که هر څه سم وګڼو، نو په ړوند تقليد باندې اخته کېږو

ليکنه؛ عبدالوحید وحيد

790

اسلام په اوسني معاصر وخت کې هم د بل هر دين او تمدن په پرتله په خورا ښه توګه د افرادو، ټولنو او تمدنونو ترمنځ د ارزښتونو او باورونو په جوړولو کې کليدي رول لوبولاى شي.  ارزښتونه د انسانانو ترمنځ او همدغه شان له حيواناتو او طبيعت سره د انسانانو د چلن اصول یا معیارونه دي چې د يوه متمدن او متوازن  ژوند په رامنځته کولو کې مهم ګڼل کیږي. د ډیری خلکو لپاره مذهبي عقیدې د هغوى د ارزښتونو د سیسټم بنسټ جوړوي، د هغوى پریکړو، کړنو، او له نورو انسانانو حيوان او طبيعي مخلوقاتو سره د تعامل لارښوونه کوي.

د تاریخ پاڼو ته په کتو زموږ په هېواد کې ډير وخت حاکمانو په خپل ولس کې د زده کړو له ښکته کچې څخه په استفاده د ديني ارزښتونو او معاصرو پرمختګونو  له نومونو څخه متأسفانه سياسي ګټه پورته کړي ده او دا سلسله اوس هم دوام لري. سياسي مشرانو له همدغو عنوانونو په بانه  په هر حال کې ځان کله مشروع اولوالامر ګرزولى او کله يې هم معاصرو پرمختګونو د رامنځته کولو په برخه کې د مخکښ مشر په نوم ځانونه د واکمني حقدار او ولس يې په اطاعت

باندې مکلف ګڼلى دى؛ له نظام څخه د دفاع ترعنوان لاندې يې جګړې ته  مشروعیت او د مخالف اړخ جګړې ته د بغاوت  نوم  ورکولو لپاره د امتيازاتو په بدل کې د مذهبي خلکو د خدماتو په ترلاسه کولو باندې ستره پانګونه کړي ده.

 له واک څخه محروم اړخ هم هر وخت هڅه کړې ده چې د افغان ولس له ښکته علمي کچې، د هغوى په زړونو کې د دين د ژورو ريښو او احساساتي اړخ څخه په استفاده د خلکو په منځ کې له مذهبي نفوذ څخه برخمنو افرادو په مرسته د حکومت نيمګړتياو او کمزورتياو ته په هوا ورکولو له لارې د نظام په مقابل کې جګړو ته د فتواو په ورکولو باندې تمرکز کړى دى.

څوک د نوي عصر د پرمختګونو له کاروان سره د يوځاى کيدو په شعار او څوک هم د ديني فتواو له مخې د توپک په زور د واک لپاره د خپلو افغانانو د وژلو په پايله کې ارګ ته ننوزي، نظامونه نړوي، حکومتونه پرځوي، بيرغونه بدلوي  او حتى د هېواد وسلوال ځواک منحل ګرزوي. نوى اساسي قانون، نوى بيرغ نوې او نوې ترانې خو جوړولاى شي. ليکن متأسفانه دَ نويو نظامونو د رامنځته کولو په برخه کې يوازې دعوې او تمثيل کوي. د حيرانتيا خبره خو داده چې  افغان وژنه، په خپلو انډيوالانو باندي د ملي شتمنيو وېش، په لوړو پوستونو باندي د نااهلو افرادو ګمارل، د نورو نفى کول او د واک  انحصار سمې کړنې او خپل حق ګڼو. کله کله خو ځانونه د ذوالجلال لخوا په ولس باندي پيرزو شوى رحمت تر عنوان لاندې راوړو.

له مودو راهیسې دلته د اسلامي نظام د قائمولو او يا هم د پرمختللي او په معاصرو معيارونو ولاړ نظام رامنځته کولو په نوم په پرله پسې توګه د ولسونو د غولولو او د نظامونو نړولو سلسله روانه ده. د ټولو ترمنځ د اشتراک نکته د واک حرص دى. د لسګونو او يا هم سلګونو زره افغانانو د وژلو او د بنسټونو نړولو په پايله کې واک ته له رسيدو وروسته  د ښې حکومتولي رامنځته کولو، اسلامي نظام قائمولو، عمري عدالت پلى کولو، د اماناتو خوندي ساتلو او په مالي چارو کې روڼتيا رامنځته کولو په هکله خپلې ټولې ژمنې شاته پريږدو، د واک انحصار، په لوړو پوستونو باندي د خپلوانو ګمارل، رعب اچول، او استبدادي رويه خپلول، د سياسي مخالفينو ځورول، سپکول او حتى پارول خپل نصب العين ګڼو.

