیاسي چلند ونه کړبلکې په افغانستان کې يې له سره سیاست ته شاکړه او په نظامي زور، وحشت اوفاسدوافغاني زورواکانويې ډډه ولګوله. هدفي وژنې يې پیل کړې، په وادونواودمړو په جنازويې بمبارۍ کولې، په شپنیوعملیاتوکې يې دهیڅ ډول افغاني اوانساني ارزښتونو پروا نه ساتله، ښځې، کوچنیان اوزاړه يې ځورول او بې عزته کول، ډله ایزې وژنې اود مړو جسدونوته يې سپکاوی وکړ. له بلې خواهلته په دولتي دستګاه کې بډواخیستنو، دمځکو غضبونو، ددولت دمالي سرچینولوټونواونوروفسادونوبې سارې زورواخیست اوافغانستان په ډیره لنډه موده کې دنړۍ د ترټولو فاسدودولتونوسردارشو. دحکومتولۍ مسؤلیتونواومکلفیتونوارزښت له لاسه ورکړ، بابیزه شول اوغضب، بډې، لوټماري دچارواکواوزورواکوپه په اساسي دندو بدلې شول. په ټول هیواد کې ددولتې چارواکواوزورواکوترمنځ په دولتي مقامونواودفسادپه نوروسرچینوسیالۍ پیل شوې چې کله کله په وسله والو جګړوهم اوښتې، سیمه ایززورواکان اوپه سیمه پورې تړلي مرکزي چارواکان ځواکمن کیدل اود مرکزي حکومت زوراوځواک اوبه کیده. خبره دیته ورسیده چې ملا تره خیل اواله ګل مجاهد،چې دترلاس لاندې سیمو يې دکابل ښارسره ګډې پولې درلودې، دکابل حکومت ددولتي واک انحصارپه رسمیت نه پیژانده. په دې توګه له امریکا واردشوې اوپه زوربناشوې ډیموکراسۍ نه داسې بې سارې فاسدالطوایفي جوړه شوه چې له سره يې دڅوشیبوله پاره هم دخپلواک ژوند وس نه درلود. داشغالي ځواکونو، دولتي چارواکواوزورواکوزوراوزیاتي اوحتی دهیواد په ځینوبرخوکې نژادي تصفيې اونسل وژنې خلک دې ته مجبورکړل چې طالبانو ته سیمه یوسي اوورسره ملګري شي. دې حالت طالبانوته نوی ژونداونوې انرژي ورکړه چې په مرسته يې شل کاله وجنګیدل اوپه پای کي يې اشغالګرله ملکه وایستل. دافغانستان نه دبهرنیووتل لاپای ته نه وررسیدلې چې کورني لوړپوړي دولتي چارواکان اوزورواکان دخپلوکړنوله ویرې ډله ډله په ټیټوسترګواوټیټوسرونو په بیړه له ملکه وتښتیدل. هیواد دبهرنیواشغالګرانواودکورنیوفاصدوزورواکانونه ازادشواودطالبانوپه منګول کې پریوت او په دې ډول داشل کلنه جګړه چي شیخ ندیم ورته ګوته نیولې ده پای ته ورسیده. عام ولس دبهرنیواشغالګروپه وتواودکورنیوفاسد لوټمارانوپه ورک کیدو پسې ملال نه شواودطالبانوپه راتګ چندان خوشال نه شو. ددې شل کلنې جګړې په بهیرکې عامولس ته ډیرزیانونه ورسیدل، ډیرظلمونه يې وګالل اوډیرغمونه وزغمل.دکارپوهانو په اند په دې جګړه کې ټول ۲۳۶۱۵۴ افغانانوژوند له لاسه ورکړ. په دې کې  ۱۲۰۰۰۰طالبانوو، ۶۷۰۰۰ افغاني سرتیري اوپولیسان وو، ۵۰۱۵۴ ولسي وګړي ووچې نه په طالبانو اونه دهغوی په مخالفانو پورې تړلي وو. دادبن لادین دسردوهمه صدقه وه چې شیخ ندیم يې پروا نه درلوده اونه يې لري. په دي شل کلنه جګړه کې یوازې ۳۸۴۶ بهرني سرتیري وژل شوي دي.

