سوالګر

ژباړه: شېبه ګهیځ

400

یوه ورځ یو ړوند د یوې ودانۍ مخې ته ناست و او د پښو تر څنګ یې خولۍ او نقاشۍ ایښې وه، په نقاشۍ کې یې لیکل شوي و: زه ړوند یم، مهرباني وکړئ مرسته وکړئ. یو نوښتګر خبریال له هغه ځای تېرېده، یو نظر یې ورته وکړ؛ په خولۍ کې یې څو سکې وې او دی هم لږې سکې وغورځولې. پرته له دې چې له ړانده پوښتنه وکړي، هغه نقاشي یې لرې کړ، بل یې ورته ولیکه؛ نقاشي یې یوې خوا ته کېښوده او لاړ. کله چې ماښام خبريال بېرته هغه ځای ته راغی؛ نو وې ليدل چې د ړانده خولۍ له سکې او پیسو ډکه وه. ړوند خبريال یې د قدمونو له غږ څخه وپيژاند، دی هغه څوک و چې نقاشي بدله کړې وه. ترې یې وپوښتل څه دې راته لیکلي و؟ خبريال ځواب ورکړ: “دا کومه ځانګړې او مهمه خبره نه وه؛ خو ستا ليکنه مې په بل ډول ليکلې وه.” هغه وخندل او خپلې لارې ته روان شو. ړوند هیڅکله نه پوه نه شو چې څه یې لیکلي.
خو نقاشي کې یې دا لیکلې وه. “نن د پسرلي ښکلې ورځ ده؛ خو زه یې نه شمه لیدلی.”

پایله: کله چې نه شئ کولی په خپل کار کې پرمخ ولاړ شئ، خپله تګلاره بدله کړئ، تر ټولو ښه امکان به ووینئ، باور ولرئ چې هر بدلون د ژوند لپاره غوره دی. حتی د کوچنیو عملونو لپاره هم خپل زړه، دماغ او روح ازاد پریږدئ؛ ځکه همدا د بریالیتوب راز دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.