که د خيالي غرور له دلدل څخه راښکته شو، نو پوهيږو؛

ليکنه؛ عبدالوحید وحيد

896

کله هم چې  سياسي مشران دَ خپل ملت د مذهبي تنوع، سياسي او کلتوري پيچلتياو په تړاو اړين معلومات نه لري، په کور د ننه حساسیتونو او نزاکتونو باندي يې د پوهې زيرمه ټکنۍ وي او په نړيوالو کچه د روانو سياليو په تړاو يې معلومات نيمګړتياوې لري، سلاکاران يې ابن الوقت مخلوق او د امتيازاتو د بايللو له وېرې واقعيتونه پټوي، نو په مشرانو کې د هېواد د مديريت لپاره اړينې وړتیاوې نه پوره کيږي، ارزونې، انګيرنې، اټکلونه او محاسبې يې په مفروضو او احساساتو باندي ولاړې وي. د واک حرص يې د جنون تر پولو ورسيږي، مشران مشفقانه ليدلورى پريږدي او مغرورانه ذهنيت غوره کوي، کشران احترامانه چلن پريږدي او خودسرانه کړنې سر ته رسوي، نو بيا د مشرتابه او ولس ترمنځ بې باوري او واټن رامنځته کيږي،  نظام مستبدانه بڼه خپلوي او دا هر څه د نسکوريدو بنسټ برابروي. ټولنه ترانې د خپلواکي غږوي شعارونه د اتلولي پورته کوي، خو ژوند په خيراتونو تيروي او د پخواني تاريخ سندرې غږوي. هم سوال کوي هم يې خر لغتي وهي.

پوره باور لرم چې د دوحې په مهمه غونډه کې د طالبانو لخوا د نه ګډون پريکړه ښه پريکړه  نه وه. د حيرت خبره ده چې له تيرو دوو کلونو راهیسې طالبان د افغانستان په تړاو غونډو کې د ګډون غوښتنه کوي خو چې اوس وغوښتل شول نو غونډه يې تحريم کړه. د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له خبرو څخه داسې څرګنديده چې دغه اداره په بديلو لارو موندلو باندي غور کوي. دَ تحريم له امله به مخالفينو ته په نورو ناستو کې د ګډون فرصت برابر شي او د افغانستان ستونځه به نوي اړخونه پيدا کړي. په ياده غونډه کې د نه ګډون له امله نړيوالې ټولنې ته منفي پیغام ورکړل شو.  د تيرو تجربو په رڼا کې باور لرم چې د بديل لټون به يقيناً افغانستان ته بل ناورين راوړي او  پايلې به يې خپله اوسني حاکم مشرتابه او ممکن هېواد ته زيان واړوي.

په ياده غونډه کې افغانستان ته د ملګرو ملتونو لخوا د ځانګړي استازي ټاکل او د نړيوالې ټولنې لخوا له ااا سره تعامل ته نوې بڼه ورکول مهمې موضوع ګانې وې. که احياناً د ځانګړې استازي ټاکل د افغانستان په ګټه هم  نه واى، نو بيا هم د ناستې له تحريم څخه به په ناسته کې ګډون او د پياوړي استدلال په مرسته د استازي د ټاکلو مخالفت کولو به اقلا دغه ستونځه د امنيت شورا ته له وړلو څخه ژغورلې واى.

که زموږ مشران خيالي غرور پريږدي او له هوايي دلدل څخه راښکته شي، نو پوهيږي چې په ننني عصر کې د نړيوالې ټولنې ترمنځ په هسکه غاړه ژوند کول، سيالي افتخارات او برياوې د ساينس او ټيکنالوژي په برخه کې په برلاسى پورې تړلې دي. جګړې هغه ډرون الوتکې کوي او دښمن هغه روباټونه او راکټونه ماتوي چې مديران يې زرګونه مايله ليرې د يوه کمپيوټر ترشا ناست او کافي څښي.

افغانستان په ساينسي او د معلوماتي ټيکنالوژي د نړيوالو پرمختګونو او  رقابتونو له ټول بهير څخه د وروسته پاتې هېوادونو په کتار کې راځي. له دوه نيم کاله تېريدو سره سره مو په نيمايي ولس باندي د علم دروازې تړل شوې پاتې دي او په دغه د ولس چيغې قطعاً نه اوريدل کيږي. ملت مو د بيوزلي ژوند تيروي،  ځوانان مو د ناهيلي توب له امله په نفسياتي رنځونو اخته کيږي. په دندو باندي د ګمارنو معيار انډيوالي ده او هېواد مو د نړيوالې ټولنې په منځ کې په انزوائي حالت کې قرار لرى، نو د برياو وياړونو او نړۍ د ماتولو دعوې به مو څومره وزن ولري؟

که واکمني  او يکه تازي د موخو بنسټ او محوري نکته نه وي نو  اوس هم  وخت شته او هم پراخ امکانات شتون لري چې د اسلام د سپيڅلي دين او افغاني ارزښتونو په رڼا کې په کورنيو او بهرنيو تګلارو کې د داسې بدلونونو رامنځته کولو نوښت ته عملي جامه ورکړل شي چې د ملت  ملاتړ تر لاسه شي او د نړيوالې ټولنې د مخالفت مخه ونيول شي. تر هر څه د مخه د انجونو په زده کړو باندي ناروا ظالمانه او جابرانه بنديز ختم شي تر څو د ذهنيت جوړولو او د باور ترلاسه کولو لپاره ښه پيل ثابت شي.

