د جمهوريت سقوط، د امارت صعود او د ملت سکوت

 لیکوال؛ عبدالوحید وحيد

847

د جمهوريت سقوط؛

د عامه ذهنيت پربنسټ په افغانستان کې هغې ډيموکراسي د پلي کېدو  وړتیا نه درلوده چې د ترهګرو د لټون او له ترهګرۍ سره د جګړې ترعنوان لاندې راوړل شوه، کورنيو ممثلينو پکې فساد پيل کړ او لويديځوالو د خپلو کلتوري ځانګړتیاو او د خپلو ګټو له شاخصونو سره سمه پلۍ کول غوښتل، له امرانه اړخ او استعماري ځانګړتياو سره مله وه، په خپل هېواد کې د افغانانو د مالکيت حقونو ته د درنښت نه کيده، له ديني او کلتوري شاخصونو سره په ټکر کې وه. بالاخره د ديموکراسي دغه غيرمتجانس، تيت او متلاشي جوړښت د راليږدوونکو امریکايي ځواکونو له وتلو څخه د مخه ونړېده.

د کابل حکومت که څه هم پاکو او ارزښتونو ته ژمن افرادو هم پکې شتون درلود، خو عمدتاً د غاصبو جنګسالارانو او غرب پلوه مفسدو عناصرو په ولکه کې وه. هغوى د دې پر ځای چې افغانانو ته د خپل حکومت د کړنو د اغيزمنې څارنې لپاره فرصتونه برابر کړي، هر ډول فساد ته وده ورکړه.  د شلو کلونو

له تيريدو سره سره يې نه يوازې په افغاني ټولنه کې ريښې ونشواى غځولې بلکې ورځ تربلې يې له ولس سره واټن په زياتيدو وو. دوه لسيزې وروسته هم افغانانو نه غوښتل چې له هغه وارد شوي نظام څخه د دفاع لپاره جګړه وکړي چې د هغوى ديني او ملي سرو کرښو ته يې ارزښت نه ورکاوه.

د ديموکراسي په دروه کې ښځو او ځوانانو ته د حقونو ورکولو تر عنوان لاندې  ډېری ښځې او ځوانان له لويديځ څخه د امریکا او اروپا د خوشحالولو او ديموکراسي ته د ودې ورکولو په پلمو راوستل شول، په مهمو وزارتونو او دولتي پوستونو باندې يې وګمارل ترڅو افغانانو ته داسې ذهنیت ورکړل شي چې ارګ غواړي د جنګسالارانو په وړاندي خنډونه رامنځته کړي، خو داسې ونه شول. د افغانستان حکومت په ژوره توګه فاسد وو.  خو دا فساد په افغاني ټولنه او کلتور کې ریښې نه درلودې، بلکې د روڼتيا او حساب ورکولو په برخه کې د اړتیا او پلي کیدو وړ ميکانېزم او پالیسیو د نشتوالي، د نازولو د خوشحالولو، زورواکانو ته د سياسي رشوتونو او له قانون څخه د معافيت کلتور د رواجولو پايله وه.

د ځمکنیو حقایقو له مخې یوه ریښتینی ارزونه په ګوته کوي چې د امریکا او ناټو ځواکونو په عملیاتو کې پراخه  انساني او مالي تلفات، د امریکا په نوښت په رامنځته شوې حکومت کې هر اړخیز فساد، د هغوى د ماتې ته لاره هواره کړه خو د دوحې نا انډوله او بې معياره تړون چې له عيني واقعيتونو سره يې په هيڅ ډول سمون نه خوړ، له افغانستان څخه د امریکا د

شرموونکې تېښتې ته  د “مخ ژغورونکې وسیلې” په توګه وکارول شو او همدغو نيمګړتياو د نورو ترڅنګ د متحده ایالاتو په ستراتیژیکي ناکامۍ کې مهم رول ولوباوه.

