غزل

سعـود بنگښ

208
ـــــــــــــــــــــــــــــ
ژوند نه دې تر گـور ټوپک اخېستی دی
نس کې دې د مـور ټوپـک اخېستی دی
بیا دې خپلـې بـورې پښتونخــوا پسـې
بیـا دې د لاهــور ټـوپڪ اخېستــی دی
ځڪه بـریــــا نــه مــوم مـــاتېــــــږمـه
ما پسې خپل ورور ټوپک راخېستی دی
هېچـا کـور په کور ربـــاب را وانخېست
هـر چـا کور په کور ټوپک راخېستی دی
دې هجـوم د علــم سپیـــن چـراغ پسې
دې هجــوم تـک تور ټوپک اخېستی دی
نقــد ځـي د خـــوار بچـي غـــــزا لــــره
چـانـه یــې پــه پـور ټوپک اخېستی دی
هـــــر چـا ای سعـــوده دی قلــم هدف !
هــر چــا لـور په لـور ټوپک اخېستی دی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.