موږ او هندوستانیان

شفیقه خپلواک

301

هند تقریبا نهه لسیزې د برټانیا مستعمره وه. دې دوره کې میلیونونه هندوان مړه شول. میلیاردونه روپۍ له هند نه یوړل شوې او صنعت ته یې کمساری تاوان ورسېده. برټانیا به له هندوستانیانو لوړ مالیات اخیستل, په هغه به یې هندي تولیدات پېرل او وړل به یې. د اوس په حساب ټریلیونونه ډالر له هندوستان نه یوړل شول. ځینې څیړنې ښيي‌ له دې مخکې چې هند مستعمره شي د نړۍ د اقتصاد له ۲۷ فیصده ډېره برخه یې لرله. خو یو وخت دومره خوار شو چې خلک له لوږې مړه کیدل. د الجزیره یوې څیړنې موندلې وه چې ۱۸۸۱ز-۱۹۲۰ز کلونو په اوږدو کې د انګریزانو د پالیسو په پایله کې ۱۰۰ میلیونه هندوستانیان مړه شول. په ۱۹۴۳ز کال کې د بنګال قحطي یو له هغو پیښو وه چې مخینوی یې کیدلی شوای. د دې قحطي له امله په هند کې ۳ میلیونه خلک مړه شول. د برټانیا کابینې ته په بیا، بیا پېغامونه لېږدول کېدل چې له هندې نه وریجې او نور خوراکي ونه باسي، دلته خلک له لوږې مري. خو چرچیل ویل و چې قحطي ځکه ده چې هندوان لکه سویان داسې خوراک کوي. او که رښتیا د خوړو قحطي وي نو ګاندي ولې تر اوسه ژوندی دی.

هند هویت بایللی و. هستي او نیستي یې داسې تروړل کېدلې چې سپوڼ یې هم نشوای کولی. دوی د ټوپک په زور نه د چوپتیا په ځواک خپله خپلواکي تر لاسه کړه. او د دې هم ډېر وخت نه کېږي، خو اوس په نړۍ کې یو له ځواکمنو هیودانو دی. ټکنالوژي، اقتصاد، تعلیم، سوداګري، هنرونه، سینما، سپورټ او بله هره برخه کې د ځواکمنو هیوادنو په کتار کې دی. هېڅ بهرنی هیواد نشته چې هندوستانیان دې پکې نه وي، او دوی اکثریت د خپل درس په زور تللي. زموږ غوندې قاچاقي نه دي روان، چې بیا هغلته ورسېږي ځان پورې حیران وي. دوی تر بل هر چا خپل کلتور او هیواد ته ژمن خلک دي. هڅه نه کوي د نورو پیښې وکړي، بلکې خپل کلتورونه ورپېژني.

او موږ چې هېڅکله مستقیمه مستعمره نه و، له دوی مو مخکې خپلواکي اخیستې نن په ځان پورې حیران یوو. هندوانو د خپلو مټو په زور خپل وطن اباد کړ. د استعمار له ټراما یې ځانونه راوویستل. خو موږ لا هم منتظر یوو چې یا کومه معجزه وشي یا هم څوک راشي او موږ وژغوري. موږ لکه سل او دوه سوه کاله وړاندې اوس هم ښوونځی کفر ګڼو. د یوه وخت یوه ګوله مړۍ چې پیدا کړو د دوهم وخت ته حیران یوو. موږ اوس هم په دې چورت کې یوو چې کار کول او کسب زده کول زموږ له غرور او ایګو څه کموي. یو کس به لګیا وي شل نور به یې د لاس ګولې ته ناست وي. زموږ تجار اوس هم په دې چورت کې دی چې څرنګ د لسو افغانیو مال په سل خرڅ کړي او څومره چې کولی شي له خلکو پیسې وشکوي. شاګرد مو چورت وهي چې په کوم نقل او واسطه ځان له ټولګي وباسي. د ښوونکي مو درسي ساعت ته زړه په تنګ وي چې هسې ژر رخصتي شي، لمر ته ډډه ووهي او شین چایورنه سوړ نشي. ډاکټر مو له قصاب کم نه دی، چې څه یې زده نه وي هغه هم درباندې زده کوي ته وا ناروغ نه دی د ازمایښت په لابراتوار کې کوم موږک دی. ژورنالیست مو که دروغ ونه وايي‌ خبر به خبر نه بولي. ملا مو که ریاکاري ونه کړي ګومان کوي لمونځ یې بې ځایه تللی. او په سیاست په والو خو به هېڅ سر نه خوږو. موږ اوس هم په توکل روان یوو. بس هر څه مو تقدیر ته سپارلي. نه د دین شو نه هم د دنیا! ښځه مو د فساد سرچینه ده او نارینه مو د غیرت څلی، خو په نهایت کې یوازې سوالګر ملت یوو چې د خپل اولاد د ګیډې مړول مسوولیت هم خپل نه ګڼو. موږ باید نور له دې ذهنیت نه راووځو چې پلانکي توطیه راته جوړه ده او بستانکی مې پرمختګ ته نه پرېږدي. اصلي خبره خو داده چې موږ له خپل مسوولیت نه تښتو، لکه تنبل شاګرد چې درس نه وايي د ناکامي مسوول استاد بولي. په همدې شاوخوا کې مو وګورئ څو داسې ځوانان وینئ چې حساب پرې کولی شئ؟ په حساب څو کسان پېژنئ چې له ځان نه ور ها خوا د وطن د خیر خبره وکړي؟ زه د دې وطن راتلونکي ته خپه یم. موږ که بل مستعمره وای ښايي‌ اوس به مو له دې بلا ځان اسانه خلاص وای، او ټول به خوځیدلی وای. خو زموږ ستونزه داده چې موږ خپله ولاړ یوو. موږ خپله ځان استعمار دی. هېچا زموږ په پښو کې زولنې نه دي اچولې. هېچا نه دي راته ویلي د ځمکې په سر خپل ورور مړ کړه. هېچا نه دي راته ویلي چې د ژبې، قوم او مذهب په خاطر له خپل وطنواله کرکه وکړه. هېچا نه دي راته ویلي چې درس ته پام مکوه بس هسې په بانډارونه ګرځه. هېچا نه دي راته ویلي چې ریا وکړه او دروغ ووایه. هېچا نه دي راته ویلي چې له جنګسالار نه نیکه جوړ کړه. موږ له خپلې لمن اور اخیستی او دا یوازې خپله مړ کولی شو. دا یو او دوه کسان هم نشي کولی، د هر چا مسوولیت دی.

هندوستان باید زموږ الګو شي، چې له دومره تراژیدي‌ او اسارت وروسته هم ځلېږي! د خپلو خلکو د خولو په زور یې. خدای دې وکړي موږ هم له دې وهم او تنبلي نه ازاد شو او واقعا خپل ځواک درک کړو. هغه وخت بیا هېڅوک د چا مخه نه شي نیولی. موږ به جنګونه تېر کړي وي خو خلک شته چې له موږ یې بدې ورځې تېرې کړې، بیا یې هم سرونه هسک کړي. او هېچا یې د پرمختګ مخه نه ده نیولې. شاعر څه ښه ویلي:

چا چې خپل قدر پخپله وکړ ګله
ستاره د هغه قوم په عروج شوله

خدای هم نه بدلوي حال د هغه قوم
څوک چې نه بدلوي خپل حالت پخپله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.