 له ژمنو سره سم او په منل شويو معيارونو برابر نظام د جوړولو ظرفیت نلرو. ډيرى وختونه پرديو دروازو ته دريږو چې د نظام جوړولو په برخه کې مو نيمګړتياوې راته ډکې کړي، خو پردي بيا هم پردي وي او د خپلو ګټو په چوکاټ کي د مرستو تر عنوان لاندې زموږ د ويشلو او نفاق رامنځته کولو لپاره لاسوهنو ته لاره هواروي. د سياستوالو او د واک د مجنونانو د ناوړه کړنو او ناشولتو تګلارو په هکله مى پخوانۍ ليکنې هم شته خو دَ مختلفو لاملونو پربنسټ په افغاني ټولنه کې د بديو او استبداد په وړاندي د ټولنيز غبرګون د وړتیا نشتوالى هم ستر نقش لري.

همدا اوس د اساسي قانون د نشتون له امله نظام د اشخاصو او افرادو په سليقو باندې چلوو. د يکه تازي په داسې ځپونکي ويروس اخته يو چې له مودو راهیسې يې حکومتونه ونړول مشران يې بدنام کړل او افغانان يې د نړيوالې ټولنې په منځ کې په هسکه غاړه د ژوند کولو له وياړ څخه بې برخې کړل. تر هغو چې زموږ په هېواد کې له لسيزو راپدېخوا د سياسي موخو لپاره  فتواوې ترلاسه کول دود وي،  د فتوا ورکولو په تړاو يوه باوري او په ټولو شرعي اصولو برابره سرچينه رامنځته نشي، شک نشته چې په اوسني حالت کې د هر شخص د وژلو، بندي کولو او د هغه د کور نړولو فتوا ترلاسه کول به ستونځمن کار نه وي.

د اوسني حاکمیت په شمول هر نوي بدلون ته ولس په محتاطانه ډول په مثبت نظر کتلي دي، خو د حاکمیت لخوا هره ورځ  له ملت سره واټن رامنځته کيږي او په سياسي مشرتابه باندي باور بايلي. که تېر هېر کړو او په اوسني حالت باندې را تاو شو، نو پوهيږو چې دا څه ډول اقتصاد محوره پاليسي ده چې ولس مو له لوږې مري. بيکاري او غربت د ځپونکي توپان شکل غوره کړى دى او ځوانان مو پرديو هېوادونو ته په قاچاقي لارو باندي د تيښتې په لارو کې ځانونه د مرګ په خوله کې اچوي. کله د ايراني او يا هم ترکي  پوله ساتونکو ځواکونو لخوا په مرميو ويشتل کيږي، کله په سپيو داړل کيږي، کله په سيند کې لاهو کيږي او کله يې هم کشتۍ ډوبول کيږي او د نهنګانو خوراک ګرزي.

د پخوا په پرتله سرتاسري امنیت موږ هم منو چې شته. د هېواد په هر انچ خاوره باندي د اوسني حکومت تسلط هم منو او له تيرو پنځو لسيزو راهيسې بېسارى پياوړى مرکزي حاکمیت يې که بيسارې ځانګړتیا ومنو، نو د سمون او بدلون لپاره يې د مسئوليتونو ګراف هم لوړيږي. که د مشرانو په خبره په نظام کې د لوړ ظرفیت درلودونکې، په حساسيتونو، نزاکتونو او د وخت په غوښتنو باندي پوهه مشران شتون لري،  که د حاکمیت لخوا هره کړنه او هر څه سم وګڼو، نو په ړوند تقليد اخته کېږو. مزلونه به کوو خو منزل ته به نه رسيږو. قانون ولې نشته؟ د نظام د مشروعیت څرک ولې نه لګيږي؟ نړيوالو ته د رسمیت پېژندلو لپاره کچکول ولې ګرزوو؟ په انزوا کې ولې قرار لرو؟ کادرونه مو ولې هيواد پريږدي؟ ځوانان ولې ناهيلي شوي دي؟ له بنديزونو لاندي ولې يو اوتر ټولو مهم دا چې د ولس په ښځينه بچيانو د زده کړو دروازې ولې بندې پرتې دي؟

په اسلام کې واک امانت دى، امانت خپل اهل ته سپارل ديني وجيبه ده او په اسلام کې په ژمنه باندې عمل کول د ايمان برخه ده، خو موږ د عمل په ډګر کې اهل ته د اماناتو د سپارلو ننداره کوو او د انجونو په زده کړو باندي د بنديز ختمولو ژمنو عملي کولو ته  درې تعليمي کلونه منتظر پاتې شو چې لا يې هم د پوره کولو څرک نه لګيږي.

څومره به ښه واى چې دَ سوټي په زور د خلکو په قضاوتونو باندي د بنديز لګولو، د توپک په زور د حکومت کولو او د نورو افغانانو د حق سلبولو په تګلارو باندي د تمرکز  پرځاى د ښې حکومتولي په رامنځته کولو باندي غور شوى واى، نظام ته د مشروعیت ورکولو په لارو چارو باندې خبرې شوې واى. خلکو ته د کار پيدا کولو، د عدالت په قائمولو، مشرانو ته د ولس د لاسرسي په هکله د امکاناتو په برابرولو مو کار کړى واى او مسلکي افرادو ته د مسئوليتونو او واکونو سپارلو ترمنځ د انډول رامنځته کولو تګلاره ترتیب شوې واى.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.