د ۱۴۰۲ کال د کانکور ازموینې لومړی پړاو نن پنجشنبه د چنګاښ ۲۹مه د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د نجونو له حضور پرته پیل شو چې دوه ورځې «نن او سبا» به دوام وکړي.
د ازموینو ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني د لوګر مرکز پُلعلم کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د سږکال کانکور ازموینې لومړي پړاو کې لوګر، بامیان، دایکندي، غور، فاریاب، جوزجان، پکتیا، خوست، بغلان، سرپل او تخار ولایتونونه شامل دی.
حقاني زیاته کړه چې سږکال کانکور ازموینې ته ۱۵۰زره زدهکوونکو چې یوازې هلکان دي نوملیکنه کړې او له یاد شمېر څخه به یې ۱۰۷ زره د هېواد بېلابېلو پوهنتونونو ته جذب شي.
هغه وویل: «سږکال ۱۵۰زره کسانو کانکور ازموینه کې د ګډون لپاره نوملیکنه کړې چې له یاد شمېر څخه به ۱۰۷زره کسان بېلابېلو پوهنتونونو ته د لوړو او نیمه لوړو زدهکړو لپاره جذب شي. سږکال کانکور په پنځه مرحلو کې اخیستل کېږي چې په لومړۍ مرحله کې په ۱۱ ولایتونو نن رسما پيل شو.»
بلخوا د لوګر د لوړو زدهکړو موسسې ریيس شفیقالله شفقت وویل، سږکال د لوګر کانکور ازموینې ته ۲زره او ۳۲۳ زدهکوونکو نوملکینه کړې چې ۲۲۰۰ کسانو یې په کانکور ازموینه کې ګډون کړی دی.
له یاد شمېر څخه به یوازې د لوګر د لوړو زدهکړو موسسې ته ۱۱سوه د کرنې، ښوونې او روزنې پوهنځیو کې شامل شي.
نوموړي وویل: «لوګر کې شاوخوا ۲۳سوه کسانو د کانکور ازموینې لپاره نوملکینه کړې چې له ډلې یې ۲۲سوه کسانو د کانکو ازموینې لپاره بایومتریک شوي او سږکال به ۱۱ سوه زدهکوونکي د لوړو زدهکړو لپاره د لوګر د لوړو زده کړو موسسې ته جذب شي او امید شته چې سږکال به بېپایلو زدهکوونکي ډېر کم وي.»
لوګر کې د کانکور ازموینې یو ګډونوال رفیعالله سلاموطندار ته وویل چې د کانکور ازموینې له ملي ادارې غواړي، څو ټول هېواد کې دغه ازموینه په شفافه توګه واخلي او پایلې یې ژر اعلان کړي.
نوموړي وویل: «خوښ یم چې سږکال د کانکور ازموینه کې ګډون کوم، هیله لرم چې د ازموینې اداره ټول هېواد کې په شفافه توګه د کانکور ازموینه واخلي او پایلې یې بېله ځنډه له ګډونوالو سره شریکې کړي.»
د ازموينو ملي ادارې ویلي، د سږکال کانکور ازموينه د يوې مياشتې موده کې د څه باندې سل زره داوطلبانو په ګډون څلورو پړاوونو کې اخیستل کېږي.
د ازموینو ملي اداره داسې مهال د نجونو له حضور پرته د سږکال کانکور ازموینې اخیستو بهیر پیل کړی چې يوشمېر نجونو زدهکوونکو تر دې وړاندې سلاموطندار ته ویلي، د کانکور ازموينه کې د نجونو نهګډون يوځل بیا مایوسه کړي دي.
د یادونې وړ ده چې دا لومړی کال دی چې د کانکور ازموینه د نجونو له شتون پرته اخیستل کېږي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.