غزل

مصطفی امن

207

وریځې دي خړې، اسمان رژیږي
ارواوې رېږدي، زړونه رپیږي

د نفرت تندر بره غړمبیږي
مینه کوئ ، که نه رالویږي

د بیلتون اوښکې مې را بهیږي
پټیدای نه شي ، مینه وریږي

د کړاؤ خوږ باد، په ما لګیږي
د ښکالو ساز دې، راته غږیږي

د کوټې ګروپ دې، ماښام لګیږي
پدې مې هم ، تسل ماتیږي

رنګ د سرو زرو، اخرخړیږي
ستا د لفظونو ، پاڼې زیړیږي

روح یرغمل دی، پکې اوسیږي
ژوند که په هره ، طریقه کیږي

ته راته وایه، که څه هیریږي
خبرې یوه یوه راته یادیږي

لیدی یی نشم ، په ما څه کیږي ؟
که نه ېې وایم، ډډ مې سوزیږي

عذاب دلښتو،درنه تاویږي
ثوابه زړه مې په تا خوږیږي

ساز چې کرخت دی، ذوق نه بدلیږي
دا دی یو بل کال په ترپ تیریږي

راغلی نه وي ، بیا روانیږي
امن دې نه مري، جنګ دې ورکیږي

م.امن
16.12.23

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.