اې پښتنو! نور څه پاتې دي؟

سعود بنګښ

459
اې پـښـتـنـو! دې حقیقت نـــــه بـغېر هېڅ نه لرو
د ګران منظـور*رنګ قیادت نـه بغېر هېڅ نه لرو
اې پښتنو! پخپله سوچ وکړئ، نور څه پاتې دي؟
اې پښتنو! د بـغـاوت نــــــه بغېر هېڅ نــــــه لرو
اې زمـــــا لـــروبـــــر افغانه! دا رښتیا تحقيق دی
د غلامي او محکومیت نـــــه بغېر هېڅ نـــه لرو
شکر دی مـوږ د لوی څښتن په سمه لار روان یو
شکر دی مــــوږ د انسانیت نــه بغېر هېڅ نه لرو
نــړۍ لري ټیکنالـــوژي، او پـرې مريخ تــه خېژي
اې ربــــه! مــــوږ د ملایت نــه بغېر هېڅ نـه لرو
راتـــه يې ژبې غوڅې کړې او هم سترګې ړندې
مـــــوږ د نــازیــانـو ریاست نه بغېر هېڅ نـه لرو
چې جــوړوي له سـوُر دوزخ نه د جنت بـاغـونــه
سعوده! مـــــوږ دې محبت نـه بغېر هېڅ نـه لرو
سعود بنګښ
منظوره*…منظور پشتين

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.