د دين او تمدن ترمنځ د انډول نشتون افراطیت خپروي

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

772

د شک ځاى نشته چې  زبرځواک هېوادونه د خپلو هژمونيکي موخو لپاره د يو بل په وړاندې د دسيسو او توطیو جوړولو او د رقيب  د پرمختګونو په لاره کې د خنډونو اچولو لپاره څو مخې تګلارې جوړوي. موږ په نړۍ کې داسې ډېرې بيلګي لرو چې وروسته پاتې هېوادونه د زبرځواکونو لخوا د خپل ګټو لپاره د ابزارو په توګه څنګه کارول کيږي او لوبول کيږي. په دغو پيچلو لارو، له توپانونو ډکو مزلونو او د کائناتو د تسخیر په لور سفرونو ته د رسيدو په لارو کې کمزوري او د جهالت په تيارو کې ډوب ملتونه د شطرنج د ګيټيو په څېر کارول کېږي او د ميږيانو په څېر د فيلانو ترپښو لاندې کيږي، په پرديو جګړو کې لتاړ کيږي او ياهم د نيابتي جګړو ډګر ګرزي.

په نزدې ماضي کې مو دوه زبرځواک هېوادونه وليدل چې د خپلو هژمونيکي او استعماري موخو د ترلاسه کولو لپاره يې زموږ  هېواد اشغال کړ، له افغانستان سره يې لکه د پيشو او موږک ترمنځ تړون د ستراتیژیکو ملګرتياو تړونونو په لاسلیکونو سره سره چې کله پوه شول دلته خپلې ګټې نشي ترلاسه کولاى نو ژمنو ته شا ګرزول او له شرمه ډکې تېښته يې د نړيوالو ورځپاڼو سرليکونه شول.

دا هم راته له لمر څخه روښانه ده چې په اوسنۍ معاصره نړۍ کې د اسلامي ورورولي او اسلامي امت شعارونه يوازې تشريفاتي اړخ لري او يا هم د استخباراتي سرچینو لپاره کاري پوښښ دى. ځينو هېوادونو په همدغو عنوانونه په مختلفو وختونو کې د افغانانو سوکاله او هوسا ژوند ته د پاى ټکى کېښوده، د تعصباتو راپارول، جګړو ته د سون توکي برابرول د تأسيساتو ورانولو ته خپل لاسپوڅي په شا ډبول او په ټوليز ډول افراطيت ته د ځوانانو هڅول زموږ په هېواد کې د بېګانه هېوادونو ملموسې زهري کړنې دي چې دغه هېواد لاهم د هغوى لخوا د بل شوي اور په لمبو کې سوځي.

موږ د بهرنیو د لاس وهنو په ځواب کې يوازې په بدرد ويلو احساساتي څرګندونو باندې بسنه کوو خو زموږ د ستونځو، نيمګړتياو، د پرمختګونو په مخکې د پرتو عواملو د له منځه وړل او د ملي ارتقا په لور سفر ته دوام ورکول، پرديو ته په بدرد ويلو تحقق نه مومي، بلکې خپلو نيمګړتياو ته د متوجه کيدلو له لارې شونى دى. ديني ارزښتونه مو د دين په نوم افراطي افکارو او زموږ له چوپتیا څخه رامنځته شوي ړوند تقليد بدنام کړل چې  له امله يې موږ لاهم هغه ظرفیت نه دى موندلى چې په ساينسي او د معلوماتي تيکنالوژي  په برخه کې په بې ساري ډول د خپل ملت وروسته پاتې کېدو تر شا پراته لاملونه پيدا کړو او هغو نيمګړتياو ته د حل لاره ولټوو چې دغه قوم ته يې نه جبرانيدونکي زيانونه اړولي دي.

په لمړي سر کې باید د افغانانو د وروسته پاتې کېدو پړه د محرومیتونو له امله د هغوى په خپل ټولنيز مټکور احساساتي او جزباتي اړخونو، له دين څخه د ناسم پوهاوي له امله د کورکورانه تقليد په چوکاټ کې غلط تصورات، مټکور کلتوري اړخ او قسماً دغه پړه په دربار کې په ناستو درباري ملايانو د فتواو پايله ګڼم.  زموږ د ټولنيز ذهنيت د اغيزمن کولو لپاره د نړيوالو پرمختګونو په تړاو د احساساتو د راپارولو لپاره افسانوي سناریو جوړه شوې.  واقعيتونو ته داسې شکل ورکول شوى چې زموږ احساسات را وپاروي د هيجانيت اړخ ونيسو.  حقائق له مسخه کولو وروسته راته وړاندي شوي دى او په دغه هکله نورو ته د پړې ګوته له نيولو وړاندې زموږ خپله ناپوهي او افراطي ذهنيت ته متوجه کيدل ډیره ګټه لري.

موږ لاهم څو پيړئ شاته پراته يو او لاهم فکر کوو چې د توپک په زور په ارګ باندي ننوتل مشروع او متمدنه لاره ده.  دا چې موږ نړۍ ماته کړې ده نو همدغه مو بس ده، نور هيڅ کولو ته اړتیا نه لرو.  ذهنيت مو داسې جوړ شوى دى چې ټوله نړۍ زموږ د غيرت او مېړانې د له منځه وړلو په موخه خپل ټول تبلیغاتي وسائل کاروي او مالي لګښتونه کوي تر څو موږ له خپل اوسني فاتحانه مقام څخه راښکته کړي، شجاعانه لاسته راوړنې مو مسخه کړي او د ځانونو په شان مو بيغيرته وګرزوي خو واقعيت داسې نه دي او ځمکني حقایق معکوسه سناریو نندارې ته وړاندې کوي.