هغه توجیهات چې کله ناکله د امریکايي چارواکو او پخوانی رژیم مشرانو لخوا د پخواني نظام سقوط په تړاو رسنیو ته څرګندیږي پراخه او حتی د پوهیدو وړتیا لري، خو دَ سکې يو اړخ ښئي. هغوى غواړي په تیرو دوه لسیزو کې خپلې ناوړه تیروتنې پټې کړي. ديني او ملي ارزښتونو ته پام نه کول، قومي انډول او امنیتي اړتیاوې هيڅ ګڼل، کلتور او ټولنیزو ځانګړتیاوو په اړه د هغوى د تګلارو نيمګړتياوې  او تر ټولو مهمه دا چې د هغوى پراخ فساد ته باید په لویه کچه ګوته ونيول شي.

که نړیوالي ټولني په بن کي د افغانستان لپاره د حکومتي جوړښت غلط بنسټ په ایښودلو کي ستر اشتباهات نه وای کړي،  طالبان به پاکستان ته په تلو نه يوازې دا چې نه مجبور کيدل، بلکې د حکومت یوه لویه برخه به واى، د افغانستان نظام او حکومتي جوړښت به د خلکو له خوا د پرديو لخوا مسلط شوى او ناروا نه بلل کېده.  خلک او تر ټولو مهمه دا چې په افغانستان کې دننه به د بغاوت لپاره فرصتونه نه رامنځته کېدل. په بل عبارت، د کمزورې حکومتي جوړښت د څراغ له بلېدو پرته به په ټول هېواد کې د بغاوت اور قطعاً نه لګيده.

 ته مخه وکړه.

د امارت صعود؛

شک نشته چې طالبانو له واک څخه د لرې کيدو اوبيرته د واک ترلاسه کولو پورې د مبارزې اوږده او ازغنه لاره ووهله. د مصيبتونو د ګاللو شل کاله تاريخ يې جوړ کړ. د ناتو او امريکا هژمونيکي ځواکمنتيا يې په جدیت سره تر پوښتنو لاندې راوسته او د افغانستان شل کلنه پردۍ ديموکراسي يې ونړوله خو دَ نظام په جوړولو کې مطلقاً پاتې راغلل، د ملي او بين المللي مشروعيت ترلاسه کولو نسبتاً اسانه ازموينه کې ناکام شول؛ له خپل ولس سره يې د تقابل حالت رامنځته کړى دى، علمي او مسلکې کادرونو او ځوانانو د تېښتې لړۍ لاهم دوام لري. د مسئوليت او مکلفيت اداکولو په برخه کې نه خپل ولس ته ښه د منلو وړ ريکارډ لري نه هم نړيواله ټولنه اوس ورباندي باور کوي؛ تر ټولو مهمه تشه داده چې په حکومت کې د استبداديت د ګراف د لوړيدو له امله يې له خپل ولس سره واټن او د خپل منځي ناهيلتوب خليج د پراخيدو پړاوونه وهي چې په حتمي توګه خطرناکه پايلې درلودلاى شي.

ظاهراً داسې ښودل کیږي چې يوازې د رسمیت پېژندلو ستونځه پل صراط دى او که د رسمیت پېژندلو مرحله پيل شوه نو هر څه به ګل او ګلزار شي، خو دا زموږ خوشباوري او يا د نړيوال سياست په برخه کې د پوهې کموالى دى. دا چې ځینې طالب مشران اوس هم نه غواړي خپلې کورنۍ هېواد ته را ستنې کړي، عام خلک هم د نظام په تړاو اندېښمن کړي دي. څومره به ښه واى چې د يوې هر اړخيزې او متوازنې تګلارې

له مخي د ملي ګټو پربنسټ د سيمې او نړيوالو حساسیتونو رقابتونو او نزاکتونو ته په کتو  له نړئ سره  جوړجاړي وکړو او په هېواد کې له اوسني بحراني حالت څخه له راوتلو وروسته په چټکۍ سره د ځان بساينې په لور ګامونه پورته شي.