لاندې اصطلاحات به مې اوريدل چې سياست مخ او څټ نه لري. په سياست کې همېشنۍ دوستي او تلپاتې دښمني نه وي، خو اوس نور هم پوه شوم چې زموږ په هېواد کې د سياست په ډګر کې لوبيدل د ځان او يارانو لپاره د امتيازاتو ترلاسه کولو مبارزه ده چې سرې کرښې نه لري. مقدسات پکې له پښو لاندې کيږي. دروغ  ويل او د ژمنو ماتول پکې د شرم خبره نه ده. په سياست کې د تل لپاره ريښتونولي نيمګړتيا ده ، تل په خپله خبره دريدل او پاک نفسي د عزت نښې نه دي. په سياست کې تور د هميش لپاره تور نه وي سپين د تل لپاره سپين نه پاتې کېږي.

پورته ياد شوي شاخصونه په نړيوال سياست کې هم شته، خو متأسفانه زموږ په هېواد کې سياست  له يادو شويو شاخصونو څخه ورهاخوا نورې نيمګړتياوې هم لري. له تيرو پنځو لسيزو راهيسې  زموږ په هېواد کې د سياست او سياستوالو له سختو ناکاميو سره سره د غلطيانو نه ارزول او له ناکاميو څخه د زده کړو نه کول يقيناً زموږ په عصبي سیستم باندي د داسې ويروسونو بريد  ګڼلاى شو چې  د  ولس د دردونو د درک او احساس کولو سينسرونه يې فلج کړي او له سياستوالو سره د هغوى د کړنو په تړاو د احتساب کولو ولسي شعور يې اغيزمن کړى دى.

چيرته هم چې  له مشرانو  او له واکمنانو څخه د هغوى د کړنو او مسئوليتونو په هکله د احتساب غوښتنه ناروا او نا ښايسته کړنه او انتقاد له حاکم ګوند سره دښمني ګڼل کېږي، په ټولنيزو چارو کې د شفافیت دود له منځه ځي، هېواد او ولس په ړوند تقليد عادت او په کږو لارو باندې سر کيږي، ټولنه د پرمختګ کولو پرځاى په معکوس ډول نزولي سفر ته داوم ورکوي او نتيجتاً يو ناورين ختميږي او بل پيليږي. لکه زموږ په هېواد کې د  ناورينونو تسلسل رامنځ ته کيږي.

پرون له جګړو او فساد سره لاس او ګریوان وو او نن مو بيکاري او بيوزلي لاسونه را تړلي دي. پرون مو قانون درلوده خو دَ پلى کولو وړتیا مو نه لرله او نن د پلى کولو ښه وړتیا لرو، خو قانون نه لرو. پرون مو فساد هډوکي وراسته کړل او نن د خپلو ښځينه بچيانو په مخ بندو دروازو ته ناست او ژاړو. پرون د دموکراسي ترعنوان لاندې د ملت حقونه تلف کيدل او نن د اسلامي نظام ترچتر لاندې ملت محکوم دى.

متأسفانه زموږ  اوسنى سياسي بهير په هر ځاى او هره ناسته کې د واک او امتیازاتو د وېش په محور راڅرخيږي.  سياستوال خپلې نيمګړتياوې د سمولو پرځاي توجیه کوي،  د کوما په حالت او په تراژيدي کې د ولس پرېښودل هم ورته د ملت بيوفائي ښکاريږي. د مقاومت، ازادي، ملي، ديموکراسي او خپلواکي په نوم له بهر څخه د بهرنيانو په لمسه بله لوبه پيلوي. بله بڼه خپلوي او د ولس د غولولو په موخه بل چال وهي. بله ډله د واک ترلاسه کولو هڅه کوي. همدغه ستر ارمان پوره کيدل او د ملت په اوږو باندې کيناستل هم په ولس باندې خپل احسان ګڼي.

موږ د تير جمهوري نظام په پيل کې وليدل چې سیاستوال د خپلو موخو او خپلو شخصي ګټو لپاره له هرې کرښې څخه واوښتل، د سوچه او نګه اسلامي نظام دعوه کوونکي له يرغلګرو سره يوځاى د دموکراسي تر پوښښ لاندې راغلل او په افغانستان باندې حاکمان شول، د خميني د لارې لارويانو د زنده باد ديموکراسي چيغه پورته کړه او د غرب مزدوران شول، د کارل مارکس او لينن عاشقان د امپرياليستې امريکا ملګري شول، رنګونه بدل شول، شعارونه بدل شول، مخونه بدل شول، نيرنګونه، لوبې او چالونه بدل شول، خو افغان ولس لاهم په خپلو لومړيتوبونو کې بدلون نه راوړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.