واقعيتونه دا دي چې موږ د هوايي غرور او خيالي غيرت ويروسونو په نفسياتي رنځ اخته يو او نړئ په اقتصادي برخه کې له يو بل څخه د مخته کيدو په منډه کې د وړاندي کيدو په مبارزه بوخته ده. دا سمه ده چې نړیوال زبرځواک هېوادونه له يو بل سره د رقابت کولو او له يو بل څخه  د مخکې تللو په موخه له دسيسو دوکو حتى له وژنو څخه ډډه نه کوي، خو زموږ په شان د ژوند په هر ډګر کې له محتاجه ولس  سره د دښمني لپاره نه اړتیا محسوسوي او نه هم وخت لري. موږ د پوهې او معلوماتي تيکنالوژي په برخه کې د سختې ناکامي له امله د پرمختګونو له بهير څخه وروسته پاتې يو او له نړيوالې ټولنې سره د سيالي کولو ظرفیت مو بايللى دى. اوس مهال موږ د نړيوالې ټولنې د اوږو بار او د هغوى د خيراتونو په تمه ژوند کوو او هغه وخت ته لاهم ډېر وختونه پاتې دي چې د علم او ټيکنالوژي په برخه کې برلاسي له امله نړۍ وننګوو.

د انسانانو لخوا د رامنځته شويو معيارونو پربنسټ باندي د ولاړو پیچلېو ټولنيزو کړو وړو اصولو او د حکومتولي جوړښت چې معمولاً د مختلفو ښارونو له اوسيدونکو څخه جوړه شوې، په ساينسي، کلتوري او ټکنالوژی  برخو کې د پرمختګ ځینې ځانګړتیاوې ولري، تمدن يا په لنډ تعريف د ژوند ښارى بڼه ويلاى شو چې د تاريخ په اوږدو کې له کليوالي کلتور سره د ټکر اوږد شاليد او ډېرې بيلګي لري.

د بريا لاره داده چې موږ د دين او تمدن ترمنځ د انډول او باور رامنځته کولو له لارې  د ماديت او معنويت ترمنځ اړين انډول ته لاره پرانيزو. د ملي ارزښتونو او خپلو اړتیاو په چوکاټ کې

له نړيوالو معيارونو سره سم اساسي د اړونده ټولو برخو د ماهرينو لخوا د اساسي قانون  مسوده ترتیب او د منل شويو فورمونو لخوا تصويب شي. د افغانانو ترمنځ نه پرونئ جګړه د وياړ وګڼل شي او نه هم راتلونکې جګړې ته د سپيڅلتيا ټاپه جوړه شي. د واک د وېش د اجندا په برخه کې د غونډو او ناستو له ترتيبولو څخه د نظام جوړولو او ميکانيزم رامنځته کولو ته لمړيتوب ورکولو له لارې د ولس ملاتړ ترلاسه شي.

له منفي انګېرنو څخه د نجات او منفي فکر ته د پاي ټکى ايښودو لپاره مو اوس بدلون په لاندې ډول له خپل ځان څخه پيل کړى دى؛

له وخت سره او سختو شرائطو سره د ژوندي پاتې کېدو لپاره د انعطاف د رويې خپلولو له لارې ژوند کول زده کوو،

د افغانانو ترمنځ جګړې بدبختۍ راوړې،

دَ نظامونو نسکوريدو مو خپلواکي سلب کړه،

 د هيلو ګراف مو راښکته کړى دى،

هر څه شپه په شپه نه سميږي،

بدرد ويل، احساساتي غبرګون ښودل او ښکنځل کول معکوسې پايلې لري،

دلته له مودو راهیسې د ارزښتونو په نوم د واک جګړه وشوه او ارزښتونه بدنام شول،

مسلمانانو له اسلام سره د کفارو په پرتله د لاعلمي په حالت کې اسلام ته زيات زيانونه واړول،

په زور کلي نه کېږي،

پرديو کلتوري او تيوريکي ارزښتونو واردولو زموږ ټولنيز تړون و ونړاوه،

د زور له لارې حکومتونه نه کېږي،

ټوله نړۍ مو په جګړه کې ماته کړه خو يوازې د اساسي قانون جوړولو وړتیا هم نه لرو،

 په يوازې سر نظام نشو جوړولاى د نورو د حذف او سلب تګلارو ملي يووالى ټکنى کړ،

 ړوند تقليد تباه کړو،

د مقدساتو سياست مو وياړونه له منځه يوړل او اوس مهال په زده کړو باندي ناوړه او نا روا بنديز ختمولو ته د لومړيتوب درجه ورکوو.

که دومره انعطاف وروسته هم زموږ سياسي مشرتابه د ولس چيغې د بهرنیانو لمسونې وګڼي، انحصاري حکومتولي، د نورو د حذف، له ولس سره مټکورو تګلارو ته همدغه شان دوام ورکوي، د سمون او بدلون لپاره کوټلي ګامونه نه پورته کوي، د نړيوالې ټولنې اندېښنې بيځايه ګڼي له ملت سره د بې باوري او له نړۍ سره د تقابل ګراف ورځ تربلې لوړيږي، نو په حکومت کې د ننه د درزونو او بهرنیو ننګونو له امله د فاجعو رامنځته کيدل به حتمي وي او پړه به يې د بهرنيو عواملو په پرتله يقيناً په حکومت کې د ننه استبدادي مفکورې درلودونکو په غاړه وي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.