امنیت شته د افغانستان په ټوله جغرافيه حکومت تسلط لري، اوامر عملي کيږي، تيت او پاشلى حکومتي جوړښت نشته. جګړه منفوره ده، دَ بغاوت د ځپلو لپاره انساني ځواک او اراده شتون لري، پياوړى مرکزي قيادت شته، خو متاسفانه بيا هم ولس د فقر په رنځ اخته دى. هره ورځ مو په زرګونه ځوانان د مجبوريت له مخې د مرګونې لارو په غوره کولو له هېواد څخه وزي. کادرونه مو د مختلفو لاملونو له امله د هېواد پريښودو ته اړ شول، قانون نشته، په معيارونو برابر نظام نشته. د تلپاتي امنیت، ملي مشارکت، نړيوال ملاتړ او ښې حکومتولي لپاره ګامونه نه پورته کيږي. له ولس او نړيوالو سره مو د بې باوري خليج ورځ تر بلې پراخيږي او د يوه ويجاړ راتلونکې په لور د حرکت په حال کې قرار لرو.

که نور هر څه د حکامو له غوښتنو او فرمايشاتو سره سم په پټو سترګو سم وګڼو، هېواد ګل او ګلزار ومنو، ولس په خيټه موړ وشمېرو، د سمون داعيان د امریکا پاتې شوني وګڼو او يوازې د انجونو په زده کړو باندي ناروا بنديز په مختلفو اجتماعي ابعادو را تاو شو، راتلونکې ټولنيزې او کلتوري نيمګړتياوې يې وارزوو، شرعي مکلفيتونو يې وڅيړو، ټولنيزو او اقتصادي زيانونو باندې لږ شان تم شو او د همدغو تشو په

اوږدمهاله اغيزو باندي راوڅرخيږو، نو د حکومت په ناکامي نااهلي نا انصافي، له ولس او هېواد سره په جفا او له مسئولیتونو څخه د حکامو د تېښتې په تړاو به د شک او پوښتنې لپاره هيڅ شى پاتې نه وي.

د ملت سکوت؛

د واک غځولو او واک ترلاسه کولو لپاره  د تاريخ په مختلفو پړاوونو کې انسانان د ظلمونو وحشتونو او نيرنګونو  تياره شاليد لري او موږ هم له تيرو څو لسيزو راپدېخوا د همدغه حرص ښکار يو خو په يويشتمه پيړۍ کې د يوه ملت لپاره دومره وحشتونه ګالل او په وړاندې يې په مختلفو نومونو سکوت غوره کول د ټولنيز شعور د نشتون لامل ګڼل کیږي. که څه هم زموږ ولس په مختلفو وختونو او د مختلفو حکومتونو د رامنځته کيدو په مهال د جبر استبداد زورواکي او اتوکراسي د حاکمیت له امله په مسلسل ډول له فزيکي او نفسياتي ځورونو ربړونو او شکنجو لاندې دى، خو دا به هم واقعیت نه وي چې د جګړو فساد او استبداد له امله ټوله پړه يوازې په حکومتونو باندي واچوو، بلکې اړينه چې په هېواد کې ناخوالو فاجعو او خيانتونو ته په مناسب، رغنده او پرېکنده ډول د ټولنيز غبرګون نه ښودلو له امله  ولس ټولنه او افراد هم د پړې خپله ونډه ومني.

کيداى شي د غبرګون نه ښودلو په تړاو هم له بشري او ټولنيزو حقونو څخه د محرومیت او اجتماعي عدالت د نشتون، د  ټولنيزو حقونو په تړاو د عامه پوهاوي کمښت او ځينې نور عوامل شتون ولري خو په هر صورت په يويشتمه پيړۍ کي د عامه پوهاوي په دومره ټيټه کچه کې پاتي کيدل هم د توجيه وړ خبره نه ده.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.