د افغانيو مصنوعي لوړېدا خطرناکه دی

نصرت الله نصرت حقپال

244

د يوې اونۍ په درشل کې د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت کابو ۱۳ افغانۍ لوړ شو چې ټولو کتونکو ته حيرانونکې وه/ده. په دې اړه څو ټکي مهم دي چې په ياد يي وساتو:
۱- د ډالرو په مقابل کې د افغانيو د ارزښت لوړيدل مصنوعي او کاذب دي، طبيعي/واقعي نه دي. اما_رت او افغانانو په سياسي، اقتصادي او علمي برخو کې داسې شهکاري نه ده کړې چې د افغانيو د با ارزښته کيدو سبب شي. هرڅه د پخوا په شان دي، حتی بدتره شوي دي.
۲- په مارکيټ کې، د توکو او اجناسو قيمتونو کې هم کوم محسوس تغيير نه دی راغلی. قيمتونه هماغه د پخوا په شان دي. حال دا چې اوس بايد يوه وچه ډوډۍ په ۸ افغانۍ، يو ليتر پطرول په ۵۰ افغانۍ او ګاز کيلو په ۴۰ افغانۍ وای. همداسې نور توکي. خو قيصه برعکس ده. يو ليتر پطرول پرون ۷۱ افغانۍ ول. نو د افغانيو دا لوړېدل عددي/اسمي دي، نه واقعي.
۳- د افغانيو دا ډراماتيک لورېدل، د سېمې او نړۍ په مارکټونو کې هيڅ اغيز نه لري. معنا دا چې افغانۍ هماغه بې ارزښته کاغز دی چې پرون وو. نو په دې لحاظ هم کومه معنی او اغيز نه ليدل کيږي.
۴- د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت لوړيدلو افغان مارکيټ له سخت خطرناکه حالت سره مخ کړی دی. مارکيټ له خپل طبيعي حالته وتلی، د تزلزل او تصنوعي نوساني وضعيت کې دی. لویه بې باوري په مارکيټ کې حاکمه ده. رواني اعتماد د تجارت او اقتصاد مارکيټ کې سخت ټکنی شوی دی . هيڅوک خريد او فروش نه کوي. ځکه چې وضعيت ثابت نه دی. نو دا وضعيت ګواښونکی او د ولس په زیان دی. ممکن ګټه يي څو مافيايي کړيو ته ورسېږي، خو عام ولس برباد دی.
۵- دې وضعيت ته بايد خوشاله نه سو. سياسيون او د نظام خياطان دې هم د خلکو په سترګو کې خاورې نه اچوي. د افغانيو له دې کاذبې لوړېدا نه هغه حالت ښو وو چې يو ډالر په ۸۷ افغانۍ تبادله کیدی، خو چې واقعي او طبيعي وای او ترڅنګ يي ثبات هم قايم وای.
۶- اما_رت ته په کار ده چې روانه تصنوعي لوبه کابو کړي. په مارکيټ کې روانه رواني بې اعتمادي او تشويش ته د پای ټکی کيږدي. وضعيت د طبیعي ثبات خواته بوزي او په مارکيټ باندې د خلکو اعتماد جذب او ثبات قايم کړي. دا تصنوعي وضعيت او لوبې ختمې کړي. زموږ ولس په ډير بد حالت کې دی. د دې سياستونو اصلي متضرر، عام او کړیدلي افغانان دي.
څه چې روان دي، په دې ټول پوهيږي چې «غوا توره، پۍ يې سپينې». نو په دې ولس رحم په کار دی. ځينې نورې خبرې هم شته، خو هغو ته د ځینو ملحوظاتو له وجې، ايشاره نه کوم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.