دا په دې ماناچې دهربهرني سرتیرې په سرمو۶۱ افغانان له لاسه ورکړي یانې وژل شوي دي. که د وژل شوو بهرنیو شمیر د وژل شووطالبانو د شمیرسره پرتله کړونودهربهرني په سرموڅه دپاسه ۳۱طالبان له لاسه ورکړي دي. داشغالګرودځاني زیانونو لږوالی دوه غټ لاملونه لري: اول داچې دطالبانوسره په جګړه کې به يې افغاني سرتېري دجګړې لومړۍ کرښې ته ورلیږل اودوهم دا چې دطالبانو په ضد جګړه کې يې د مډرن جنګي تخنیک – عصري جنګي الوتکو، بې پیلوټه الوتکو، درنوتوپونو، ټانکونونه کاراخیست. په جګړوکې دمعاصرجنګي تخنیک موخه همداده چې د خپلو سرتیروژوندوساتي اومقابل لورته زیات ځاني اومالي زیانونه ورسوي. طالبانوجنګي تخنیک ته په دې کمیت اوکیفیت لاس رسي نه درلوده. دوی د جبهې او پارټیزني جګړو ترڅنګ د دښمن په ضد د سرکونو په غاړه ماینونه ښخول اوځانمرګي بریدونه يې کول چي پکې بهرنیوته ډیرلږاویاهیڅ زیانونه نه رسیدل اوله سره افغانان پکې وژل کیدل. معاصرتخنیک، چې دبشري پوهې دتکنالوژیکي کارونې پایله ګڼل کیږي، نه یوازې په جګړوکې بلکې د بشري ژوند دټولو – ټولنیزو، اقتصادي، پوهنیزو، روغتیايې ـ او نوروبرخوپه پرمختک اوسمون کې ټاکونکی رول لوبوي اوترډیره دولسونو برخلیک ټاکي. خوطالبي شیخان اوتر ټولودمخه ددوي دلوړو زده کړو وزیر شیخ ندیم له سره د پرمختګ، تمدن اوافغان ولس دبرخلیک پروا نه لري، لګیادي په هیواد کې دعصري زده کړوبنسټونه ورانوي، د جونوپرمخ د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې تړي، له ښوونځیو مدرسې جوړوي او په دې توګه دعصري زده کړوتعلیمي نظام بنسټونه وران او ویجاړوي اود تعلیم او د ښځو د حقوقو په برخه کې افغانستان د اسلامي تمدن نه دوړاندنۍ – ظلمت اوبربریت – دورې په لورروانوي.

شیخان په حقه و یاړي چې دافغانستان خاوره يې له بهرنیوازاده کړه، خوپه دې نه پوهیږي چې همدا امریکایان دهمدې ساینس اوتکنالوژې په مرسته، چې طالبان يې په افغانستان کې بنسټونه ورانوي، هره ورځ اوهره ګړۍ له هوا نه افغاني مځکه څاري اوکه وغواړي دالظواهري په شان بل نازولی هدف هم په نښه کولی اوله منځه وړلی شي. داواقعیت ښيي چې طالبان د خپل هیواد په مځکه اوفضا دواک بشپړه انحصار نه لري یانې دبشپړه ازادۍ نه بی برخې دي. له بلې خوا څه ناڅه دژوند په ټولوبرخوکې پردیومرستوته اړدي اوداړتیا بیه هم دخپلواکۍ نیمګړتیاده او دا نیمګړتیا د قتل په پتواګانو، دعصري زده کړو نه د ځوان نسل په محرومولو، دعلم، تمدن اودابادې په رټلوله منځه نه ځي. داسیاست شته ستونځې نوره هم زیاتوي، دملیونوانسانانواستعدادونه شنډوي د طالبانوامارت ته زیان رسوي اوحتی ژوند يې لنډوي، نوځکه د شیخانو مخالفین دهغوی د امارت تخریب ته چندان اړتیا نه لري، شیخ ندیم، شیخ،  حنفي اوامثال يې دا چارې په خپله سرته رسوي.

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.