بچي

سعود بنګښ

603
شـول پـه نفاق چې د زمــریو* بچي
کوي پـــرې راج د تــورو سپیو بچي
پــــــه اصفهان او هند يې راج کولو
چې پښتانـــــــــه وو، د سړیـو بچي
چا تــه غوپې اوس ورکولی نـه شي
دلته غـــوپې خــــوري د هیلیو بچي
هېواده! ولې دې ودان نــــه غواړي؟
هــېــواده! ستا د شپن خـــالیو بچي
تـــورو پيریانـو په لاریون کې بیسار
د شــنــو بــاغـــونـــو، ښاپېریـو بچي
غـر او ځنګل تـه يې سوُر اور ورکړی
ځـــالـــو کې وســـول د مــرغیو بچي
د “مولا جټ ” لباس به ژر پر تن کړي
اې ابـــدالي! ســتــا د پګړیــــــو بچـي
زیــــان د ایمان ګڼي، ټــپــه او ربــاب
د ملالــیـــو، درخـــــــانــــــیــــو بچـي
ســعــوده! سـتـا په شان د ستا ملګري
ســــعـــــوده! ټول د لـــېـــونــیو بچي
سعود بنګښ
زمریو* ازمریو..زمزری..ازمری

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.